1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

نتنياهو وايي په رفح کې د جګړې د «شديد پړاو» پای نږدې دی

۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبه

د اسرائيل لومړي وزير ويلي دي چې په رفح کې جګړه روانه ده او په داسې حال کې چې له لبنان مېشتې ډلې حزب الله سره شخړه پر پراخيدو ده، ښايي ځيني ځواکونه له غزې څخه شمال ته انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/4hQMK
د اسرائيل لومړی وزير بنيامن نتنياهو
د اسرائيل لومړی وزير بنيامن نتنياهوانځور: Ohad Zwigenberg/AP/dpa/picture alliance

د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، د يکشنبې په ورځ د يوې اوږدې تلویزيوني مرکې په ترڅ کې ويلي دي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې شديده جګړه پر پای ته رسېدو ده.

نتانیاهو، د اسرائيل له ۱۴ کانال سره په خبرو کې د يوه واضح مهال ويش له ورکړې پرته وويل: «د حماس پر وړاندې د جګړې شديد پړاو پر پای ته  رسېدو دی.»

خو نوموړي زياته کړې ده چې دا «د جګړې پای ته د رسېدو په معنی نه ده.»

نتانياهو غواړي ځواکونه شمال ته انتقال کړي

د نتانياهو، په حواله به ښايي اوس په غزه کې لږ ځواک ته اړتيا وي او ځواکونه په لبنان کې د ميشتې ډلېحزب الله چې د ايران له ملاتړه برخمنه ده، سره جګړې ته وزګار وي.

نوموړي د اسرائيل ۱۴ کانال سره په خبرو کې وويل: «موږ به د خپلو ځينو ځواکونو شمال ته د انتقالولو امکانات ولرو او موږ به همداسې وکړو.»

هغه د دې په زياتولو سره چې دا عمليات به د لسګونو زرو بې ځایه شويو اسرائيلیان بيرته خپل کورونو ته د ستنېدو زمينه برابره کړي، وويل چې د دې کار لومړۍ او ځانګړې موخه دفاع ده.

د ایران له ملاتړ څخه برخمنه حزب الله ډلې د تېر کال د اکتوبر د ۷مې نیټې تر بريدونو سملاسي وروسته چې په نتيجه کې یې په غزه کې جګړه پېل شوه، پر اسرائيل باندې بريدونه پېل کړل.

اسرائيل او حزب الله له هغه وخت راهېسې کابو هره ورځ له يو بل سره نښتې کړي دي. په دې وروستیو اونيو کې نښتو زرو اخيستی دی او د يوې جګړې ويره یې ډېره کړې دي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

نتانياهو، ويلي دي چي تمه لري چې ښايي کړکېچ ته به يو ديپلوماتيک حل وموندل شي، خو هوډ یې څرګند کړ چې د اړتيا په صورت کې به ستونزه «له بلې لارې حل کړي.» هغه وويل: «موږ په څو جبهو کې جګړه کولی شو او دې ته چمتو هم يو.»

په غزه کې تر جګړې وروسته سيناريو

نتانياهو، دا هم وويل چې دی به هیڅ داسې يوه توافق ته غاړه کښېنږدي چې پر دومداره اوربند راڅرخي. د دومداره اوربند غوښتنه د اوربند د رامنځته کولو د هلو ځلو په ترڅ کې چې اوس د ځنډ ښکار شوي دي، د حماس له اصلي غوښتنو څخه يوه ده.

نتانياهو، وويل: «هدف د يرغمل شويو بيرته راستنول او په غزه کې د حماس د رژيم رېښې ايستل دي.»

په غزه کې تر جګړې وروسته حالتونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې نتانياهو، وويل دا «واضح» ده چې اسرائيل به «په وړاندوينې وړ راتلونکي کې هلته پوځي کنترول» ولري.

هغه وويل چې «موږ غواړو د امکان په صورت کې د سيمه ایزو فلسطينيانو يوه ملکي اداره جوړه کړو» چې د منطقې له ملاتړه هم برخمن وي څو یې لارې «غزې تراډې ته د بشري مرستو رسول تنظيم کړل شي او بيا وروسته په سيمه کې ملکي معاملات هم.»

د نتانياهو د جګړ د کابينې چې اوس منحل شوې ده، دوه غړي يعني د پوځ پخواني مشر بيني ګانتز، او ګادي ايزنکوت، د رواني میاشتې په پای کې تر جګړې وروسته وخت له پاره د يوه پلان د نه شتون له کبله له حکومته ووتل.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP)