1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا د بل واکسين جواز ته غوښتنليک وړاندي کيږي

۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبه

د امريکا مودرنا شرکت ويلي چې همدا د دوشنبې په ورځ به په امريکا او اروپا کې د کرونا واکسين د عاجل جواز ترلاسه کولو له پاره غوښتنليک وړاندې کړي. د دغه شرکت واکسين د څيړنو په ترڅ کې ډېر مثبت نتایج درلودل.

https://p.dw.com/p/3m1iv
USA Moderna Tests von Corona-Impfstoff
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Porzycki

د امريکا متحده ايالاتو د بايو تکنالوژۍ شرکت مودرنا يوه کارپوه تال زاکس د دوشنبې په ورځ وويل: «موږ په دې آند يوو چې يو ډېر اغیزمن واکسين لرو.» نوموړي له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کې زياته کړه: «موږ په دې باور لرو چې د کرونا وبا په له منځه وړلو کې به ستره ونډه ولرو.»

د جواز د ترلاسه کولو له پاره په ترسره شوې اړونده څېړنه کې د دغه شرکت واکسين د کوويد – ۱۹ پر وړاندې ۹۴،۱ سلنه اغیزمنتوب ښوولی دی. ياد واکسين د کرونا ناروغۍ د پيچلو پړاونو مخه نيولې او هیڅ جانبي عوارض یې نه دي موندل شوي.

په دې توگه به دغه واکسين په امريکا کې دويم واکسين وي چې عاجل جواز یې ترلاسه کړی وي. سيالانو یې بيونتيک او فايزر لا د نومبر پر۲۰ نیټه د خپل واکسين له پاره د جواز ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده او تمه لري چې د دسمبر مياشتې په منځ کې ورته جواز ورکړل شي.

د امريکا د خوراک او درملو ادارې کميسيون به د دسمبر پر ۱۷ نیټه سره وگوري او د مودرنا د واکسين په اړه به ترسره شوې څيړنې و ارزوي او خپلې سپارښتنې به شريکې کړي. د بيونتيک او فايرز شرکت د واکسين په اړه بيا سلامشورې د دسمبر میاشتې پر لسمه نيته ترسره کړي.

اړونده موضوع:آلمان د دسمبر تر نيمايي پورې د کرونا ضد واکسين د تائيد تمه لري

په اروپا کې د درملو د اروپايي آژانس له خوا د دواړو واکسينونو د جواز پروسه په چټکۍ سره روانه ده. مودرنا هم غواړي چې همدا د دوشنبې په ورځ د درملو اروپايي آژانس ته د جواز له پاره مراجعه وکړي.

د مودرنا او د سيال شرکت بيونتيک او فايرز واکسين د امريکا د روغتيا ادارې ايف ډي ای غوښتنه چې وایي يو واکسين د جواز د ترلاسه کولو له پاره لږ تر لږه ۵۰ سلنه اغیزمنتوب ته اړتيا لري، پوره کوي.

د مودرنا شرکت د واکسينو اغیزمنتوب د نويو څيړنو په حواله ۹۴،۱ سلنه دی چې د مخکنيو څيړنو سره چې ۹۴،۵ سلنه موثريت یې ښوولی وو، لږ توپير لري. د مودرنا شرکت د کارپوه زاکس په حواله دا د پام وړ ستر توپير نه دی. د څېړنو په حواله د بيونتيک او فايرز شرکت واکسين ۹۵ سلنه اغیزمن دي.

اړونده موضوع:په آلمان کې څه وخت د کرونا واکسيناسيون پيليږي؟

د مودرنا شرکت تمه لري چې د واکسينو تر جواز سملاسي وروسته به په امريکا کې په واکسيناسيون لاس پورې کړای شي. ويل شوي چې د دې شرکت واکسين د بيونيتک د واکسین په مقابل کې لوژستيکي گټې هم لري ځکه چې دا واکسين د ساتنې له پاره د حرارت ډېر ټيټې درجې ته اړتيا نه لري او په آسانۍ سره انتقاليدلی شي.

اروپايي ټولنې د مودرنا شرکت سره لا دمخه د ۱۶۰ ميليونو دوزو د ترلاسه کولو تړون لاسليک کړی دی. امریکا متحده ایالاتو بيا له دغه شرکت سره د ۱،۵ میليارده ډالرو په ارزښت د کابو ۱۰۰ میليونه دوزه د ترلاسه کولو تړون کړی دی. دغه شرکت غواړي چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې ۲۰ میليون دوزه د امريکا په اختيار کې ورکړي.

زموږ له آرشيف څخه: