1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د اوبو پر موضوع به د ايران او طالبانو اړيکې ترينګلې شي؟

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

د ايران د باندنيو چارو وزير خبرداری ورکړی ؤ چې که پر اوبو د ايران د حق موضوع په جديت حل نشي، نو د دواړو ګاونډیو هيوادونو پر همکارۍ به هم منفي اغېز وشيندي.

https://p.dw.com/p/4EuNS
Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm
آرشيف انځور ـ کمال خان باندانځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

د ايران د باندنيو چارو د وزارت په اعلاميه کي راغلي دي چي د ولسمشر په دستور باندي د ايران د باندنيو چارو وزير عبداللهيان د طالبانو د حکومت له سرپرست خارجه وزير امير خان متقي سره تليفوني خبري کړي دي.

په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي عبداللهيان د طالبانو سرپرست خارجه وزير ته وويل چي د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت د خلکو او استازو ورڅخه د اوبو په تړاو جدي غوښتنه کړېده. زياته شوې چي ايراني وزير د طالبانو سرپرست وزير ته وويل چي «که په اوبو کي د ايران د حق موضوع په چټکتيا او جديت حل نشي، نو دغه موضوع به د دواړو هيوادونو پر هر اړخيزو همکاريو منفي اغېز وشيندي.»

د ايران خارجه وزير په يادو تليفوني خبرو کي زياته کړېده چي د ايران خصوصي سکتور په افغانستان کي په پانګه اچونه کي لېوالتيا لري. د هغه په وينا د ايران حکومت د افغانستان په خصوصي سيکتور کي د ايران د خصوصي سکتور د پانګونې ملاتړ کوي او انتظار لري چي طالبان به په دغه ساحه کي فعاليتونو ته توجه وکړي او د ايرانۍ پانګونې ملاتړ وکړي.

طالبانو د امير خان متقي او د ايران د خارجه وزير تر منځ د تليفوني خبرو په هکله څه نه دي ويلي او نه يې هم د خبرو جزيات خپاره کړي دي. خو د ايران د باندنيو چارو د وزارت په اعلاميه کي راغلي دي چي د طالبانو سرپرست خارجه وزير د ايران او افغانستان تر منځ اړيکي ورورګلوي بللي دي.

د ايران د خارجه وزارت په اعلاميه کي د امير خان متقي له خولې راغليچې «موږ په اوبو کي د ايران حق ته ژمن يو. کله چي اوبه وي، نو د ايران پر لور به يې خوشي کړو.»

د ايران خارجه وزارت وړانديز کړی دی چي دواړه هيوادونه دي يو فني او عملياتي مشترکه ډله جوړه کړي چي د پولې پر دواړو اړخونو د هلمند سيند د بهير څارنه وکړي او په دواړو اړخونو کې د خلکو د زيانمنېدو مخه ونيسي.

د هلمند د رود د اوبو په هکله د افغانستان او ايران تر منځ د تړون له مخي ايران د هلمند له سيند څخه د ۸۲۰ ملیون متر مکعب په اندازه کلنۍ برخه لري. د باران او د فصلونو په موسم کي مقدار متفاوت کيدلای شي.

افغانستان د هلمند سيند پر اوبو باندي د کمال خان بند جوړ کړ. د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دغه پروژې د افتتاح پر وخت ويلي ول چي له ايران څخه به د اوبو په بدل کي نفت وغواړي. د غني دغې وينا په ايران کي غبرګونونه راوپارول او ايران پر افغانستان ږغ وکړ چي په ۱۳۵۱ کال لاسليک شوی د اوبو تړون عملي کړي.

په افغانستان کي د طالبانو پر واک راتلو وروسته ايران هيله لرله چي د اوبو په ډګر کي به د افغانستان په سياست کي بدلون راشي. خو د ايران چارواکي وايي چي تر اوسه پوري يې د افغانستان په ياده پاليسي کي کوم تغير نه دی ليدلی.

ش.ا./ا.ا./ا.خ.ح.