1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امريکا په سوريه کې ځوابي هوايي بريدونه کړي

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

یوې ظاهري ایران جوړې شوې بې پیلوټې الوتکې سوریه کې ځینې پوځي تاسیسات په نښه کړي او یو امریکايي قراردادي یې وژلی دی. امریکا د متقابل اقدام پر مهال سوریه کې د ایران سره په اړیکې لرونکو ځواکونو بريد کړی.

https://p.dw.com/p/4PBCL
امریکا، واشنګټن | د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین د امریکا د پوځ له مشر جنرال مارک میلي سره
امریکا، واشنګټن | د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین د امریکا د پوځ له مشر جنرال مارک میلي سرهانځور: Drew Angerer/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې پر ورځ د یوې بې پيلوټه الوتکې برید ته په خپل غبرګون کې، د ایران سره د اړيکي لرونکو ځواکونو پر تاسیساتو څو برېدونه کړي.

د بې پیلوټه الوتکې دغه برید او د امریکا د غچ اخېستنې هوايي برېدونه ښايي په سیمه کې د کړکیچ ختمولو هڅې له خنډ سره مخ کړي.

اړوند مطالب:دمشق: د اسراییلو په راکټي حمله کي پنځه کسان وژل سوي

ددې پیښې په تړاؤ په څه پوهیږو؟

د پنجشنبې په ورځ یوې بې پيلوټه الوتکې چې ګومان کیږي ایرانۍ وه، د سوریې په شمال ختیځ کې د ایتلافي ځواکونو تاسیسات په نښه کړل. په دغه برید کې یو امریکايي قراردادي ووژل شو، یو کارکونکی ټپي او د امریکا د پوځي ځواکونو څو تنه نور هم ټپیان شول. پنټاګون وویل د یوې استخباراتې ارزونې پر بنسټ، دې بې پيلوټه الوتکې ایرانۍ رېښه درلوده.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین وویل: «هوايي بریدونه د نن ورځې بریدونو ته غبرګون ؤ، یو لړ برېدونه چې په وروستیو کې د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اړوند ډلو لخوا سوریه کې پر ایتلافي ځواکونو ترسره شوي ول.»

سوریې او ایران د روژې میاشتې په پيل کې د دغو برېدونو په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د رپوټونو پر بنسټ، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللنهیان، د امریکا تر هوايي بریدونو وروسته د قطر بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي دي
د رپوټونو پر بنسټ، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللنهیان، د امریکا تر هوايي بریدونو وروسته د قطر بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي ديانځور: Murat Gok/AA/picture alliance

په ورته مهال کې، د قطر دولتي خبري آژانس د دغه هېواد بهرنيو چارو د وزير خالد العطیه او د امریکا ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ترمنځ د ټیلفوني خبرو په اړه رپوټ ورکړی.

د رپوټونو له مخې، العطیه د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سره هم خبرې کړي دي.

دوحه له څه مودې راهېسې د ایران د اټومي پروګرام له امله د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ سختېدو د مخنیوي هڅه کوي.

اړوند مطالب:اسرائیل په سوریې کې د ایراني ځواکونو پر سنګرونو برید کړی

د متلاطم خو ستراتیژيکه سیمه

هغه ویډیوګانې چې د جمعې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي، د سوریې په دیرالزور کې چاودنې ښيي چې د عراق پولې ته نیږدې دا یو ستراتیژيک ولایت دی او د نفتو ساحې لري.

د ایران له ملاتړه برخمنې ملیشه يي ډلې او د سوریې ځواکونه دا سیمه کنترولوي. په وروستیو میاشتو کې دا سیمه تر برېدونو لاندې وه چې ګومان کیږي اسراییل دا بریدونه کوي او د ایران اکمالاتي لارې ددې بریدونو موخه وه.

د ایران نیمه پوځي ځواکونه تورن دي چې منځني ختیځ کې یې د بم لږېدونکو بې پيلوټه الوتکو په واسطه  برېدونه کړي دي.

روسیې په وروستیو کې پر اوکرایین بریدونو کې د ایراني الوتکو کارول پیل کړي دي. ایران حاضر نه دی چې ددغسې بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخلي. په همدې حال کې لویدیځو هېوادونو په دې الوتکو کې داسې پرزې موندلي چې ښيي ایران جوړې کړي وي.