1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

امريکا کې د بستر شوو کرونا ناروغانو نوی ريکارډ

۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبه

په متحده آيالاتو کې په کوويد-۱۹ د ابتلا او مړينې د نويو ريکارډونو سربېره، څه باندې سل زره تنه روغتون ته انتقال شوي دي. په امریکا کې پر کرونا د ابتلا د پېښو شمېر ۲۱۷ زره ۶۶۴ او د مړو کچه ۲۸۷۹ تنو ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/3mGON
Symbolbild | USA | Coronavirus
انځور: Leila Navidi/Minneapolis Star Tribune/TNS/picture alliance

په متحده آيالاتو کې د جمعې په ورځ پر نوي ډول کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر سل زرو او ۶۶۷ موارد او په دې سره يوې نوې اندېښمنونکې ريکارډ کچې ته ورسېد. دغه خبره د جانز هاپکينز پوهنتون د ارقامو څخه څرګنديږي.

د دې تر څنګ په دغه هېواد کې د ابتلا د پېښو شمېر ۲۱۷ زره ۶۶۴ او د مړو کچه ۲۸۷۹ تنو ته ورسېده چې دا د اوونيو راهيسې د ورځنيو ريکارډونو يو وروستی ريکارډ دی. د کوويډ مرض د دغو ارقامو له مخې روغتونو ته د لېږل شوو ناروغانو شمېرې په ګڼ مېشته کليفورنيا، فلوريدا، نيو يارک او تکزاس آيالتونو کې په زياتېدو دي.

په کليفورنيا کې د بشپړ ټولبند خطر
په متحده آیالاتو کې د کوید ۱۹ د تازه پیښو دغه زياتوالي د کليفورنيا ځينې برخې دې ته اړ ايستلې دي چې تازه ټولبندونه اعلان کړي. د فلوريدا ګورنر يا والي د پنجشنبې په ورځ وويل چې په دغه آيالت کې ښايي د روغتونونو‌ د جدي مراقبت ظرفيت د يو څو اوونيو په ترڅ کې ختم شي.

د کليفورنيا ګورنر ګېوين نيوسوم په روانه اوونۍ کې ويلي وو چې د ۴۰ ميليونه نفوس لرونکی دغه آيالت د دسمبر مياشتې تر نيمايي پورې د بشپړ ټولبند په لور روان دی.

زموږ له آرشیف څخه: