1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

په خان يونس کې د ۷۰ کسانو د وژل کيدو ادعا

۱۴۰۳ مرداد ۲, سه‌شنبه

په غزه کې د حماس ډلې د روغتيا وزارت ويلي دي چې د غزې د جنوبي ښار خان يونس په مرکز کې د اسرائيل د پوځ عملیاتو۷۰ کسان وژلي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي. اسرائيل تر اوسه د دې شميرو په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/4icT4
د خان يونس ښار يوه برخه تر هوايي بريد وروسته
د فرانسې خبري آژانس په حواله د اسرائيل له پوځ څخه چې کله د دې شميرو په اړه وپوښتل شول نو هیڅ تبصره یې ونه کړه.انځور: Abdel Kareem Hana/AP Photo/picture alliance

په زرونو فلسطينيان د اسرائيل پوځ د خان يونس سيمو د موقتي تخلیې د لارښوونې په تعقيب د غزې له دې جنوبي سيمو څخه وتلي چې د المساوي بشري ساحه هم پکې شامله ده.

د اسرائيل پوځ ويلي ول چې له دې سيمه څخه د راکټي بريدونو د راکمولو په موخه به لاس په کار شي چې د روان میلادي کال په پېل کې د درنې جگړې شاهد وو.

دا تازه پېښه تر هغه يو څو ورځې وروسته شوې چې د غزې د روغتيا وزارت ويلي ول چې په المساوي ساحه کې يوه بريد هغه مهال ۹۲ کسان ووژل; کله چې اسرائيل د حماس يو قوماندان په نخښه کاوه.

د غزې د مدني دفاع آژانس ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ په غزه ښار کې لږ تر لږه ۱۲ کسان او څلور د جباليا په مهاجر کمپ کې وژل شوي دي.

اسرائیل د حماس ډلې چې پر اسرائيل او امريکا متحده ایالاتو سربیره يو شمیر نورو هېوادونو هم د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده، د له منځه وړولو هوډ څرګند کړی دی او غزې تړانګې په بېلا بېلو سيمو کې یې چې مخکې له وسله والو پاکې بلل کيدلې، شديد پوځي عمليات پيل کړي دي.

د المساوي پر بشري ساحه بريد

د المساوي د بشري ساحې د تخليه کولو امر تر هغه دوې میاشتې وروسته ورکړل شو چې د اسرائيل پوځ د فلسطينيانو د خونديتوب په موخه هغوی ته لارښوونه وکړه چې دغه ساحې ته پناه يوسي.

په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت ويلي دي چې په خان يونس سيمه کې د اسرائيل د بريدونو له کبله چې سهار وختي پېل شوي، تر اوسه ۷۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د اسرائيل له پوځ څخه چې کله د دې شميرو په اړه وپوښتل شول نو هیڅ تبصره یې ونه کړه.

خو پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې جنګي جټ الوتکو او ټانکونو یې «حمله کړې او په سيمه کې یې ترهګر له منځه وړي دي.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د پوځ له خوا زياته شوې چې ځواکونو په خان يونس ښار کې د «ترهګرو تر ۳۰ ډېرې ترهګریزې زيربناوې» په نخښه کړي دی.

همدا شان زياته شوې چې د اسرائيل جنګي الوتکو د وسلو يو زيرمتون، د څار پوستې، تونلونه د حماس وسله والو نورې زيربناوې هم ويشتلي دي.

د خان يونس بيا ځلي تخليه

له خان يونس څخه چې اوس یو ځل بيا د خلکو د بې ځايه کيدو شاهد دی، فلسطينيان ترې د موټرو، موټر سايکلونو، خرګاډو او پلي له خپلو سامانونو سره د وتلو په حال کې دي.

د ښار يوه اوسيدونکی حسن قدیه، وويل چې زما کورنۍ په وارخطايي له دې ځایه وتښتېدله.

نوموړي د فرانسې تلویزيون ته وویل: «دا څوارلسم که پنځلسم ځل دی چې موږ بې ځایه کيږو. اوس نور بس ده، موږ له لسو مياشتو راهېسې کړيږو.»

نتانياهو تر فشار لاندي دی

د اسرائيل لومړی وزير بنيامن نتانياهو، چې له حماس ډلې سره د اوربند او د يرغمل نيول شويو د آزادولو له پاره د يوه تړون د رامنځته کولو له وجې تر فشار لاندې دی، د دوشنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو پلازمينې واشنګټن ته رسېدلې دی څو د امريکا کانګرس ته وينا وکړي.

نوموړی به د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر جو بایدن، سره وګوري. بایدن پر نتانياهو فشار اچوي چې د غزې په جګړه کې چې پر اسرائيل باندې د اکتوبر پر ۷مه نيټه د فلسطينيانو د وسله والې ډلې حماس له خوا تر بریدونو وروسته پېل شوه، يوه اوربند ته غاړه کېښږدي.

د جون میاشتې په پای کې نتانياهو، ويلي ول چې د جګړې «شديد پړاو» پای ته نږدې شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب