1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځني ختيځ کي د کړکېچ په اړه په امنيت شورا کي اندېښنې

۱۴۰۳ مرداد ۱۱, پنجشنبه

د ملگرو ملتو د امنیت شورا ډیریو غړو په تهران کي د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه، تر وژل کیدو وروسته چي اسرائیل ته نسبت ورکول کیږي، په منځني ختیځ کي د احتمالي کړکېچ د زیاتیدو په هکله اندېښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4izOo
په نيويارک کې د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د ناستې يو انځور
بايدن په غزه کې د سولې لپاره وړانديز وړاندې کړیانځور: Eskinder Debeb/UN/dpa/picture alliance

ډېرو هیوادونو چي چین، روسيه او الجزایر هم پکښې شامل دي، د چهارشنبې په ورځ د هنیه وژل کیدل په مستقیم ډول وغندل. د ایران سفیر امیر سعید ایرواني، غوښتنه وکړه چي امنیت شورا دي سمدستي په داسي تدابیرو لاس پوري کړي، څو «اسرائیل د دغه تجاوزي عمل له پاره مسؤل وبلل سي.» په ملگرو ملتونو کي د الجزایر سفیر پر اسرائیل تور ولگاوه چي په منځني ختیځ کي د سولې هڅي سبوتاژ کوي.

د اسرائیل چارواکو تر اوسه پوري په رسمي ډول په دغه پیښه کي د لاس لرلو او د هنیه د «ترور» د تور په هکله کوم غبرگون نه دی ښودلی.

د ايران او حماس  د معلوماتو له مخي، اسماعیل هنیه د چهارشنبې په شپه د اسرائیل په یوه برید کي په تهران کي ووژل سو. تر دغه خبر څو ساعته مخکي د اسرائیل پوځ ويلي ول چي په لبنان کي یې د حزب الله یو لوړ پوړی پوځي قوماندان فواد شکر، چي اسرائیل یې د گولان  په لوړو کي د شنبې په ورځ خونړي برید باندي تورنوي، وژلی دی.

په امنیت شورا کي ډیرو هیوادونو په سیمه کي چيري چي اسرائيل او حماس همدا اوس په جګړه کي دي، د کړکېچ د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرگنده کړه. په ملگرو ملتو کي د فرانسې د استازي دایمي مرستیالي ناتالي برودهورست، په سیمه کي د کړکیچ د مخنیوي له پاره د«لا ډیر مسئولیت او زغم غوښتنه کړې ده.»

د امریکا متحده ایالاتو د سفیر استازي رابرت ووډ، وویل چي دا به ښه وي چي د وروستیو پیښو د اغیزو په هکله اټکلونه و نه کړو. د یوې لویې جگړې رامنځته کیدل نه نیژدې دي او نه به یې هم مخنیوی وسي. د هغه اسرائیلی  سيال یوناتان میلر، وايي چي «موږ به د ټولو اسرائيليانو د دفاع له پاره خپل فعالیت ته دوام ورکړو.»

هغه د ايران له خوا د دغو ډلو ملاتړ ته په اشارې سره وويل چې حماس، حزب الله او حوثي  ملیشې د «مار د سر» په مرسته د دې توان لري چي «زهر وشیندي».

د ملگرو ملتونو امنیت شورا تر بېړنۍ غونډي لږ مخکي، د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو گوتیریش، د خپل ویاند له خوا اعلان وکړ چي په ایران او لبنان کي بریدونه یو «خطرناک  کړکیچ» دی.

GP/NZ/AG