عرب ليګ ته د ستنيدو له پاره سوریې ته کوم شرائط ټاکل شوي؟
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهد سوریې دیکتاتور بشارالاسد، تر ۱۲ کلنې انزوا وروسته ممکن په ریاض کې د عربي ټولنې د مشرانو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د عربي ټولنې ویاند جمال رشدي د المان خبري اژانس ته وویل، چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې د خپلې غونډې پرمهال پريکړه وکړه چې سوريه په مشروط ډول بيرته دې ټولنې ته راستنه شي.
اړوند مطلب: سوریه د عرب لیګ د غړیتوب څخه محرومه شوه
په ۲۰۱۱ کې د عرب پسرلي په نوم د پرمختګونو په جریان کې چې د دمشق ځواکونو او متحدینو یې د ظالمانه ځپلو پیل وکړ، په سوریه کې پراخ لاریونونه وشول.
د ایران سپاه پاسداران قدس ځواک او دتهران له ملاتړهبرخمنې نیابتي ډلې له لومړۍ ورځې څخه د سوریې ځواکونو سره وې او د روسیې هوایي ځواکونود بشارالاسد د رژیم په بقا کې مهم نقش لرلی.
د سوریې د بېرته راستنیدو لپاره د عربي ټولنې شرطونه
د عرب ليګ غړو هېوادونو له مظاهره چيانو سره د تاوتريخوالي په غبرګون کې د سوريې غړيتوب ځنډولی وو او اوس يې له ١٢ کلونو وروسته په مشروط ډول دغه بنديز لرې کړ.
د نوي اساسي قانون د طرحې او په سوریه کې د ازادو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له مخالفو وسله والو سره د خبرو بیا پیلول د عربي هېوادونو ترمنځ د دمشق د بیا منلو له شرطونو څخه بلل کېږي.
اړوند مطلب: سوریه او سعودي دیپلوماتیکي اړیکي له سره پیلوي
د سوریې حکومت باید د سوریې د کډوالو او بې ځایه شویو د راستنیدو لپاره لاره هواره کړي او د سوریې اتباعو ته بشري مرستې ورسوي او ګاونډیو هیوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیسي.
عربي هېوادونو ژمنه کړې چې د دغو اقداماتو په بدل کې به د سوریې په بیارغونه کې پانګونه وکړي او خپل متحدین به وهڅوي چې له دغه هېواده پوځي ځواکونه وباسي
د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې پرمهال ۱۲ میلیونه سوریایي کډوال
په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د مظاهرو د ځپلو لړۍ پیل شوه، چې دا د یوې خونړۍ او ویجاړونکې کورنۍ جګړې پیل و، چې لا دوام لري.
دغه راز ویل کیږي، چې د سوریې له ۹۰ سلنې څخه زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او زیاته برخه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
اړوند مطلب: «په سوريه کې نږدې نیم میلون انسانان وژل شوي»
د مصر د بهرنیو چارو وزير سمیع شکري، په قاهره کې د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د سوریې د وضعیت په اړه وویل، چې سیاسي حلموافقې ته د رسیدو یوازینۍ لاره ده.
هغه زیاته کړه، چې د بهرنیو هېوادونو مداخلې د سوریې کړکیچ لا پسې سخت کړی دی، خو په وینا یې د سوله یزې حل لارې د موندنې اصلي مسؤلیت د دمشق د رژیم پر غاړه دی.
د بشارالاسد رژیم او متحدین یې اوسمهال د سوریې یوازې ۷۰ سلنه خاوره په واک کې لري.
اسد د عربي ټولنې د مشرانو په راتلونکې غونډه کې؟
عرب ليګ د ٢٢ هېوادونو څخه جوړ دى او د مشرانو بله غونډه به د می میاشتې په ١٩ نېټه په رياض کې جوړه شي. ظاهراً په دې غونډه کې بشارالاسد هم ګډون کوي.
په سعودي پورې اړوندې یوې رسنۍ العربیه د یکشنبې په ورځ د باخبرو سرچینو په حواله اعلان وکړ، چې د سوریې پلاوي اوس کولای شي د عربي ټولنې په غونډو کې ګډون وکړي.
تړوند مطلب: د سوریې د کډوالو له پاره د مرستو د ټولولو هڅه
عرب لیګ ته د سوریې د مشروط بیرته راستنیدو لپاره د زمينې برابرولو لپاره خبرې اترې څو اونۍ تر مخه پیل شوي او اردن او سعودي عربستان په دې کې فعال رول لوبولی دی.
شاوخوا یوه اونۍ مخکې د اردن، مصر، سعودي عربستان او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو له خپلو سوري سیالانو سره وکتل او د سوریې د کړکېچ د هواري پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د دریو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې سعودي عربستان پلان لري، په ریاض کې د عربي ټولنې په راتلونکې سرمشریزه کې بشارالاسد ته په رسمي توګه بلنه ورکړي.
اړوند مطلب: سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ځواکونو پر مقر د امریکا متقابل برېدونه
د فبرورۍ په شپږمه د ترکیې په سویل او د سوریې په شمال کې سختې زلزلې بشار الاسد ته دا فرصت برابر کړ، چې له کلونو انزوا وروسته بیا په نړیواله کچه راڅرګند شي او د عربي هېوادونو له ځینو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
کتونکي په دې باور دي، چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو موافقه چې د چین په منځګړیتوب ممکنه شوه، له دمشق سره به د اړیکو د عادي کولو لپاره لا زیاته زمینه برابره کړي.