د خنځیر ګردې پیوند شوی امریکايي ناروغ ومړ
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۳, یکشنبهامریکايي ریک سلایمن چې ۶۲ کاله عمر یې درلود، د روان کال په مارچ میاشت کې ورته په امریکا کې د خنځیر پښتورګی یا ګرده پیوند شوې وه. دغه امریکايي تر عملیاتو نیږدې دوه میاشتې وروسته اوس مړی شوی دی.
په طبابت کې د ګردې دغه پیوند د انسان په تاریخ کې لومړنی عملیات وو چې پکې انسان ته د خنځیر پښتورګی پیوند شوی وو. د امریکا متحده ایالاتو په ماساچوست ایالت کې د نوموړي ناروغ روغتون ویلي چې د هغه مرګ د ګردې له پیوند سره اړیکه نه درلوده.
دغه پیچلی عملیات چې پکې د یوه حیوان پښتورګی انسان ته پیوند شوې وه، هغه مهال ډاکټرانو ویلي ول چې د دغه عملیات بریا به په ټوله نړۍ کې د انسان د اعضاوو د کمښت بالقوه ستونزه حل کړي. د نوموړي امریکايي وګړي کورنۍ وايي: «زموږ کورنۍ د ریک له مرګه چې ټول ورسره مینه لري، خپه ده. خو دا چې هغه د ډیری وګړو له پاره د هیلې یوه سرچینه وه، موږ ته د آرامۍ احساس راکوي.»
یادې کورنۍ د روغتون د ډاکټرانو له هڅو په مننې زیاتوي چې د ډاکټرانو دغه اقدام «زموږ کورنۍ ته اووه نورې اونۍ فرصت هم ورکړ چې له کبله یې له ریک سره خاطرات به یې زموږ په ذهنونو او زړونو کې تلپاتې شي.»
په دغو عملیاتو کې ډاکټرانو وکولی شول چې په بریاليتوب سره له خنځیر څخه ترلاسه شوی پښتورګی چې پکې د خوګ جینیتیکي عوامل لیرې او انساني عوامل ورزیات شوي ول، ریک ته پیوند کړي. اوس د نوموړي ډاکټرانو د ریک په مرګ د خفګان په څرګندولو سره ویلي چې «موږ داسې هیڅ نخښې نښانې نه لرو چې د هغه مرګ دې د ګردو له پیوند سره تړلی وي.»
آژانسونه / خ.ح / ا.و.ا