1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائيل د ګولان پر غونډيو بريد ته د غبرګون په اړه غور کوي

۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبه

د اسرائيل امنیتي کابينې پر دې باندي بحث کړی دی، چې څرنګه د ګولان پر غونډيو بريد ته ځواب وويل شي. په دغه بريد کې ۱۲ کسان ووژل شوي دي. په دې منځ کې د ترکیې ولسمشر اسرائيل ته د «داخليدو» خبره هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/4iqxw
د ګولان په غونډيو کې د اسرائيلو د پوځ يوه الوتکه
زياته شوې ده چې د کابينې غړيو لومړي وزير بنيامين نتانياهو، او د دفاع وزير ته اختيار ورکړی دی چې د حزب الله ترهګرۍ ډلې پر وړاندې د غبرګون د نوعيت او وخت په اړه پریکړه وکړي.انځور: Ayal Margolin/JINI via XinHua/dpa/picture alliance

د اسرائيل د لومړي وزير دفتر د يکشنبې په ورځ وويل چې د اسرائيل امنيتي کابینې سره ليدلي، څو د اسرائيل له خوا د ګولان په اشغال شويو غونډيو کې پر خونړي بريد د غبرګون په تړاو چې ۱۲ ځوانان پکې وژل شوي، بحث وکړي.

د لومړي وزير د دفتر له خوا ویل شوي دي چې «د امنيتي کابينې غونډه شوې ده.»

زياته شوې ده چې د کابينې غړيو لومړي وزير بنيامين نتانياهو، او د دفاع وزير ته اختيار ورکړی دی چې د حزب الله ترهګرۍ ډلې پر وړاندې د غبرګون د نوعيت او وخت په اړه پریکړه وکړي.

اسرائيل او امريکا متحده ايالاتو پر حزب الله ډلې تور لګولی دی چې دغه بريد يې له لبنان څخه کړی دی. د ايران له ملاتړه برخمنې دغې ډلې په دې بريد کې لاس درلودل رد کړي دي.

د شنبې په ورځ دې بريد کې د دروز عربانو يو کلی هدف ګرځېدلی دی او يو شمير ماشومان یې وژلي دي. د اسرائيل سملاسي غبرګون په هماغه شپه په لبنان کې د اهدافو په نخښه کول وو خو د يکشنې په ورځ امنیتي کابینې د شخړې د پراخیدو په اړه د نړيوالو پر خبرداريو سربیره د نورو اقداماتو کولو لارښوونه وکړه.

ستارمر د اوربند پر لور د «سملاسي ګامونو» غږ کړی

د بريتانيا د لومړي وزير کيېر ستارمر، د دفتر په حواله نوموړي په پاريس کې د اسرائيل له جمهور رئيس، اسحاق هرڅوګ، سره وليدل.

د يوې اعلاميې په حواله نوموړي ټینګار کړی دی چې «د اسرائيل له ځان څخه د نړيوالو قوانینو سره د سمون لرونکې دفاع په ترڅ کې به د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي.«

خو نوموړي ويلي دي چې د «اوربند پر لور بايد سملاسي ګامونه پورته شي، څو يرغمل نيول شوي آزاد کړای شي او هغو کسانو ته چې ډېره اړتيا ورته لري، بشري مرستې ورسولی شي.»

اردوغان اسرائيل ته د «داخليدو» ګواښ کړی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د يکشنبې په ماښام وويل چې ترکیه اسرائيل ته پر داخليدو غور کولی شي لکه په نورو هېوادونو کې یې چې دا کار کړی دی. خو نوموړي د دې ګام څرنګوالی مشخص نه کړ.

نوموړي د ترکیې د دفاعي صنعت په اړه وينا پر مهال وويل: «موږ باید ډېر پياوړي واوسو څو اسرائيل له فلسطين سره دا ډول د خندا وړ کارونه ونه کړای شي. لکه موږ چې قره باغ ته داخل شو، لکه ليبيا ته چې داخل شو، موږ ښايي همدا کار له دوی سره [اسرائيل] سره هم وکړو.»

نوموړي د دې تلویزيوني وينا په ترڅ کې وويل: «هیڅ دليل نشته چې موږ ولې دا کار ونه کړو... موږ بايد پياوړي واوسو څو وکولای شو دا اقدام وکړو.»

اردوغان د اکتوبر د ۷مې نیټې تر مخه هم د منځني ختیځ د دغو دوو هېوادونو يو بل ته د نږدې کولو پر هڅو سربیره هم تل پر اسرائيل باندې په غزه کې د عملياتو له کبله په څرګند ډول نیوکې کولې. 

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

له دې مداخلو څخه چې اردوغان ورته اشاره وکړه، سړی ډېر نه پوهيږي چې د نوموړي دا تبصره په څه معنا ده.

په ۲۰۲۰م کال کې د ترکیې پوځي پرسونل په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت پيژندل شوي ملي يووالي له حکومت څخه د ملاتړ په موخه هلته مستقر کړل شوی وو.

د ناګورنو قره باغ، په تړاو انقرې تر مخه لا په اذربايجان کې د خپل متحده له خوا په دغه سيمه کې چې د ارمنيانو د نژادي لږکۍ له خوا کنتروليده، په مداخله کې د لاس لرلو خبره رد کړې وه.

خو تېر کال ترکیې وويل چې هڅه کوي د «ټولو لارو» چې پوځي روزنې او د پوځ عصر کول به هم پکې شامل وي، له اذربايجان سره مرسته وکړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP, EFE, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل