1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل او حماس جګړه: په خان يونس سيمه کې د اسرائيل عملیات

۱۴۰۲ آذر ۱۴, سه‌شنبه

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې د غزې تراډې په جنوب کې د خان يونس ښار په شا او خوا کې د حماس ډلې پر ضد عمليات کوي. ملګرو ملتونو ويلي دي چې په غزې تراډه کې نور د تېښتې ځای نشته.

https://p.dw.com/p/4ZoQN
آرشيف انځور: د غزې تراډې د خان يونس سيمه
آرشيف انځور: د غزې تراډې د خان يونس سيمهانځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance

د اسرائيل رسنیو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د دغه هيواد پوځي عمليات د غزې تراډې په جنوب کې د خان يونس تر سيمې رسېدلي دي.

د «ټايمز آف اسرائيل» په نوم ورځپاڼې د فلسطيني سرچينو له قوله خبر ورکړی دی چې د اسرائيل ځواکونو تېره شپه په خان يونس ښار کې اهداف په نخښه کړي دي.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د اسرائيل پوځ د حماس ډلې چې د امريکا متحده ایالاتو، اروپا او آلمان په ګډون ځينو نورو هېوادونو له خوا د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده، سنګرونه په نخښه کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د دوشنبې په ورځ په خان يونس سيمه کې زغروال موټر او بلدوزرونه ليدل شوي دي.

م.م: په غزه کې د ملکيانو له پاره «خوندي ساحه» امکان نه لري

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په غزې تراډه کې د ملکیانو له پاره «په اصطلاح د خوندي ساحې» رامنځته کولو امکان نه شته چې دغه ملکيان پکې د اسرائيل د بمبارۍ پر وخت پناه واخلي.

د اسرائيل پوځ له ملکيانو غوښتنه کړې ده چې د غزې د سويل ځيني برخې هم تخليه کړي او د جګړې څخه د ځان ژغورنې په موخه دې ټاکل شويو خوندي ساحونو ته مخه کړي.

خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يا «يونيسف» مشر جيمز ايلدر له قاهرې څخه د ويډيويي تماس له لارې په ژنيو کې خبريالانو ته وويل چې دا ډول خوندي ساحې «نه علمي دي او نه منطقي او امکان یې هم نشته او زما په آند چارواکي هم په دې پوهیږي.»

نوموړي وویل: «خوندي ساحه هغه ځای دی چېرې چې سړی د خوړو، اوبو، درملو او پناه شرايط تضمين کولی شي. ما پخپله ليدلي دي چې دا په بشپړه توګه نشته.»

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اچ او) هم خبرداری ورکړی دی چې په کلابنده فلسطيني سيمه کې وضعيت د يو ساعت نه بل ته د خرابيدو په حال کې دی.

د قطر امير د غزې په تړاو چوپتيا وغندله

د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني هغه څه غندلي دي چې دی یې په غزه کې د جګړې د دوام په تړاو د نړيوالو «له شرمه ډک» چلند بولي.

په غزه کې د حماس د روغتیا چارواکو ويلي دي چې جګړې تر اوسه د فلسطينيانو په سيمه کې د ۱۵ زره او ۸۰۰ کسانو ژوند اخيستی دی.

نوموړي په دوحه کې د «خليج د همکارۍ شورا» د غونډې پرانيستو پر وخت وويل: «دا د نړیوالې ټولنې له پاره د شرم وړ خبره ده چې څه نا څه دوې مياشتې يې دې ډول د کرکې وړ جنایت ته اجازه ورکړې ده چې په ترڅ کې یې په سيستماتيک ډول بې ګناه ملکيان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، په قصدي توګه وژل کيږي.»

د قطر امیر د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا غږ وکړ چې اسرائيل دې په زور د خبرو اترو میز ته راستون کړي.

د قطر په مرسته او منځګړيتوب د اسرائيل او حماس په دې جګړه کې د يوې اوونۍ اوربند د دې زمينه برابره کړې وه چې حماس يو شمیر یرغمل کسان آزاد کړي. اسرائيل هم په دې ترڅ کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطيني زندانيان آزاد کړل.

دا موقت اوربند د تیرې جمعې په ورځ پای ته ورسېد. له هغه وخت راهېسې اسرائيل بيرته پوځي عمليات پيل کړي دي چې اوس یې د دې عملياتو لمن د غزې تراډې جنوبي برخو ته غځولې ده.

اسرائيل وايې چې د حماس ترهګرې ډلې له منځه وړولو په لټه کی دی. هغه ډله چې د اکتوبر مياشتې پر ۷مه نېټه یې په اسرائيل کې د بريدونو په ترڅ کې د ۱۲۰۰ کسانو د وژلو پړه منلې ده.

د اسرائيل د پوځ په حواله تر اوسه پوري يې په دې جګړه کې تقريباً ۸۰ عسکر وژل شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه: