1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ په امريکا کې په يوه ورځ۳۰۰۰ کسان مړه شوي

۱۳۹۹ آذر ۲۰, پنجشنبه

په امريکا کې د کرونا د قربانيان شمير تر بل هر وخت لوړ شوی دی. په لومړي ځل په ۲۴ ساعتونو کې تر درو زرو زياتو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3mWiX
Italien Mailand Coronavirus Test
انځور: Massimo Alberico/Fotogramma/IPA/ABACA/picture alliance

د بالتيمور د جان کاپکنیز پوهنتون د معلومات په حواله په امريکا متحده ایالاتو کې د چهار شنبې (د دسمبر ۹ نيټه) په ورځ ۳۱۲۴ کسانو د کرونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر اوسه په يوه ورځ کې د قربانيانو تر ټولو لوړ شمير ۲۸۷۹ وو چې يوه اوونۍ تر مخه يعني د دسمبر پر دريمه نيټه ثبت شوې وو.

همدا شان په يوه ورځ د دې ويروس د نويو پېښو شمير تر۲۰۰ زره زيات وو او د چهار شنبې په ورځ ۲۲۱ زره ۲۶۷ نوي کسان په دې ويروس اخته شوي دي. تېره اوونۍ د کرونا د نويو پېښو شمير ۲۲۷ زره ۸۲۸ وو چې دا تر اوسه تر ټولو لوړ شمیر دی.

اړونده موضوع: امريکا کې د بستر شوو کرونا ناروغانو نوی ريکارډ

په ټوله کې د امريکا متحده ایالاتو د کابو ۳۳۰ ميليون نفوس څخه یې کابو ۱۵،۳۹ ميلیون کسان په کرونا اخته شوي دي.

په دغه هيواد کې د وبا له پېل راهیسې په مجموعي ډول ۲۸۹ زره او ۴۰۰ کسان په دغه مرض مړه شوي دي چې دا د بل هر هيواد په پرتله لوړ شمير دی.

د جان هاپکنز پوهنتون انترنت پاڼه په منظم ډول تازه کیږي او د روغتيا د نړيوال سازمان د رسمي ارقامو او معلومات په پرتله یې ارقام دقيق او په چټکه توگه وړاندې کيږي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)