1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

امريکا: د کرونا ضد دويم درمل راووتل

۱۴۰۰ دی ۳, جمعه

د امريکا متحده آيالاتو د خوراکي او دارويي توکو ادارې اف ډي ای د کرونا ويروس ضد دويم درمل منظور کړل. يوه ورځ تر مخه د فايزر شرکت يوه ګولۍ هم بازار ته راوتلې وه.

https://p.dw.com/p/44nrR
Coronavirus | Experimentelles Medikament Molnupiravir
انځور: Merck & Co/REUTERS

د امریکا متحده ايالاتو د خوراکي او دارويي توکو ادارې اف ډي ای د مېرک شرکت د کرونا درملنې دارو د پنجشنبې په ورځ منظور کړل. دا به دويم ډول دوا وي چې د امریکا متحده ايالاتو وګړي يې په کور کې د کورنا د درمنلې له پاره اخيستلی شي.

يوه ورځ تر مخه دغې ادارې د فايزر شرکت يوه دوا هم منظوره کړې وه. د مېرک دغه مولنوپيراوير نومي مواد د ريجبېګ بيوټراپويتيکس شرکت سره په ګډه اختراع شوي چې د ويروس په جنتيکي کوډ کې کوچنۍ تېروتنې راولي او په دې يې مخه نيولی شي.

خو داسې اندېښنې هم راټوکېدلې دي چې دغه دارو ښايي ويروس دې ته هم وهڅوي چې په لا خطرناکو بڼو تغير وخوري. ياد دارو درمل د ويروس هغه برخه په نخښه کوي چې ار ان آی پوليمېراز بلل کيږي او د اوميکرون په ډول کې يې هم ډېر بدلون نه دی موندلی.

دغه منظوره شوې دوا د درمنلې يو بل ساده ډول دی څو د کرونا د پېښو د ډېرېدو په وړاندې مبارزه وشي. د مولنوپيراوير دوا په بريتانيا کې هم منظوره شوې او بازار ته راوتلې ده. هغه په اروپايي ټولنه کې لا تر ارزونې لاندې ده.

مولنوپيراوير د پاکسلوويد په څېر اغېزمنتيا نه لري

د متحده آيالاتو يادې ادارې د مېرک دغه نوې دوا يوازې د لويانو له پاره منظوره کړې ده چې په ابتدايي پړاو کې د کوويد ۱۹ علايم ولري او کومو ته چې د سختې ناروغۍ خطر هم موجود وي. د اف ډي ای په خبره بايد ميندوارې ښځې مولنوپيراوير ونه کاروي. په ښځو او ناريه وو همداراز غږ شوی دی چې د درملنې پر مهال کورنی تنظيم په نظر کې ونيسي.

Neues Corona-Medikament von US-Pharmakonzern Merck
دغه درمل د مېرک شرکت جوړ کړي ديانځور: Seth Wenig/AP/dpa/picture alliance

د اف ډي ای د داروګانو د ارزونې او څېړنې د مرکز مديرې، پاتريڅيا کاواڅوني، وويل چې »مولنوپيراوير داسې حالاتو ته بايد محدود وي چې د اف ډي ای له خوا منظورو شوو نورو درملنو ته لاسرسی نه وي يا په کلينيکي لحاظ ماسب نه وي او په دې د ځينو ناروغانو له پاره يو انتخاب دی چې د کوويد ۱۹ له کبله روغتون ته د انتقالېدو يا مړينې لوړ خطر ولري.«

دا په داسې حال کې ده چې د فايزر شرکت له خوا جوړې شوې ګولۍ بيا بېل تاثير لري او دومره ډېر خطرونه هم نه لري.