1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا په غزه کې د اوربند په تړاو د امريکا ملاتړ وکړ

۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غزه کې د اوربند د پلان په تړاو د امريکا د پریکړه ليک په ملاتړ رایې کارولې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم اسرائيل ته سفر کړی دی څو د دې وړاندیز له پاره حمايت ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4gtav
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غزه کې د اوربند د پلان په تړاو د امريکا د پریکړه ليک په ملاتړ رایې کارولې ده
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غزه کې د اوربند د پلان په تړاو د امريکا د پریکړه ليک په ملاتړ رایې کارولې دهانځور: Michael M. Santiago/Getty Images

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غزه کې د اوربند د پلان په تړاو د امريکا د پریکړه ليک په ملاتړ رایې کارولې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم اسرائيل ته سفر کړی دی څو د دې وړاندیز له پاره حمايت ترلاسه کړي. 
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اوربند په تړاو د امريکا متحده ایالاتو د پريکړه ليک ملاتړ کړی دی. دا پلان درې پړاونه په نظر کې لري. 
لومړی پړاو په جګړه کې د شپږ اونيو د اوربند او د غزې د استوګنې له سيمو څخه د اسرائيلي عسکرو د وتلو په تړاو دی، څو د دې زمينه برابره شي چې بې ځایه شوي فلسطينيان بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي. 
بشري مرستې باید ډېرې شي او په ورځ کې باید دغه سيمې ته څه نا څه ۶۰۰ لارۍ داخلې شي. په دې منځ کې د حماس وسله واله ډله بايد ښځې، د ډېر عمر او ټپي يرغمل شوي کسان د هغو په سلونو فلسطينيانو په بدل کې باید آزاد کړي چې په اسرائيل کې بنديان دي.
په دويم پړاو کې د اسرائيل د نارينه عسکرو په ګډون په غزه کې ساتل شوي ټول يرغمل شوي بايد آزاد شي، په داسې حال چې د اسرائيل عسکر بايد له ټولې غزې تړانګې څخه ووځي. 
د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایدن، په خبره په ايډيال حالت کې په دې پړاو کې موقتي اوربند بايد په دوامدار بدل شي.
بالاخره په دريم او وروستي پړاو کې د نړيوالو په مرسته د غزې د بيارغونې يو پراخ پلان بايد پېل شي، په داسې حال کې چې په غزه کې د وژل شويو برمته کسانو جسدونه هم بايد وسپارل شي. 
حماس ويلي له منځګرو سره همکارۍ ته چمتو دی
د فلسطينيانو وسله والې ډلې حماس د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دې پريکړه ليک څخه چې امريکا وړاندې کړی وو، هرکلی کړی دی او ويلي يې دي چې د دې پلان په عملي کولو کې له منځګړو سره همکارۍ ته چمتو دی.
په يوه اعلاميه کې حماس ويلي دي چې «د امنيت شورا د پريکړه ليک هرکلی کوي او غواړي چې د دې قواعدو د عمل کولو په تړاو له خپلو منځګړو ورونو سره د نیغ په نيغه مذاکراتو په هکله پر خپل چمتووالي ټینګار وکړي.»
د حماس ډلې ويلي دي چې د هغو شرطونو په پلي کولو کې به همکارۍ وکړي «چې زموږ د خلکو او زموږ د مقاومت له غوښتنو سره سمون ولري.»
د حماس وسله واله ډله د يو شمیر هېوادونو له خوا چې امريکا، اسرائيل او اروپایي ټولنه هم پکې شامله ده، د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده. 
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، په دې منځ کې د دوشنبې په ماښام په يوروشلم کې د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامين نتانياهو، سره ليدلي څو د اوربند د دې وړاندیز په اړه د نوموړي ملاتړ ترلاسه شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په حواله بلېنکن په غزه کې «تر شخړې وروسته» پلان پر اهميت د ټینګار په ترڅ کې «پر دې هم تاکيد وکړ چې دا وړاندیز به د اسرائيل د شمالي سرحد د آرامېدو او د سيمې له هېوادونو سره د لا ډېر پيوستون زمينه هم برابره کړي.»
بلېنکن به د خپل سفر په ترڅ کې مصر ته هم ولاړ شي. 
«موږ سولې ته رایه ورکړې ده»
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې لندا توماس – ګرينفيلد، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د پريکړه ليک تر تصویبېدو وروسته وويل: «نن موږ د دې شخړې په اړه څلورم پريکړه ليک تصويب کړ. په څلورم ځل موږ خپل نظر څرګند کړ او روښانه مو کړه چې يوازنۍ لاره چې د تشدد دا حلقه له منځه وړلی شي او پایداره سوله رامنځته کولی شي، سياسي جوړ جاړی دی.»
د هغې په وينا، دا به د دې اطمنان په ترلاسه کولو پورې اړه ولري چې اسرائيل نور «د يوې ترهګرې ډلې» لکه حماس تر «سيوري لاندې ژوند ونه کړي او تل خپل امنيت ته د ګواښونو پر وخت د ځان د دفاع حق ولري.»
خو هغې وويل چې دا د دوو دولتونو د حللارې پر لوري په ترسره شوي پرمختګ پورې هم اړه لري. 
ګرينفيلډ، وويل: «نن موږ د دوو دولتونو نظريې په تړاو پر خپله ژمنتيا هم ټینګار وکړ چې په ترڅ کې به یې اسرائيليان او فلسطينيان د خوندي او پيژندل شويو پولو په درلودلو سره چې پر نړيوالو قوانينو برابرې او د ملګرو ملتونو د پريکړه ليکونو اړوند وي، د يو بل په څنګ کې په سوله کې ژوند وکړي او چېرې چې د فلسطينيانو يوه بيا احيا او اصلاح شوې اداره يوه متحده غزه تراډه او لویدیځه غاړه اداره کړي.»
نوموړې زياته کړه: «دا هغه راتلونکی دی چې موږ یې په راتلو کې بايد مرسته وکړو او دا د اوربند له هغه پريکړه ليک سره پيليږي چې نن د امنيت شورا تصويب کړ. دا شورا په واضح توګه پر حماس غږ کوي چې هغه ومني. موږ نن د سولې له پاره رایې ورکړې ده.» 
اروپايي اتحادیې د پريکړه ليک د عملي کولو غوښتنه کړې
اروپايي اتحادیې په غزه کې د اوربند د وړاندیز په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تازه پريکړه ليک هرکلی کړی دی او د دې د «سملاسي عملي کيدو» غږ یې کړی دی.  
اروپايي اتحایې د يوه اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي: «اروپايي اتحاديه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۷۳۵ نمره پريکړه ليک د تصویبېدو هرکلی کوي او د می پر ۳۱مه نيټې د اعلان شوي اوربند د وړاندیز ملاتړ کوي.»
په اعلاميه کې زياته شوې: «اروپايي اتحاديه چمتو ده چې د پایدارې او تلپاتې سولې له پاره چې د دوو دولتونو پر حللاره ولاړه وي، په يوه سياسي پروسه کې ونډه ولري او د غزې د بيارغونې د همغږي شويو نړيوالو هلو ځلو په برخه کې مرستې ته هم.»
يو شمير نورو هېوادونو لکه مصر او بريتانیا هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دې پريکړه ليک د تصويبېدو هرکلی کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل