1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه او سعودي دیپلوماتیکي اړیکي له سره پیلوي

۱۴۰۲ فروردین ۲۴, پنجشنبه

سوریه او سعودي عربستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په درشل کي گامونه اخلي. په سوریه کي د کورنۍ جګړې راهيسي، د سوریې خارجه وزیر د اول وار له پاره سعودي عربستان ته سفر وکړ.

https://p.dw.com/p/4Q0pf
Symbolbild Saudi Arabien Syrien

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد له خپل سعودي سیال، فیصل بن فرحان سره د خبرو اترو له پاره جدې ته رسیدلی دی.

د اعلامیې له مخي، د دغو خبرو اترو موضوع «د سوریې په بحران کي یوې بشپړي سیاسي حل لاري ته د لاس رسي له پاره د ضروري گامونو اخیستل» دي.

په اعلامیه کي همدارنگه ویل سوي دي چي اصلي هدف په سوریه کي »ملي پخلایني« ته رسیدل دي چي له دمشق سره مرسته کوي تر څو په عربي نړۍ کی خپل دریځ بیرته پیدا کړي.

عربستان او ایران د اړیکو د ښه والي له پاره عملي ګامونه پورته کوي

دواړو وزیرانو همدارنگه دا خبره تائید کړه چي د قونسلي خدماتو د سره پیل کیدو له پاره به ځيني تدابیر ونیول سي. هغوی سربیره پر دې د دواړو هیوادونو ترمنځ د الوتکو د پروازونو د دوباره پیل کیدو په هکله هم خبري کړي دي.

په پام کي ده چي د جمعې په ورځ په جده کي د ۹ عربي هیوادونو د استازو يوه غونډه وشي او په هغه کي به دا بحث وسي چي آیا سوریه به د دې اجازه ولري چي په راتلونکي میاشت کي د عربي اتحادیې په غونډه کي گډون وکړي او که نه.

د سوریې جمهور رئیس بشارلاسد چي په خپل هيواد کي د کورنۍ جګړې له پیل راهیسي تر ډیره منزوي سوی دی، په وروستیو میاشتو کي یې په سیمه کي د خپل ډیپلوماټیک بیرته راتگ هرکلی کړی دی، لکه څنگه چي هغه سږکال د متحده عربي اماراتو هیوادونو او عُمان ته سفر کړی دی.

په بیجینګ کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

سوریې ته د ډیپلوماټیک سفر په هکله د سعودي عربستان اعلامیه فقط څو ساعته تر هغه وروسته خپره سوه چی ایران، ریاض ته له تهران څخه د یوه هیئت له تلو څخه خبر ورکړ. په پام کي ده چي دغه هیئت به په ریاض کي د ایران د سفارت او په جده کی د ایران د قونسلگرۍ د پرانیستلو له پاره تیاری ونیسي.

د چین ولسمشر د عربستان او ایران ترمنځ اړیکو د ښه کېدو هرکلی کړی

دا ډول لیدني کتني ښيي چي د فارس خلیج د حوزې هیوادونه غواړي تر سختو اختلافاتو څو کاله وروسته، خپلي ډیپلوماتیکي اړیکي له سره پیل کړي.

یوه عرب ډیپلومات پر دغو لیدنو کتنو باندي په ټینگار سره د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ایرانیان او سوریایان په عین ورځ په سعودي عربستان کي دي، داسي یوه پیښه چي څو میاشتي مخکي يې تصور لا نه سوای کيدای.»

GP/NZ/AG