1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خيبر پښتونخوا کې ولې بيا د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوي؟

۱۴۰۳ شهریور ۵, دوشنبه

د لسو کلونو په تېريدو هم د ترهګرۍ پر ضد «نيشنل ايکشن پلان» نه دی عملی کړل شوی. په ترهګرۍ ځپلو سيمو کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ د له منځه وړولو له پاره هم اړين ګامونو نه دي پورته شوي.

https://p.dw.com/p/4jvDp
خيبرپښتونخوا: پوليس د پلټنو پر مهال
په خيبر پښتونخوا کې تر اوسه د زياترو بريدونو هدف پوليس ګرځېدلي دي. انځور: Faridullah Khan/DW

په خيبر پښتونخوا کې د روان میلادي کال د لومړيو شپږو میاشتو کې په ترڅ په ۱۴ ولسواليو يا سيمو کې د ترهګرۍ، د ترهګرو سره د مالي مرستې او ملاتړ او د پېسو له پاره د تښتونې ۴۷۷ پېښې ثبت شوي دي.

د ترهګرۍ ضد ايالتي دفتر له خوا د جاري کړل شويو ارقامو په حواله د دې ايالت په ۲۶ سيمو کې د وسله والو پر وړاندې عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۷ ترهګر وژل شوي او ۲۲۹ نور نيول شوي دي.

په همدې سيمو کې د ترهګرۍ په ۲۳۷ پېښو کې ۶۵ پوليس وژل شوي او ۸۶ نور ټپيان شوي دي. سږ کال تر اوسه د ترهګرۍ تر ټولو ډېرې پېښې په شمالي وزيرستان کې  شوي دي چې شمير یې ۴۰ ته رسيږي. ورپسې په ترتيب ډېره اسماعيل خان او بيا ټانک کې ډېرې پېښې شوي دي.

د ۲۰۲۳م کال سره مقايسه

۲۰۲۳م کال د ترهګرۍ واقعاتو ته په کتلو سره يو بدترين کال وو. د خيبر پښتونخوا ايالت د ترهګرۍ ضد ادارې د ارقامو په حواله په تېر کال کې په دې ايالت کې د ترهګرۍ په ۸۰۶ پېښو کې ۱۴۰۴ کسان وژل شوي ول. په خيبر پښتونخوا کې په مدغم شويو ۷ پخوانيو قبايلو سيمو کې ۳۴۲ او د ایالت په نورو سيمو کې د ترهګرۍ ۴۶۴ پېښې راجستر شوې وې.

پر پوليسو ۲۴۳ او عمومي غونډو او د نورو امنيتي ادارو پر کارکوونکو ۵۶۳ حملې ثبت شوي دي چې په ترڅ کې یې ۷۴ پولیس وژل شوي او ۴۰۱ ټپيان شوي. همدا شان ۵۱ پوځيان او ۱۴۴ ملکيان هم وژل شوي دي.

پاکستان: افغانستان سره پر پولې کړکېچ خلک کډوالۍ ته اړ کړي

په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګرۍ د ۱۳۲ پېښو سره ډېره اسماعيل خان لومړی مقام خپل کړی وو.

«عام وګړي د ناخونديتوب احساس کوي»

د وزيرستان سره تړاو لرونک د پاکستان د پارلمان پخوانی غړي محسن داوړ، د ترهګرۍ په پېښو کې د زياتوالي په اړه وايي: «د وزيرستان پر اکثريت سيمو د طالبانو ولکه ده او د عام وګړو د خونديتوب تصور له منځه تللی دی. د ترهګرو په لار کې لږ ډېر خنډ يوازې د خلکو د احتجاج او مقاومت له وجې دی.»

نوموړي وويل: «په انفرادي ډول د طالبانو پر وړاندې څوک هیڅ هم نه شي کولی او که څوک په دې آند وي چې د طالبانو سره خواخوږي به دوی ته کومه موقتي ګټه ورسوي، نو دا بيخي ناسمه ده ځکه دا هر څه موږ په افغانستان کې وليدل.»

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ
محسن داوړ، وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې يوازنی سياسي حل د ګوندونو يووالی دیانځور: Faridullah Khan/DW

محسن داوړ، وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې يوازنی سياسي حل د ګوندونو يووالی دی چې په ترڅ کې یې هر ډول سياسي وابستګۍ له پامه وغورځوله او ګامونه پورته کړل شي.

د ترهګرۍ د له منځه وړولو له پاره دولتي ګامونه

په خيبر پښتونخوا کې تر اوسه د زياترو بريدونو هدف پوليس ګرځېدلي دي. د ایالتي پلازمينې پېښور ښار په څنډو کې پراته د پوليسو مرکزونه په ځانګړي توګه هدف دي.

يوازې په روانه ميلادي میاشت کې په پېښور کې د پوليسو ۱۱ مرکزونه په نخښه کړای شوي دي. په تېره يوه اوونۍ کې پر وارسک روډ پر پرتو د پولیسو پر مرکزونو او ګزمو څلور بريدونه شوي دي.

ایالتي حکومت هڅه کوي چې په ځانګړي توګه د ترهګرۍ ضد ادارې ظرفيت لوړ کړي او د روان کال په بوديجه کې یې د پوليسو له پاره ۱۴۰ ميليارډه پاکستانۍ کلدارې ځانګړې کړي دي.

د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط دويچه ويله ته وويل چې د ترهګرۍ ضد اداره پراخه کړل شوې ده او همدا شان دې ادارې ته د استخباراتي او تعقيب سیسټم ورکړل شوی دی. نوموړي وويل چې دې ادارې ته «ترمل ډرونونه او نوره عصري وسله» هم ورکړل شوې.

دې چارواکي همدا شان يادونه وکړه چې »ځانګړې جنګی قطعه او د ښځو کماندو برخه هم رامنځته کړل شوې او يو شمير ښځينه پوليسو ته د ترهګرۍ سره د مبارزې روزنه ورکړل شوې ده.»

پوځ، پوليسو او د ترهګرۍ ضد ادارې په ايالت کې د ترهګرو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي. په دې وروستيو کې د پوځ ویاند ميجر جنرل احمد شريف چوهدري، د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل: «د روان میلادي کال په ترڅ کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر مټ ۱۳۰۰۰ عمليات شوي دي.»

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ولې ناکامه ده؟

په ۲۰۱۴م کال کې د پېښور پر يوه ښوونځي «آرمي پبلک سکول» باندې تر بريد وروسته په يوه خوله د ترهګرۍ د له منځه وړلو له پاره د «نيشنل ايکشن پلان» په نوم يوه طرحه اعلان شوه. خو د لسو کلونو په تېريدو سره هم دا عملي شوې نه ده.

په ۲۰۱۸م کال کې خو قبايلي سيمې د خيبرپښتونخوا ايالت سره يوځای کړل شوې، خو په دغه سيمو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو، د کار او روزګار د زمينې برابرولو او د پراختيايي پروژو له پاره د بودجې د ځانګړي کولو ژمنه عملي نه شوه.

آرشيف انځور: په پېښور کې چاودنه
يوازې په روانه ميلادي میاشت کې په پېښور کې د پوليسو ۱۱ مرکزونه په نخښه کړای شوي دي.انځور: Fahad Pervez/PPI Photo/Newscom/IMAGO

د قبايلي سیمو د امنيتي ځواکونو او پوليسو د ظرفيت لوړولو او د ترهګرۍ سره د مبارزې د وړتياو د لوړولو او هغوی ته د وسايلو د ورکړې له پاره هيڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

د قبایلي ولسواليو ډېر اوسيدونکي له افغانستان سره پر تجارت تکیه کوي، خو د حکومت د تګلارو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ څلور سترې لارې يعني تورخم، خرلاچي، انګور اډه او غلام خان اکثره وخت بندې وې چې له وجې یې د دغو سيمو د خلکو اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او هغوی بې روزګاره کيږي. 

د همدې بې روزګارۍ څخه کړيدونکي ځوانان بيا ځيني وخت د وسله والو ډلو سره يوځای کيږي. د پاکستان د حکومت د کورني او بهرني سياست بې ثباته تګلارې هم د ترهګرۍ سره د مبارزې او له ګاونډي هېوادونو سره د ښو اړیکو د لارې خنډ دي.

د شواهدو نشتوالی او د پلټنې په برخه کې نيمګړتياوې

قانون پلي کوونکې ادارې په ترهګرۍ کې ښکيل کسان ځينې وخت وهم نيسي خو د ناقصه پلټنو او د شواهدو د نشتوالي له کبله ډېر وخت دغه شکمن کسان بيرته خوشې کيږي.

په محکمو کې د ترهګرۍ اړوند په لسونو قضيې روانې دي. د دې قضيو له پاره د پولیسو، ترهګرۍ ضد ادارې او څارنوالانو يوه ګډه کمیټه رامنځته کړل شوې ده چې د قضيو د نوعيت او شواهدو په تړاو دا محاکمې ارزوي.

مشهور وکيل نعمان محب کاکاخيل وايي: «د شواهدو کمښت او په پلټنو کې سهوې د دې باعث کيږي چې په ځينو قضيو کې نیول شوي کسان يو څه سهولت ترلاسه کوي، خو قضيه ختمیږي نه او کله چې د محاکمې په ترڅ کې ثبوت ترلاسه شي نو بيا دغه کس يا کسان بيرته راغوښتل کيږي.»

پاکستان: د پښتنو د احتجاجونو ترشا څه دي؟

کاکاخيل، وايي چې په اکثرو بريدونو کې ځانمرګی بريدګر هم وژل کیږي او په دې ډول قضيو کې د نامعلومو کسانو پر وړاندې شکايت ثبت کیږي. نوموړی د پلټونکو پوليس افسران کمښت هم په دې ترڅ کې يوه ستونزه بولي.

د سولې له پاره د خلکو سړکونو ته راوتل

کله چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد د عزم استحکام په نوم د نورو پوځي عملياتو اعلان وکړ، نو خلک سړکونو ته را ووتل او له دې عمليات سره یې مخالفت څرګند کړ.

دا مظاهرين وايي چې تر دې دمخه هم په پښتونخوا کې يو شمير عمليات شوي دي چې پايله یې نه ده لرلې او دا ځل هم دوی اندېښنه لري چې دا عمليات به دوی بې کوره کړي.

مظاهره کوونکي وايي چې دا ډول عمليات د هغوی شخصي ژوند او کاروبار ډېر اغیزمنوي. احتجاج کوونکي په ایالت کې د تیرو عملياتو يادونه کوي او وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې بې کوره شويو کورنيو ته نه هم کوم تاوان ورکړل شوی او نه هم هغوی بيرته خپلو سيمو ته د ستنېدو اجازه لري.

ب. ص/ ن. ز (فريدالله خان، پېښور)