1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: پر یوه بس ترهګریز برید کې اته تنه وژل شوي

۱۴۰۲ آذر ۱۲, یکشنبه

د چین سرحدي پولې ته نږدې پر یوه مسافر وړونکي بس د برید په پایله کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي. په افغانستان کې یو وار بیا د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته، په پاکستان کې بریدونه ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Zj0E
Pakistan Imran Khan Verhaftung Ausschreitungen Armee
آرشیف انځور: پاکستان کې پر یوه بس برید کې اته تنه وژل شويانځور: Aamir Qureshi/AFP

دپاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د پولیسو اداره وایي چې د شنبې (د دسمبر میاشتې ۲ نیټه) په ورځ ناوخته یوه ترهګریز برید کې د یوه بس د شپږو تنو نورو مسافرو ترڅنګ د دغه هیواد دوه تنه سرتیري وژل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند غلام عباس د المان خبري آژآنس ته وویل: «په دې برید کې د دوو سرتیرو په ګډون لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي».

دغه مسافر وړونکی بس د قراقورم پر لویه لار چې اسلام آباد د چین له پکینګ ښار سره نښلوي د حرکت په حال کې وو چې تر وسله وال برید لاندې ونیول شو. د قراقورم لویه لار په نړۍ کې یو له تر ټولو لوړې ارتفاع درلودونکو سړکونو څخه شمیرل کیږي.

د رسمي سرچینو د معلوماتو په اساس دغه برید د شنبې په ورځ د سیمه ایز وخت مطابق د ماښام په ۶ بجو او ۳۰ دقیقو شوی دی. ویل کیږي چې په لومړي سر کې «ترهګرو» پر دې بس ډزې کړي او وروسته دغه مسافر وړونکي بس له یوه باروړونکي نقلیه وسیلې سره جنګیدلی دی.

غلام عباس زیاته کړې ده چې په دې برید کې د بس ۲۶ تنه نور مسافر ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې هیڅ کوم کس یا ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

د ګیلګیت بلتستان وزیر آعلی حاجي ګلبر خان د یوې خبرې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي: «حکومت به تضمین کړي چې په دې برید کې ښکیل ترهګر به مناسبه سزا ويني.»

دغه وروستي برید په پاکستان، په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا په شمال لویدیځ او د بلوچستان په سویل لویدیځو سیمو کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتیدو په لړ کې صورت نیولی دی. دغه دوه سیمې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

تیره میاشت په پنجاب ایالت کې د پاکستان د هوایي ځواکونو پر یوې اډې برید وشو. پاکستاني پوځ اعلان کړی وو چې په بریالیتوب سره یې دغه برید په شا تمبولی وو.

د روان کال په نومبر میاشت کې د مختلفو بریدونو په پایله کې په پاکستان کې لسګونه سرتیري او ملکي خلک وژل شوي دي. د کله راهیسې نه چې طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی.

اسلام آباد افراطي اسلامپاله چې ویل کیږي د افغانستان په سرحدي سیمو کې پټ دي، په پاکستان کې د بمي چاودنو او وسله والو بریدونو مسئول ګڼي، خو په افغانستان کې طالب چارواکو دغه تورونه په پرله پسې ډول رد کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا