پاکستان د بلوچ بیلتون غوښتونکو پرضد عملیات پیل کړي
۱۴۰۳ شهریور ۷, چهارشنبهد پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسلوالو ياغیانو د یوې لویې لارې کنټرول په لاس کې اخیستلو سره ۲۳ کسان ووژل چې اکثریت ېې د ګاونډي ایالت پنجاب کارګر ول. وسلوالو پر يوه هوټل او د اورګاډې پټلۍ پر يوه پله چې بلوچستان ایالت د پاکستان له نورو برخو سره نښلوي، حمله وکړه.
رپوټ وايي چې امنيتي ځواکونو د یاغیانو د لټون په ادامه د سه شبنې په ورځ داګست ۲۷مه ټولې هغه سيمي محاصره کړې چې ياغیانو په کې حملې کړي دي. خو په بلوچستان کې د ایالتي حکومت ویاند شاهد ريند وويل «چې تر اوسه کوم څوک نه دي نيول شوي او نه هم نور وسلوال یاغيان وژل شوي دي.»
د يکشنبې ورځې په تاوتريخوالو کې ۳۴ ملکیان او ۱۵ امنیتي ځواکونه ووژل شول، په داسې حال کې چې پوځ هم د ۲۱ وسلوالو یاغیانو د وژلو ادعا وکړه.
د پاکستانامنيتي ځواکونه په بلوچستان ایالت کې له لسیزو راهیسې د فرقه يي او توکمي ډلو او د بيلتون غوښتونکو د تاوتريخوالو پر وړاندې جګړه کوي. خو وروستۍ سازمان شوې حملې چې د بلوچستان په څو ولسواليو کې وشوې، د بلوچستان ایالت په تاريخ کې د تر ټولو ناوړه پېښو څخه یوه ښودل شوې ده.
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، دغه حملې د «افسوس وړ» بللي دي.
شریف وويل: «په بلوچستان کې د مذاکراتو په موخه دروازې د هغو پر مخ تل خلاصې دي کوم چې پر پاکستان باور لري او بیرغ او اساسي قانون ېې مني.»
د وروستيو حملو مسئولیبت بلوچ ليبریش آرامي (بي ال اې) چې په بلوچستان ایالت کې د یاغیانو تر ټولو فعاله ډله ده، منلی دی. دغې ډلې تر دې مخکې په دغه ایالت کې پر چینايي پانګوالو د حملو مسئولیت هم منلی دی.
بي ال اې چې له پاکستانه د خپلواکۍ تر لاسه کولو له پاره جنګيږي، د پاکستان مرکزي حکومت د دغه ایالت د کانونو پر غیرعادلانه استفادې تورنوي. بلوچستان د پاکستان هغه ایالت دی چې تر ټولو ډېر کانونه لري.
سعودي عربستان چې د پاکستان نیژدې متحد دی او ګڼ شمېر پاکستاني مهاجرو ته ېې ځای ورکړی، د یوې اعلاميې په خپرولو سره ېې په بلوچستان کې وروستۍ حملې «په تر ټولو شديد شکل سره» غندلي دي.
(AFP)mks/akh
له آرشیف څخه (14.07.2019 ):