1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

رپوټ: په پاکستان کې په ۲۰۲۳م کال کې ډېر بريدونه شوي

۱۴۰۲ دی ۱۲, سه‌شنبه

د پاکستان د شخړو او امنيت د مطالعاتو انستيتويت په حواله پاکستان وايي په ۲۰۲۳ کال کې ېو ځل بیا د ډېرو حملو شاهد وو. دغه انستيتويت وايي چې په دغو حملو کې د مړينو ارقام ۸۱ او د ټپيانو ۶۲ سلنې ته لوړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/4amzL
 PICSS واييي اورپکو تېرکال په پاکستان کې ۶۴۵ بريدونه کړي چې په کې ۹۷۶ تنه وژل شوي او ۱۳۵۴ تنه نور ټپيان شوي دي
PICSS واييي اورپکو تېرکال په پاکستان کې ۶۴۵ بريدونه کړي چې په کې ۹۷۶ تنه وژل شوي او ۱۳۵۴ تنه نور ټپيان شوي ديانځور: Ghani Kakar/DW

د پاکستان د  شخړو او امنيت د مطالعاتو انستيتوت (PICSS) له خوا د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱مه نيټه) خپاره شوي ارقام ښيي چې اورپکو تېرکال په پاکستان کې ۶۴۵ بريدونه کړي چې په کې ۹۷۶ تنه وژل شوي او ۱۳۵۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر دې یو کال مخکې په ۲۰۲۲م کې په پاکستان کې ټولټال ۳۸۰ بريدونه شوي ول چې په کې ۵۳۹ تنه وژل شوي او ۸۳۹ نور ټپيان شوي ول.    

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انستيتوت وايي چې دغه تفاوت ښيي چې تېرکال د اورپکو له خوا په ترسره شوو برېدونو کې تقریباً ۷۰ سلنه ډېر والی راغلی او دا په تېره څه باندې نیمه لسیزه کې پاکستان له پاره تر ټولو خونړی کال ول.

په رپوټ کې په پاکستان کې د حملو د ډېرېدو موضوع له افغانستان سره هم تړل شوې او ويل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنېدو راهېسې، په پاکستان کې تاوتریخوالي مخ په ډېريدونکي توګه ادامه لري.

په رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۳م کال د اکثرو بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی
په رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۳م کال د اکثرو بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی انځور: PPI/Zuma/picture alliance

پي آی سي اس اس وايي د تېر کال په جريان کې د پاکستان د امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې په سلونو پلان شوي بريدونه شنډ کړي. دغه انستيتويت وایي که چېرته د هغوی دغه هڅې نه وی د مرګ ژوبلې ارقام به نور هم لوړ ول.

د اکثرو بريدونو مسئوليت پاکستاني طالبانو منلی دی. دا د افغانستان طالبانو څخه یوه جلا ډله ده. پاکستان ادعا کوي چې اورپکې په افغانستان کې له پاکستان سره په سرحدي علاقو کې پټنځایونه لري او خپل بریدونه له هماغو ځایونو تنظیموی، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعاوې تل رد کړي دي.

طالب چارواکو په کراتو وېلي چې پاکستان باید د خپلې خاورې امنیت په خپله ونیسي او د امنیت په ټینګښت کې دې د خپلو نيمګړتیاو مسئولیت پر افغانستان نه وراچوي.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل