1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په کرونا د اخته کسانو شمېر تر يو ميليون واوښت

۱۳۹۹ آذر ۷, جمعه

په امريکا متحده ایالاتو کي د جان هاپکينز پوهنتون د معلوماتو له مخې په آلمان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمير په ټوليزه توګه تر یو ميليون اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/3lvRV
Deutschland Coronavirus | Laborproben
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

د امريکا جان هاپکينز پوهنتون په آلمان کې په کرونا ويروس د يو میليون او ۴۸۹۸ اخته کسانو او ۱۵ زره ۴۱۳ کسانو د مړیني خبر ورکړی دی. په دې ډول د آلمان هر۸۰يم وگړی په دې ویروس اخته شوی دی.

د امريکا د دغه مرکز معلومات هره ورځ خپريږې، ځکه نو ډير کله د روغتيا سازمان د ارقامو او يا په خپله له اړوند هيواد څخه يې شمير پورته ښودل کيږې. په ځينو مواردو کې ورکړل شوي ارقام اصلاح کيږي.

د آلمان رابرت کوخ انستیتوت هم اعلان کړی دی چي په دغه هيواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمير تر يو میليون اوښتی دی.

د رابرت کوخ انستيتوت د ارقامو له مخې په آلمان کې په کرونا ويروس د اخته کيدلو له کبله ۱۵ زره او ۵۸۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په آلمان کې په تيرو۲۴ ساعتونو کې په دې ويروس اخته ۴۲۶کسان مړه شوي دي چې دا شمير د دې وبا له خپريدلو راهيسې په يوه شپه او ورځ کې تر ټولو لوړ شمير ګڼل شوی دی.

په آلمان کي د کرونا لومړنۍ پيښه د بایرن آيالت په یو شرکت کې په جنوري میاشت کې ثبت شوه. په فبروري مياشت کې دغه ويروس خپور شو او وروسته بيا په ټول آلمان کې په پراخه کچه خپور شو.

په کرونا اخته کسانو شمير په ډيريدلو سره په مارچ مياشت کي په ځينو ایالتونو کي پر ګرزيدو سخت محدودیتونه وضع شول. د محدودیتونو په لګیدلو سره په کرونا د اخته کسانو شمير راکم شو. د اپريل له شلمې نيټې څخه دغه محدودیتونه کرار کرار کم کړل شول. په دوبې کې په کرونا د نويو اخته کسانو شمير کم شو، خو په مني موسم کې بیرته دغه وضعيت بدلون وموند.

د اکتوبر او نوامبر میاشتي په پيل سره د کرونا ناروغانو شمير تر ټولو لوړي کچې ته رسیدلی دی. د رابرت کوخ انستیتوت د روغتيا ادارو د معلوماتو له مخې په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا  ۲۲ زره او ۸۰۴ نوي پيښې ثبت شوي دي.

د جان هاپکینز پوهنتون د ارقامو له مخې په ځينو اروپايي هیوادونو کې د کرونا ثبت شوي ارقام تر يو ميليون اوښتي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب