1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د حوثیانو پر مرکزونو د اسرائیل برید ته د ایران غبرګون

۱۴۰۳ تیر ۳۱, یکشنبه

ایران په یمن کې پر حدیده بندر د اسرائیلو برید غندلی او په سیمه کې د کړکیچ د پراخیدو خبرداری یې ورکړی دی. پر حدیده بندر تر برید څو ساعته وروسته اسرائیلي ځواکونو په لبنان کې د حزب الله پر سنګرونو هم برید وکړ.

https://p.dw.com/p/4iYOj
Sprecher des iranischen Außenministeriums, Nasser Kanani
کنعاني په سیمه کې د روانو تشنجونو اصلي ریښه «د غزې د بې دفاع خلکو د هر اړخیزې محاصرې او وژنې په دوام» کې ګڼيانځور: Rouzbeh Fouladi/ZUMA Press Wire/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یمن کې د حدیده بندر پر تاسیساتو د اسرائیل برید وغانده او د کړکیچ پراخیدو خطر«د اسرائیل د خطرناکې ماجراجویې په پایله کې په سیمه کې د جګړې اور له پراخیدو» څخه خبرداری ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په سیمه کې د روانو تشنجونو اصلي ریښه «د غزې د بې دفاع خلکو د هر اړخیزې محاصرې او وژنې په دوام» کې ګڼي. کنعاني ګواښ وکړ تر څو چې «په فلسطین کې تجاوزونه، په ځانګړي توګه د غزې په تړانګه کې دوام لري، سیمې ته به ارامتیا ستنه نه شي.»

د اسرائیل پوځ د شنبې (د جولای میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ پر تل ابیب، د حوثیانو تر برید یوه ورځ وروسته د سرې بحیرې په حدیده بندر کې د «حوثیانو تروریستي رژیم پر پوځي اهدافو» د خپل هیواد د جنګي الوتکو د برید خبر ورکړ.

په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه برید په تیرو میاشتو کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو له خوا پر اسرائیلو د ترسره شوو سلګونو بریدونو ځواب وو.

تنانیاهو: د ایراني وسلو ځای په نخښه شوی

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تر برید سمدستي وروسته وویل چې د حدیده بندر چې د اسرائیلي جنګي الوتکو له خوا په نخښه کړای شو په یمن کې د حوثیانو له پاره د «ایراني وسلو» د واردیدو ځای وو.

نتانیاهو وویل: «هر څوک چې غواړي منځنی ختیځ په امن او ثبات کې وويني، باید د ایران د شر اچونې د محور په مقابل کې ودریږي.»

Große Feuersäule nach Luftangriffen auf Hodeida
د اسرائیل هوایي ځواکونو په حدیده کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړلانځور: ANSARULLAH MEDIA CENTRE/AFP

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یسرائیل کاتس د ایکس شبکې په یوه پيغام کې ویلي: «ایران د مار سر دی او اوس یې باید مخه ونیول شي.»

کاتس یو وار بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران پر وړاندې دې «حد اکثر او فلج کوونکي بندیزونه» وضع کړي.

حوثیانو ته نږدې المسیره تلویزوني شبکې د ادارو د څرګندونو په استناد رپوټ ورکړی دی چې پر حدیده بندر د اسرائیل په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان دي.

په لبنان کې د حزب الله پر سنګرونو د اسرائیل برید

اسرائیلي پوځ د یمن پر حدیده بندر تر برید څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې حزب الله د شنبې په ورځ ۴۵ توغندي د اسرائیل په شمال کې د ګولان یا جولان پر لوړو توغولي دي.

اسرائیلي پوځ ویلي دي چې یو شمیر توغندي یې خنثی کړي دي، خو د یو شمیر نورو توغندیو د لګیدو له امله اور لګیدنه رامنځته شوې ده. د رپوټونو په حواله پر اسرائیل د حزب الله توغندیزو بریدونو ځاني تلفات نه درلودل.

خو اسرائیل هم د حزب الله بریدونه بې ځوابه نه دي پريښي. په لبنان کې د المیادين شبکې د شنبې (د جولای میاشتې ۲۰ نیټه) په ماښام د لبنان په سویل کې د عدلون ښارګوټي په اطرافو کې د اسرائیل د هوایي بریدونو خبر ورکړ. نوموړې شبکې د دغو بریدونو په پایله کې د اوښتو ځاني او مالي تاوانونو په اړه رپوټ نه دی ورکړی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب