1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د کوويد-۱۹ په وړاندې حیرانوونکی کشف

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

په ۲۰۲۰ کال کې لا داسې خبرونه ډېر ول چې د سرطان درمل آپليدين ښايي د کرونا په وړاندې تاثير ولري. اوس په دغو موادو شوې لابراتواري ازموينې د هيلې سرچينه ده: داسې ښکاري چې د دغې دوا پليتي دپسين نومې ماده ډېره اغېزناکه ده.

https://p.dw.com/p/3oZr5
Seescheide Aplidium albicans
انځور: PharmaMar

البيکانس څخه چې يوازې د ايبيزا ټاپو په اوبو کې ژوند او شتون لري، د سرطان ضد دارو درملو تر ناکامې درمنلې او اوس د کوويد-۱۹ تر بالقوه تراپۍ او درمنلې پورې: د هسپانوۍ کمپنۍ فارمامار د اپليدين په نوم دارو درملو ډېر اوږد سفر کړی دی چې ښايي اوس يوې ښې پايلې ته سره ورسيږي.

د ساينس په نوم مجله کې د هيلې وړ پايلې خپرې شوې دي چې له مخې يې دغه دوا د رمديسيوير په پرتله د سارس-کوو-۲ مرض په وړاندې ۲۷ برابره زيات تاثير لري.

د سرطان په درملنه کې ناکامه درمل

پخوا به اپليدين چې اصلي مواد يې پليتي دپسين نوميږي، د دکسامېتازون سره يو ځای د هډوکو د مغزو د يو ډول سرطان په وړاندې استعمالېدل. هغه د اپليديون آبليکانس په نوم له يوه سمندري ژوي څخه جوړيږي. دغه سمندري ژوي د بوټو په څېر ښکاري.

Medikament Aplidin | Plitidepsin | von PharmaMar
دا درمل د سرطان په درملنه کې بريالي نه دي خو د کرونا پر وړاندې ورته هیله مندي پيدا شوېانځور: David Fernandez/Agencia EFE/imago images

 د اپليدين طبيعي ماده ښايي د ويروسونو، سرطاني دانو او د معافيتي سيستم د آرامولو تاثيرات ولري. اپليدين په آستراليا او سويل ختيځې آسيا کې د سرطان په درملنه کې کاريږي. خو د اروپايي ټولنې د دارو درملو ادارې EMA د هغه د رسمي کولو غوښتنليک حتی دوه وارې رد کړی دی، يعنې د ۲۰۱۷ کال په دسمبر او د ۲۰۱۸ کال په مارچ مياشتو کې.

خو په لابراتوار کې د سارس-کوو-۲ يعنې د کرونا له کبله د راټوکېدونکي مرض په وړاندې يې اغېزمنتيا اوس ثابته شوې ده. د ساينس مجلې په مقاله کې د دې توصيه کيږي چې په روغتون کې يې کلينيکي څېړنې اوس وغځول او پراخه کړای شي. اوسني تستونه په لابراتوار کې او په موږکانو باندې په نيويارک، سان فرانسسکو او پاريس کې شوې دي. په دغو تستونو کې وښودل شول چې د دغو موږکانو په سږو کې د ويروس کچه ۹۹ سلنه راټيټه شوه.

هانا فوکس/ن ص/ب ص

زموږ له آرشيف څخه: