1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په افغانستان کي د داعش له شتونه اندېښنه لري

۱۴۰۲ تیر ۳۰, جمعه

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې وروستیو کي په خپلو خبرو کي ویلي دي چي د ایران او سوريې څخه د داعش تکړه مشران افغانستان ته لېږدېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4UELp
ايران په دې وروستیو کي ویلي دي چي د ایران او سوريې څخه د داعش تکړه مشران افغانستان ته لېږدېدلي دي.
آرشيف انځور: د داعش بیرغانځور: NewDocs

شنوونکي وايي، د داعش شتون د افغانستان او ګاونډیانو په ځانګړي ډول د ایران له پاره سرخوږی دی.

د ایران د باندنیو چارو وزیر د ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کي ویلي دي چي په افغانستان کي، چي هر بدولون راځي، د ایران پر امنیت هم اغېز کوي. دا په داسي حال کي ده چي طالبان وايي، په افغانستان کي يې داعش ډله له منځه وړې ده.

زموږ فېسبوک پاڼه

د ایران د باندنیو چارو وزیر په دې وروستیو کي ایسنا خبري اژانس ته ویلي دي: «دا خبره نن هرچاته معلومه ده چي په دې میاشت کي د داعش تکړه جنګیالي له عراق، سوريې او لیبیا له ځینو برخو څخه افغانستان ته د ننه منتقل سوي او دا اتفاقا د افغانستان د اوسنیو واکدارانو پر وړاندي یو لوی ګواښ دی.»

عبداللهیان په دې مرکه کي ویلي دي چي افغانستان او ایران ۹۰۰ کیلو متره ګډه پوله لري: «نوځکه هر بدلون چي په افغانستان کي راځي پر موږ اغېز کوي، سرحدي سیمو ته څېرمه زموږ د ولایتونو پر ټولنیزو شرایطو تاثیر کوي.»

د ایران د باندنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان
د ایران د باندنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان انځور: Laurent Gillieron/KEYSTONE/picture alliance

شننوونکي وايي چي داعش کولای سي د افغانستان او ګاونډیانو په ځانګړي ډول د ایران له پاره سرخوږی سي. د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي دویچه ویله ته وویل: «دا معلومه خبره ده چي داعش د اهل تشیع سره جوړ نه دی او بریدونه پر کوي چي دا د ایران له پاره یو ګواښ دی.»

اړوند: آیا امریکا به پر طالبانو مالي مرستې بندې کړي؟

د پوځي چارو کار پوه نثار احمد شېرزی وايي، نه یوازي داعش بلکي د ده په خبره ۲۳ نوري تروریسټي ډلي هم په افغانستان کي سته او فعالیت لري، دغه ډلي د افغانستان د ګاونډیانو د هغې جملې څخه ایران ته ګواښ دی.

شېرزی وايي: «دغه ډلي کولای سي چي ټولو ګاونډیو او د سیمي هیوادونو ته ګواښ سي او یقینا داعش او نوري تروریسټي ډلي د ایران له پاره خطرناکي اوسي.»

د ایران د باندنیو چارو وزیر داسي مهال خپله اندېښنه څرګندوي چي طالبانو په وار وار ډاډ ورکړی دی چي هیڅ تروریستی ډله نه سي کولای د افغانستان له خاوري ګاونډیو هیوادونو ته خطر پېښ کړي.

اړوند: ایران: د افغانستان د حل لاره د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي

د نظامي چارو یوبل کارپوه احمد خان اندړ دویچه ویله ته وویل چي ایران له امریکا متحده ایالاتو سره په سیالۍ کي دی او د ایران د باندنیو چارو وزیر دغه څرګندوني د امریکا د ولسمشر جو بایدن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کي د داعش موضوع رامنځته کړې ده.

زموږ یوټیوب پاڼه

دی وايي: «ایران هڅه کوي د امریکا متحده ایالاتو سره د سیالۍ پرمهال زموږ په هیواد پسي وچ او بې مسؤولیته تبلغات خپاره کړي.»

د جولای میاشتي په لومړیو کي جو بایدن ضمیني ویلي ول چي طالبان په افغانستان کي له القاعده سره مبارزه کوي، طالبانو هم د جو بایدن د یادو څرګندونو هرکلی کړی او په بیانیه کي يې ویلی ول چي وسله والي ډلي په دغه هیواد کي نه سته.

افغانستان/ یو طالب وسله وال
افغانستان/ یو طالب وسله وال انځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

له هغه وروسته چي طالبان بیا د واک پر ګدۍ کښېنستلي، نو یو شمېر پوځي عملیات يې په کابل او ډېرو ولایتونو کي کړي او ویلي يې دي چي په دې عملیاتو کي يې د داعش ډله له منځه وړې ده.

اړوند: د آلمان د استخباراتو رئيس په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري

طالباناو تل ادعا کړې ده چي داعش ډله يې ماته کړې او دغه ډله نه سي کولای چي افغانستان او د سیمي هیوادونو ته ګواښ متوجه کړي.

په دې وروستیو کي په بلخ او بدخشان ولایتونو کي د طالبانو پر دوو والیانو ځانمرګي بریدونه وسول او ووژل سول. د دواړو بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان ډلي ومانه.

زموږ له ارشیف څخه: 

په افغانستان کې پر شعیه مذهبو خونړي بریدونو څوک کوي؟