1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براهيمي: سوريه د ويجاړېدو په حال کي ده

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د سوریې له پاره د ملګرو ملتو او عرب لیګ ځانګړي استازي لخضر براهیمي، ویلي دي چې سوریه د نړیوالو د سترګو پر وړاندې د ټوټه کیدو په حال کې ده. او په کویټ کې د سوریې له پاره کنفرانس.

https://p.dw.com/p/17TwL

براهیمې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وړاندې د سه شنبې په ورځ وویل چې سوریه د نړیوالو د سترګو پر وړاندې د تکه او پارچه کیدو په حال کې ده.

دیپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې هغه د امنیت شورا ته ویلي دي: «یوازې نړیواله ټولنه کولای شي چې مرسته وکړي. هغه سازمان چې تر ټولو ډیره مرسته کولای شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ده.»

براهیمې د تیرکال د سپتمبر میاشتې راهیسې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړی استازی دی. تر هغه مخکې د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان، دغه دنده پر مخ بیوله خو هغه بیا وروسته استعفا وکړه.

لخضر براهیمې خبریالانو ته ویلي دي چې که هغه په دې خبره باندې پوه شي چې هڅې به یې هیڅکله هم پایلې و نه لري نو دی به دغه دنده پریږدي. خو هغه ټينګار کړی دی چې هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د مرستو راټولو له پاره هڅه

دا په داسې حال کې دی چې په کویټ کې د چهار شنبې په ورځ د سوریې له پاره د ملکي مرستو راټولو یو کنفرانس پیل شو. په دغه کنفرانس کې سوریې ته د بیړنیو مرستو د رسولو په موخه کویټ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو وعده وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، چې په همدې کنفرانس کې یې خبري کولې وویل چې په سوریه کې وضعیت ډیر خراب دی. بان کیمون وویل چې که سوریې ته په وخت مرستې و نه رسیږي نو لا ډیر سوریایان به خپل ژوند له لاسه ورکړي. هغه وویل: «په سوریه کې ناورین روان دی.» ملګري ملتونه په دغه کنفرانس کې د سوریې له پاره د ۱.۵ میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه کوي.

«د امنیت شورا باید د نظر توافق ولري»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې په اړه د نظر اتفاق نه لري. روسیه او چین د سوریې په پر ضد د امریکا او نورو غربي هیوادونو له خوا د وړاندیز شویو پریکړه لیکونو مخه نیسي. براهیمې وویل، هغه فکر نه کوي چې د سوریې موضوع دې پرته له دې چې د امنیت په شورا کې یووالی رامنځته شي کومې پایلې ته ورسیږي.

براهیمې په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې د سوریې د رژیم مخالفینو ادعا کړې ده چې د حلب په ښار کې یې د ۶۵ کسانو مړي موندلي دي. په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې وژل شوي کسان ټول ځوانان ول چې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ یې عمرونه لرل. دې سازمان زیاته کړې ده چې وژل شوي کسان پر سر او غاړه ویشتل شوي دي. د سوریې رژیم او مخالفینو پر یو بل باندي د دغو وژنو تورونه لګولي دي.

په Youtube کې د دغو کسانو یوه ویدیو هم خپره شوې ده چې پکې په یوه سیند کې د هغوی مړي ښوول کیږي. په سوريه کې له ۲۲ میاشتو راهیسې جګړه روانه ده چې د ملګرو ملتو په حواله تر اوسه پورې پکې تر۶۰۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.