1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: يو پوليس افسر او دوه پاکستاني طالبان وژل شوي

۱۴۰۲ اسفند ۸, سه‌شنبه

په پاکستان کې ځايي پوليسو ويلي دي چې د دغه هيواد په شمال لوېديځ کې د وسله والو پر يوه پټنځای باندي په عملياتو کې د پوليسو يو افسر او دوه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4cvPh
 KP police
انځور: KPPolice

اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د یوه چارواکي هدایت الله له قوله لیکلي دي، چې نښته د سې شنبې په ورځ سهار وختي په مردان سیمه کې رامنځته شوې او دوه پوليس نور ټپيان شوي هم دي.

د پولیسو دغې مقام د وژل شوي پولیس افسر نوم اعجاز خان ښودلی، چې د دغو عملیاتو مشري یې کوله. هدایت الله د وژل شویو وسله والو په اړه ډېر جزئیات ور نه کړل او ویې ویل چې په دې اړه د پولیسو افسران څېړنې کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په خبر کې راغلي دي، چې د پاکستاني طالبانو دغه دوه وژل شوي غړي پر امنیتي ځواکونو باندي د شاوخوا ۲۰ بریدونو له امله د پولیسو تر تعقیب لاندې ول او د دوی په اړه د هر ډول معلوماتو ورکولو له پاره، چې د دوی د نیولو لامل کېده، نغدي انعام هم ټاکل شوی و.

پاکستاني طالبان، چې هر وخت د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، په دې اړه سملاسي تبصره نه ده کړې. پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي له افغان طالبانو، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو او ناټو له وتلو وروسته یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، جدا ډله ګڼل کېږي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب