1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«که د الکوزي درمل مخدره توکې وپیژندل سې هغه به محاکمه سي»

صفت الله زاهدي
۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي چي که د حکيم الکوزي په درملو کي مخدره مواد تشخيص سي نو هغه به محاکمه سي. ځيني خلک وايي چي د دغو درملو تر استعمال وروسته معتاد سوي دي او اوس يې بايد هره ورځ وخوري. خو الکوزی دا نه مني.

https://p.dw.com/p/46PTa
Medizin Ausstellung in Kabul
انځور: DW/Hussain Sirat

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر دویچه ویله ته وویل چي د حکیم الکوزي د درملو ویش اوس هم پیل سوی او د عامې روغتیا وزارت ورته ټیمونه استولې ترڅو د دي درملو څیړنه وکړي.

هغه وویل درمل یې لابرارتور ته لیږل سوي او وبه کتل سې چې په دي درملو کې څه کارول سوي، هغه دا ومنل چې نوموړی تراوسه د دې درملو جوړیدو او ویش په اړه هیڅ رسمي جواز له عامې روغتیا وزارت څخه نه دی ترلاسه کړی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایې که چیري په یادو درملو کې مخدره توکې کارول سوي وه او په غیری معیاري توګه خلکو ته ورکړل سوي وه نوموړی به سمدستې ونیول سی او محاکمه به کړل سې: «د عامي روغتیا وزارت له لوري ټیمونه جوړ سوي، خو د دوی درمل څېړي. هغه اوس کوم جواز زموږ سره نه لري، تر دی وړاندي یې هم مخه نیول سوې وه، خو تر څو پوري چې درمل نه وي څیړل سوي نه معلومیږي چي څه دي. خو هیڅوک بیله طبی ستندرد څخه حق نه لري چي مخدره توکې خلکو ته ورکړي که یې نتایج مثبت وختل نو دی به محاکمه کړي.»

کرونا: کابل کې د کرونا ضد درمل جوړولو ادعا، خلکو ولې لاریون وکړ؟

حکیم الکوزی چې ځان په افغانستان کې د کرونا ضد درملو جوړیدونکی ښيي، دویچه ویله ته ومنل چي د دغو درملو هیڅ جواز نه لري او زياته يې کړه چې پکښې د تریاکو د بوټو له کوکړیو څخه استفاده کوي.

هغه دا ومنل چې دغه بوټې تر تریاکو خطرناک دي، خو وایې په ټولو درملو کي مخدره توکې کارول کیږي. هغه وایې له تیرو دوو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴،۵ میلیونه انسانانو ته دغه درمل په وړیا توګه ویشلې او خلک د کرونا له ناروغۍ څخه په ښه سوي دي: «ما مخکې هم ویلي ول چې زه په دې دوا جوړیدو کې د کوکنارو غوزیو څخه استفاده کوم هغه تر تریاکو ضرري دي، خو ولي تاوان نه پیښوي ځکه په هره دوا کې ۱۵ فیصده کارول کیږي، ما د طبابت جواز درلود، خو د کرونا ناروغۍ د رسمیت جواز نه اخلم او نه هم عامې روغتیا وزارت ته ورځم، یو نفر هم په دې دوا نه معتاد کیږي زه دا کارنه کوم تر څو پوري خلک پرې معتاد سې.»

Mutierender Coronavirus, Symbolfoto Virus-Mutation
دمګړۍ په افغاانستان کې هم د کرونا پېښې يو ځل بيا ډېرې شوي ديانځور: Christian Ohde/CHROMORANGE/picture alliance

الکوزی ادعا کوي چي درمل یې پر افغانستان سربیره، جرمني، امریکا متحده ايالاتو، متحده عربي اماراتو، بریتانیا او روسیې ته هم لیږلې او خلکو خوړلې چې له دې ناروغۍ څخه پری روغ سوي دي.

په امريکا کې د کرونا ضد دويم درمل راووتل

خو په افغانستان کې یو شمیر کسان چې دغه درمل یې خوړلي ضد او نقیض خبري کوي درویش حدید چې د کابل ولایت اوسیدونکې دی وایې څلور لوڼې او مېرمن یې په کرونا ناروغې مبتلاسوي ول چې کله یې د حاکیم الکوزي درمل ورته وکارول ښه سول.

خو سردارولی چې د هلمند اوسیدونکې دی وایې د دی دوا له خوړلو سره ډېر کسان په اعتیاد اخته سوي او اوس هره ورځ دغه دارو خوري که یې ونه خوري نو هغوی له دردونو کړیږي: «بلې هو زما د کورنۍ پنځه غړي په کرونا اخته ول ما ورکړل ټول سهار ته روغ سول، خو اوس دا درمل په جیب کې ګرځوم او نورو خلکو ته یې هم ویشم، دغه درمل چې هرچا خوړلي د بدن دردونه یې ښه سوي خو وروسته په دې اموخته سوي دي باید هره ورځ یې وخوري، او ځینو کسانو چې د الکوزي درمل وخوړل د ډیر عمر لرونکې کسان هغوی مړه سول دا تاوانونه لري.»

د کوويد-۱۹ په وړاندې حیرانوونکی کشف

هغه له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د دی درملو دویش مخه ونیسې ترڅو په هیواد کې د اعتیاد مخه ونیول سې.

د کندهار د عامې روغتیا پخوانی رئیس ډاکټر محمد طاوس اشرف نادري وايي چي د الکوزي د درملو په  جوړښت  کې نشه یې مواد کارول سوي او په خوړولو سره یې درد او تبه کمېږي او ناروغ د راحت کېدو او د درد نه احساس لامل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت وایې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له پیله تر اوسه ۸۵۱ زره ډېرو کسانو د کرونا معاینات ترسره سوي چې له دې جملې څخه یې تر ۱۶۱زره زیاتو کسانو پایلې مثبتې پېژندل سوې دي، تر اوسه تر ۱۴۶ زرو ډېر کسان رغېدلي او ۷۴۰۰  کسان د یادې ناروغۍ له امله په ټول هیواد کې مړه سوی دي.