1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په هلمند کې د پښتورګو د درملنې نوی مرکز پرانیستل سو

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

د هلمند په مرکز بست روغتون کې د پښتورګو د درملنې یو نوی مرکز پرانیستل سوی. دغه مرکز کې د پښتورګو د تشخیص، درملنې او هيمودیالیز یا د ناروغ د وینې د چاڼ یا تصفیې کولو برخې موجودې دي.

https://p.dw.com/p/4Ey7t
Shifa-Krankenhaus in Gaza-Stadt
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Faiz

لi دې وړاندې هغه ناروغان چې د پښتورګو له ناروغيو کړېدله د درملنې په موخه به له هېواده بهر پاکستان او یا هم هندوستان ته تلل.

په هلمند ولایت کې د طالبانو د عامي روغتیا مسولان وایې دا دوې پایې ماشینونه چي په ورځ کي د څلورو ناروغانو د ویني تصفیې ظرفیت لري د دوو داخلي موسساتو له خوا د ۳۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت فعاله سوه.

د طالبانو د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید وایې: «له څو کلونو وروسته دې ولایت کې د (د وینې پاکولو) دوې پایې ماشینونه دOPHM او باران داخلي موسساتو په مالي همکارۍ د هلمند ولایت په بُست مرکزي روغتون کې فعاله کړل سوي دې.»

احمد سعید وایې: «دغه فعاله کړل سوي ماشینونه په ورځ کې د څلورو ناروغانو د وینې دتصفیې کولو وړتیا لري.»

د هلمند ولایت اوسیدونکې د یادو طبې ماشینونو دفعاله کیدو له امله خوښ دې او وایې که چیري په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې ورته نور ګامونه هم واخیستل سې دا به ښه وي.

شاولې زیارمل هغه کس چې د یوه پښتورګې درلودونکې دې دویچه ویله ته وویل د ده یو ورور د همدې ناروغۍ د نه ددرملنې له امله ومړ.

هغه وویل: «موږ هره اونۍ به خپل ناروغ کندهار او بیا کویټې ته وړې ترڅو پورې د هغه د پښتورګو وینه پاکه سي، خو د دې ماشین د نه شتون له امله به موږ زرګونه افغانۍ په کرایه او د همدي وینې په پاکیدلو مصرفولې.»

زیارمل وویل: «موږ اوس ډیر خوشحاله یوو چې دغسې ماشینونه دلته فعاله کیږي ترڅو د نورو ناروغانو درملنه پروخت ترسره سې.»

حمدالله چې د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اوسیدونکې دی وایی چي د دې ماشین په فعاله کیدو سره به له دې وروسته نور د فراه، نیمروز او هلمند خلک نه اړ کیږي ترڅو نورو هیوادونو او یا هم مرکز کابل ته ددې ناروغۍ د درملنې او وینې تصفیې یا چاڼ کولو په موخه لاړسې.

هغه وویل: «دا یو ښه کار وسو چې همدلته په هلمند کې د پښتورګو د وینې د ناروغیو د تصفیې ماشینونه فعال سول، دا به په هلمند کې د هغو ناروغانو چې دوي د پښتورګو دوینې تصفیې ته اړتیا لري نو نور به نورو هیوادونو ته نه ځې.»

د پښتورګو ناروغان په یوه اونۍ کې لږ تر لږه درې ځله ډیالیز یا د وينې چاڼ ته اړتيا لريړ چې دغه کار به مخکې زرګونه افغانۍ پری لګیدلې. د پښتورګو ناروغان هغه مهال د ډيالیز ماشين ته اړتیا پیدا کوي چې د دوی پښتورګې په سمه توګه خپل تصفیه د ورځې له لوري ترسره نه کړې.

په افغانستان کې روغتیا پالان وایې چې دغه هیواد په نړۍ کې یو له هغو د ګوتو په شمار هیوادونو څخه دې چې د پښتورګو ناروغان پکې ځکه زښت زیات دې چې ډیري خلک پاکو اوبو او صحې خواړو نه شتون سربیره خلک خود سره درملو زیات استعمال کوي.

دعامې روغتیا وزارت وایې چې افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له تیرو شلو کلونو راهیسې نیږدي اتیا دارنګه نور ماشینونه په خصصوصې او دولتې روغتونونو کې نصب سوي او په هیواد کې د پښتورګو په یادې ناروغۍ اخته کسانو شمیر زیاتوالې له امله ځینو ته وخت نه رسیږي، چې له ګڼو ستونزو کړيږي.

صفت الله زاهدي