1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران استازی: له طالبانو سره ډېره استخباراتي همکاري لرو

۱۴۰۲ شهریور ۸, چهارشنبه

د ایران یوه پارلماني پلاوي افغانستان ته د سفر او له طالب چارواکو سره تر خبرو وروسته د دوه اړخیزو استخباراتي همکاریو اعلان وکړ او ویې ویل چې دې همکارۍ په مشهد کې د داعش د یوه برید مخه هم نیولې ده.

https://p.dw.com/p/4Vkkg
Iran | Pressekonferenz der Taliban-Delegation in Teheran
انځور: Fars

تېره اوونۍ د ایران حکومت یوه پارلماني پلاوي افغانستان ته دوه ورځنی سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د رئيس الوزرا د مرستیال، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د کورنیو چارو د وزیر او د طالبانو د استخباراتو د مرستیال په ګډون له یو شمېر طالب چارواکو سره وکتل.

د ایران حکومت د اسلامي شورا استازي او د دغه پلاوي یوه غړي محمود نبویان له ایراني خبري اژانس مهر سره په مرکه کې ویلي دي چې یوه مهمه ناسته یې د طالبانو د استخباراتو له مرستیال سره وه، چې پکې پر استخباراتي اړیکو خبرې وسولې.

نبویان د طالبانو د استخباراتو د مرستیال له قوله ویلې دي: «ایران او افغانستان د ترهګرو د تګ راتګ په اړه په تېره بیا د سرحدي پولو په اوږدو کښې ډېر اطلاعات تبادله کوی او داعش غوښتل چې په مشهد کښې د شاه چراغ ترڅنګ یو بل ترهګریز برید هم ترسره کړی. خو د معلوماتو په تبادله سره چې دا زموږ او افغان چارواکو ترمنځ ترسره سوي، موږ وتوانیدلو چې د دښمن دغه پلان شنډ کړو.»

نبویان د طالبانو د دغه چارواکې له قوله ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد ګڼ عملیات هم ترسره سوي او تر سلو زیات داعشیان پکې وژل سوي او د طالبانو په زندانونو کې زیات شمېر بندیان د داعش ډلې غړي دي.

د دواړو خواوو ترمنځ د ښو اړیکو په اړه له دغو څرګندونو سره سره، د ایران له خوا د هلمند سیند د اوبو د حقابې پر سر د دواړو لورو ترمنځ  ستونزي هم رامنځ ته سوي دي.

نبویان وویل چې د ایراني چارواکو یوې ډلې له بیلابیلو ځایونو څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د ایران سره نیږدي سرحدي پولو ته د رسیدو له پاره ډیرې اوبه نشته: «په افغانستان کې د کجکي بند زموږ له پولې ۷۰۰ کیلومتره واټن لري، په دې سيمه کې وچکالي ده او اوبه دومره ډیري نه دي چې د ایران پولو ته و رسېږي. له دې سره هم مهاله افغان چارواکو ویلي دي چې موږ ته د طالبانو د مشر له خوا امر سوی چې دا موضوع وڅېړو او د حقابې په اړه د ایران نظر باید خوندي وساتل سي.»

دهلمند په یوشمیر سيمو کې وچکالي ده او اوبه دومره ډیري نه دي چې د ایران پولو ته و رسېږي
دهلمند په یوشمیر سيمو کې وچکالي ده او اوبه دومره ډیري نه دي چې د ایران پولو ته و رسېږيانځور: Tasnim

د ایران د پارلمان دغه غړي وویل چې په دغه سفر کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر زیاتوالي هم خبرې وسولې او « افغانستان د بندیزونو د لیرې کولو له پاره ښه لاره دا ده چې موږ به و کولای سو هغه توکي او محصولات وارد کړو چې موږ یې غواړو.»

درې ورځې وړاندې دطالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ول چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي له ایراني پلاوي سره کتلي او پر امنیتي مسایلو، تجارت، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د قاچاق پر مخنیوي، د سرحدونو د ساتنې او د امنیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

په دې اعلاميه کې د اميرخان متقي له خولې ويل سوي: «په هېواد کې ټوليز امنيت تامين سوى او امنيتي ځواکونه توانېدلي دي چې د داعش وسله وال له منځه يوسي او دا امنيت نه يوازې د افغانستان په ګټه دى، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه هم دی.»

اوږدمهاله ګډون یا لنډ مهاله ګټې؟

که څه هم د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر ايران هم د طالبانو اداره په رسميت نه ده پېژندلې، خو د دغې ډلې له خوا د واک تر لاسه کولو وروسته، دواړه لوري نیږدې اړيکې لري او ايران په دغه هيواد کې د افغانستان سياسي نمايندګي طالبانو ته سپارلې ده.

افغانستان | طالبانو واک ته د خپل راتګ دوهمه کلیزه ولمانځل
افغانستان | طالبانو واک ته د خپل راتګ دوهمه کلیزه ولمانځلانځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل، ایران، په ځانګړې توګه د سپاه پاسداران انقلاب ځواک له دې ډلې سره د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وخته استخباراتي اړیکې لري.

سعيدي وويل: «اوس هم په کابل کې د ايران سفير، ډيپلوماتان او يو شمېر کارکوونکي د ایران د انقلابي ګارډ غړي دي، د طالبانو او سپاه پاسداران ترمنځ اړيکې له کلونو راهيسې روانې دي.»

له دې سره سره سعیدي په دې باور دی چېایران او طالبان لنډمهاله ګټېلري: «د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې په هر اړخیزه توګه پرمخ نه ځي او د دوی اوږدمهاله ګټې له یو بل سره موافقي نه دي، ځکه چې طالبان امريکا ته نيږدې دي او ايران د امريکا دښمن دی او هڅه کوي له یو بل څخه ګټه واخلي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، سره له دې چې ایران او طالبان اوږدمهاله ګډې ګټې نه لري، خو د داعش ترهګرې ډلې ګواښ د دواړو هېوادونو نږدې اړیکې جوړې کړې دي.

فرهادي دویچه ویله ته وویل: «طالبان او ایران یو دښمن لري، هغه داعش دی.» داعش له ۲۰۱۶م کال راهیسې په افغانستان کې پر شیعه ګانو باندي بریدونه کوي او اوس د طالبانو دښمنان هم دي چې تر دي وړاندي یې د بلخ والي چې د طالبانو لخوا ګمارل سوي وو وواژه.

د فرهادي په وینا، ایران اندېښمن دی چې د داعش غړي به د افغان مهاجرو په نوم ایران ته ننوځي او ترهګریز بریدونه به وکړي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

محمداسحق اکرمی/ صفت الله ذاهدي