1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کابل کې د کرونا ضد درمل جوړولو ادعا، خلکو ولې لاریون وکړ؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د هغه حکیم کلنیک تړلی چې د کرونا ضد د درمل جوړولو ادعا یې کړې.خو خلک او ناروغان په دې اړه څه وايي؟ له کابله د اسماعيل شاکر رپوټ:

https://p.dw.com/p/3d4FS
Coronavirus- COVID-19 - Mikrografie
انځور: picture-alliance/CDC

د یوناني طب یوه حکیم محمد الکوزي ادعا کړې چې د کرونا ضد درمل یې جوړ کړي او له تېرو څو ورځو یې پرې د زرهاوو ناروغانو درملنه کړې.

د یوناني طب په مټ د درمل جوړولو ادعا داسې مهال شوې چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پیښو شمېر ۱۴ زره ۵۲۵ ته لوړ شوی.

ښاغلي الکوزي عامې روغتیا وزارت او د عصري طب ډاکټران ننګولي چې د کرونا ضد جوړ کړي درمل یې په بشپړ ډول اغیزمن او هیڅ جانبي عوارض هم نه لري.

ده وویل:

«له چارواکو غواړم چې راشی په ګډه کار وکړو اوس په افغانستان کې په میلیونونو کسان کرونا نېولي دوی ته زه وایم چې فارمیسیست دې راوله لابراتوار راوړه که یې جانبي عوارض درلودل زه زندان ته هم تیار یم.»

خو عامې روغتیا وزارت پرون په کابل کې ددغه حکیم کلنیک وتاړه او ویلي یې دي چې په خپل سر د کرونا په څېر د نړېوالې وبا ضد درملو د ویش اجازه نه شي ورکولای.

ددغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح خبریالانو ته وویل:

Afghanistan Herat Coronavirus
د یوناني طب یوه حکیم محمد الکوزي ادعا کړې چې د کرونا ضد درمل یې جوړ کړي دی - د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

«عامي روغتیا وزارت د هیڅ کس او بنسټ هغه روغتیايي فعالیت او د روغتیايي محصول ویش ته اجازه نه ورکوي، چې درملیز او یا غیر درملیز محصول یې معتبرو ملي او نړېوالو بنسټونو نه وي تایید کړي.»

ښاغلی مجروح زیاتوي چې د نړۍ په هیڅ برخه کې په یوه شپه واکسین نه اختراع کیږي.

د مجروح پروینا ان هغه درمل چې حکیم الکوزی یې ناروغانو ته ورکوي که سل سلنه باوري هم وي اړینه ده چې عامې روغتیا وزارت او ددغه وزارت له لارې معتبر نړېوال روغتیايي بنسټونه یې باید په اړه نظر ورکړي.

«که چیرې دغه واکسین ډوله مواد اغیزمن وو زه د افغانستان د روغتیايي سکتور د یوه غړي په توګه ډاډ درکوم او ژمنه کوم چې ددې محصول د ثبت او راجستر،  تولید او د کارونې په اړه به ټولې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو او په ملاتړ کې به یې کوتاهي ونه کړو.»

دغه چارواکی پر خلکو غږ کوي ترڅو چې دغه درمل په علمي توګه نه وي تایید شوي نو په اوازو پسې دې زړه نه تړي. 

Medizin Ausstellung in Kabul
«عامي روغتیا وزارت د هیڅ کس او بنسټ هغه روغتیايي فعالیت او د روغتیايي محصول ویش ته اجازه نه ورکوي»انځور: DW/Hussain Sirat

خو د وزارت دا پریکړه د کابل ښار د یوشمېر اوسیدونکو له کلک غبرګون سره مخ شوې او نن یکشنبې  یې(د ۲۰۲۰ میلادي کال د مۍ ۳۱مه) یې په کابل کې لاریون وکړ.

یوه لاریون کونکي وویل:

«د حکیم الکوزي د کلنیک تړل د مافیا فشار دی، افغان ـ جاپان روغتون کې درملنه نشته اوس چې دغه حکیم یې درمل جوړ کړي ولې اجازه نه ورکوي.»

لاریون کونکي د ورځې ترپایه د حکیم الکوزي کلینک مخې ته پاتې شول او لاره یې تړلې وه.

 هاخوا ځینې ناروغان ادعا لري چې ددغه درملو په خوړولو سره یې روغتیا ښه شوې.

 د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې ویاند شیرین خان حبیب دویچه ویله ته وویل، د اختر په شپه یې د کرونا معاینه وکړه چې له بده مرغه پایله یې مثبته وه او تیره ورځ یې د حکیم الکوزي درمل وخوړل.

اسماعيل شاکر

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: