1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: په ۴۸ ساعتونو کې وسله والو ۴ بریدونه کړي دي

۱۴۰۲ آبان ۱۵, دوشنبه

په تیرو درو ورځو کې د پاکستان په درو ایالتونو کې د وسله والو په بریدونو کې ۱۷ امنیتي ځواکونه او ۵ تنه عام وګړي وژل شوي دي. یوه پاکستاني چارواکي ادعا کړې چې په ۱۰ وژل شوو وسله والو کې ۶ تنو یې افغاني تذکرې درلودلې.

https://p.dw.com/p/4YRJH
Pakistan I Anschlag auf Polizeiwache
انځور: Ikram Suri/AP/picture alliance

د امنیتي سرچینو په حواله تیره ورځ د خیبر پښتونخواپه ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ کې وسله والو یو بل برید وکړ چې ځاني زیان یي نه درلود، خو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو دا څلورم برید دی چې ترسره شو.

د پولیسو په حواله تیره شپه وسله والو له درنو وسلو سره په ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ. د پولیس او وسله والو ترمنځ نږدې یو نیم ساعت د ډزو تبادله روانه وه، خو بالاخره وسله وال تیښتې ته اړ شوي دي. په دې پيښه کې یو تن پولیس ټپي شوی دی.

 پولیس وایي چې د پيښې ځای یې محاصره کړی دی او د شکمنو بریدګرو پسې لټون روان دی. په تیرو درو ورځو کې ترهګرو د پاکستان په خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې لوی بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې ۱۷ تنه امنیتي سرتیري او ۵ عام وګړي وژل شوي او د پولیسو په شمول شاوخوا ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي. پولیسو په ځوابي بریدونو کې د ۱۰ تنو وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

«په بریدونو کې دوه ګاونډي هیوادونه لاس لري»

په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان په مختلفو برخو کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي دي. له دغو تازه پیښو وروسته د بلوچستان سیمه ایز حکومت ادعا کړې ده چې په دغو ترهګریزو بریدونو کې دوه ګاونډي هیوادونه لاس لري، ځکه دوی غواړي پاکستان تر فشار لاندې ونیسي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل پاکستان «له دوو خواو نه» له بریدونو سره مخامخ دی، خو سره له دې هم دوی د حکومت د ترهګرو د ځپلو اراده نه شي کمزوری کولی.

نوموړي ادعا وکړه چې د ژوب په برید کې له ۶ وژل شوو وسله والو څخه امنیتي ځواکونو د افغانستان تذکرې ترلاسه کړې دي. جان اڅکزي تور ولګاوه چې هند په سیمه کې ناامني خپروي او د هندوستان هیواد د «را» په نوم استخباراتي اداره «په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.»

نوموړي د تیرې اونۍ د دوو ترهګریزو بریدونو حوالې په ورکولو سره وویل «موږ وار وار یادونه کړې ده چې په هیواد کې، په ځانګړي توګهبلوچستان کې، په ترسره کیدونکو ترهګریزو بریدونو کې هند لاس لري.»

د اطلاعاتو ایالتي وزیر جان اڅکزي په کاناډا کې د سک بیلتون غوښتونکي سیاستوال وژل کیدو ته په اشارې سره تور ولګوه چې «د هند حکومتي ترهګري تر کاناډا پورې رسیدلې ده. په کاناډا کې د یوه سک وژل کیدو دا ثابته کړه چې هند په پاکستان کې هم په ترهګرۍ کې لاس لري».

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص