1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د یوې میاشتي په ترڅ کې اوبه خوشي کړئ

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د هلمند سیند د اوبو حق يا «حق ابې» پر سر د ایران د حکومت او طالبانو تر منځ د ترینګلتیا او لفظي شخړې له زیاتېدو وروسته،کابل کې د ایران سفارت مشر ایران ته د اوبو د خوشي کیدو او اکمالاتو په برخه کې یوه میاشته مهلت ټاکلی.

https://p.dw.com/p/4Rcuj
د هلمند لقب د ایران او افغانستان ترمنځ د تاریخي شخړې نوی پړاو
د هلمند لقب د ایران او افغانستان ترمنځ د تاریخي شخړې نوی پړاوانځور: Wakil Kohsar/AFP

د هلمند سیند د اوبو حق يا «حق ابې» پر سر د ایران د حکومت  او طالبانو تر منځ د ترینګلتیا او لفظي شخړې له زیاتېدو وروسته، په کابل کې د ایران سفارت مشر او د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ابراهیم ریئسي ځانګرې استازی ایران ته د اوبو د خوشي کیدو او اکمالاتو په برخه کې یوه میاشته مهلت ټاکلی.

حسن کاظمی قمي په یوه ټلویزیونی مرکه  کې وویل: »د اوبو په نه شتون کې موږ بحث نه لرو، خو که چېرې اوبه وي، دا د خلکو حق دی چې باید ورکړل شي.»

هغه، چې د سپاه پاسداران يا د ايران د انقلابي ساتونکو د قدس ځواک له پخوانیو قوماندانانو څخه دی، ټينګار وکړ چې د اوبو حق ایران ته باید د یوې میاشتي په ترڅ کې عملي شي.

کاظمي قمي څرګنده نه کړه چې که داسې ونه شي نو ایران به څه وکړي؟

ایران ته د طالبانو ځواب: دومره اوبه نشته چې ایران ته ورسیږي

د هلمند سیند د اوبو پر سر د شخړو نوی پړاو څو ورځې وړاندې د ایران د حکومت د ولسمشر په يوې وینا سره پیل شو. رئیسي د پنجشنبې په ورځ سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان واکمنانو ته "ډیر جدي اخطار" ورکړ چې ژر تر ژره دي د هلمند د اوبو حق دې سیمې ته ورکړي.

 د ایران د حکومت د مشر دغه څرګندونې سمدستي د کابل د واکمنانو له توند غبرګون سره مخ شوې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه اعلاميه کې يې د ایران  له چارواکو غوښتي، چې لومړى د هلمند د سيند د اوبو د وضعيت په اړه خپل "معلومات" بشپړ کړي او بیا دي په مناسبو ټکو کې خپله غوښتنه وکړي.طالبانو ته د ايران ګواښ: مخکي تر دې چي ناوخته سي د کجکي بند اوبه ایله کړئ

د ایران  او افغانستان د وروستیو لفظي شخړو په غبرګون کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ پخواني ویاند جنرال مبین یوه داسي ویډیو پر خواله رسنیو کې لاس پر لاس کیږي چې هغه ویډیو کې د اوبو سطل د ایران ولسمشر ته ورکوي او په تمسخر ډول غواړي ابراهیم ریئسي ته ووایې چې موږ اوبه نه لرو.

د هلمند د سیند د وچیدو او د اوبو د کمښت په اړه د طالبانو د څرګندونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې "د اوبو د شتون یا نه شتون تخنیکي معیار او هدفي لیدنه ده، نه سیاسي بیان".

حسین امیرعبدالهیان په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي چې په تېرو میاشتو کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا متقي سره یې په وار وار خبري کړې څو »د هلمند د سیند په تړاو شوي تړون پر وړاند دې خپل مسئولیتونه ادا کړي،

او تخنیکي پلاوي ته دې ددې امکانات برابر کړي څو د اوبو د مقدار څخه لیدنه وکړي، دا هغه څه دي چې دوی ندي ترسره کړي.«