1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوه روزنتون کې د ماشوم د پښتورګي ایستلو ادعا څیړل کیږي

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

تر هغه وروسته چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ماشوم انځورونه چې ادعا کیده پښتورګی يې د کابل په یوه روزنتون کې ایستل شوی، لاس په لاس شول، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه څیړنې پیل کړې.

https://p.dw.com/p/3OHIV
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

له دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د داسې یوه ماشوم انځورونه لاس په لاس کېږي چې کواګې یو پښتورګی یې د کابل په روزنتون کې ترې ایستل شوی دی.

د کابل او افغانستان په نورو ښارونو کې په روزنتونونو کې بې سرپرسته، يتيم او ناداره ماشومان ساتل کیږي. د دې ماشوم د انځورونو خپریدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول چې په پایله کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په دې اړه د جدي څیړنو د پیلیدو اعلان وکړ. وزارت روښانه کړې چې تر هر څه دمخه باید دا خبره روښانه شي چې ایا په رښتیا هم د دې ماشوم پښتورګی ایستل شوی دی او که نه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین غلام حیدر جیلاني، که څه هم دغه ادعاوې یوازې آوازې ګڼي، خو وایي چې د موضوع د روښانولو په موخه یې جدي څیړنې پیل کړې دي چې پایلې به یې د افغانستان له خلکو سره شریکې شي.

جیلاني دا خبره تایید کړه چې دوه کاله مخکې د دې هلک یو پښتورګی التهابي شوې وه چې د درملنې له پاره د کابل ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوی وو او بیا په هغه ځای کې شپږ میاشتې بستر هم وو.

هغه دویچه ویله ته وویل: «دا موضوع تر اوسه پورې یوازې یوه ادعا ده. دا ماشوم دوه کاله مخکې ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوی او هلته عملیات شوی وو. له دې روغتون څخه مو رپوټ غوښتی دی او تر هغه وروسته به هم څیړنې دوام ومومي.»

جیلاني دا موضوع د دې وزارت د یو شمیر ګوښه شویو کارکوونکو توطيه بولي او وایي چې ولسمشر غني د روزنتونونو د بد وضعیت له کبله، یو څیړنیز پلاوې وګوماره او بیا یې ځینې اصلاحات رامنځ ته کړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین په خبره د همدې اصلاحاتو په پایله کې ۱۸۰ کسان له کاره ګوښه شو چې اوس دغه شان موضوعګانو ته لمن وهي.

جیلاني وویل: «د زورنتون د یو شمیر کارکوونکو د کم کارۍ له کبله، حکومت یوه اصلاحي برنامه پلي کړه چې په پایله کې یې ۱۸۰ تنه له کاره ګوښه شول. اوس نو دغو کسانو د خپلو شخصي اهدافو له پاره دغه ماشوم قرباني کړی دی.»

هغه ماشوم چې د پښتورګي د ایستل کیدو ادعا یې کیږي، او ویل کیږي چې پلار یې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی، اوس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له کارکوونکو سره دی.

اوس دغه ماشوم د نورو څیړنو په موخه یوه بل رغتون ته لیږدول شوی دی. ماشوم له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ناروغه وم. د روزنتون ډاکټر زه روغتون ته ولیږدولم او پښتورګی مې عملیات شو.»

هغه لا تر اوسه پورې هم نه پوهیږي چې ایا پښتورګی یې ایستل شوی او که نه: «تر اوسه پورې نه پوهیږم چې پښتورګی مې ایستل شوی او که نه.»

د مدني ټولنې غبرګون

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع او یو شمیر مدني فعالانو هم په دې اړه څیړنې پیل کړي دي.

د دې مجتمع مشر عزیز الله رفیعي، په دې اړه وایي چې د  هغوی څیړنې ښيي چې د دې ماشوم پښتورګی په کابل کې ایستل شوی او بیا د روزنتون چارواکو هغه د مزارشریف ښار یوه بل روزنتون ته لیږدول شوی دی.

هغه دویچه ویله ته وویل: «زموږ اطلاعات ښيي چې پښتورګی یې په کابل کې ایستل شوی او له دې کبله چې دغه موضوع افشا نه شي نو بیا دی د مزارشریف ښار روزنتون ته لیږدول شوی. د مزار شریف چارواکي بیا متوجه شوي او هغه یې بیرته کابل ته لیږدولی دی.»

رفیعي وایي چې مزار شریف ته د دې ماشوم لیږدول هغه څه دي چې د دوی پوښتنې یې راپارولي دي.

شکیلا ابراهیم خیل