1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین بهرنیو چارو وزیر په یوه درې ورځني سفر امریکا ته ځي

۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبه

د امریکا او چین تر منځ پر ډیپلوماتيکی لانجو سربیره، ټاکل شوې چې سر له پنجشنبې ورځې د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیران په واشنګټن کې سره وګوري او پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/4Y0I3
China Peking | Blinken Treffen Wang Yi
په دې وروستيو کلونو کې څو لاملونو د چين او امريکا ترمنځ اړيکې سړې کړي دي. انځور: Leah Millis/REUTERS

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، به د اکتوبر له ٢٦مې نېټې څخه د اکتوبر تر ٢٨مې نېټې پورې امريکا ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین، سره د دواړو هیوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي. دواړه چارواکی به د اوکراین په جګړه کې له روسیې د چین له ملاتړ څخه نیولې د اسراېیلو او حماس تروریستي ډلې تر منځ پوځي شخړې پورې پر موضوعاتو خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې امريکا ته د چينايي چارواکو له وروستي سفر څخه شاوخوا پنځه کاله تېر شوي، دغه سفر «په مسؤولانه ډول» د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د مديريت لپاره یوه هڅه ګڼل شوې ده.

یاده دې وي چې امریکا ته د وانګ د سفر جزئیات لا نه دي اعلان شوي او دا هم څرګنده نه ده چې آیا د امریکا ولسمشر جو بایډن به د وانګ هرکلی وکړي که نه.

متحده ایالاتو ته د چین د بهرنیو چارو وزیر سفر ممکن دا زمینه هم مساعده کړي چې په راتلونکې نوامبر میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر  شي جین پینګ د آسیا او آرام سمندر د اقتصادي همکاریو سرمشریزه کې په سانفرانسیسکو کې سره وګوري.

تر دې دمه معلومه نه ده چې د چین ولسمشر به په دغې ناسته کې ګډون وکړي او که نه.

Symbolbild Beziehungen USA China Fahne Flagge
یاده دې وي چې امریکا ته د وانګ د سفر جزئیات لا نه دي اعلان شوي او دا هم څرګنده نه ده چې آیا د امریکا ولسمشر جو بایډن به د وانګ هرکلی وکړي که نه.انځور: daniel0Z/Zoonar/picture alliance

سره له دې چې لوړ پوړي امریکایي چارواکي ډیر کله چین ته سفر کوي خو د دواړو هیوادونو ډیپلوماټیکې اړیکې تل په ټیټه کچه کې دي.

په  تیرې جولای میاشت کې  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن  او وروسته له هغې  د دغه هیواد د مالیې وزیرې جینت یلن سفرونه هم د دواړو  هېوادونو د اړیکو د ښه والي په موخه ترسره شوي ول.

په دې وروستيو کلونو کې څو لاملونو د چين او امريکا ترمنځ اړيکې  سړې کړي دي.

په سنکيانګ کې پر مسلمانانو د چين د حکومت د فشارونو په اړه د امريکا نيوکې، په هانګ کانګ کې د بشري حقونو سرغړونې، تايوان، په سویلي  سمندر کې د چين د تګلارې او  د مهمو کانونو په کیندلو کې د چين ډیریدونکی نفوذ هغه لاملونه دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یې واټن ډیر کړی دی.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نیټه پر اوکراین د روسیې له پوځي برید او د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي شخړو له زیاتېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرايس، د جګړې له پیل څخه څلور میاشتې وروسته اعلان وکړ چې پيکنګ د دې شخړې په ترڅ له مسکو ملاتړ اعلان کړی دی.

هغه زیاته کړه: «د اوکراین د جګړې په اړه د چین د »بې پرې توب« دریځ په اړه د چینايي چارواکو څرګندونې »تشې خبرې بې بنسټه« دي. چین په حقیقت کې »بې پرېتوب« نه ساتي او د روسیې په پروپاګند باور لري.»

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د محدودیتونو ، د چین پر ضد د امریکا د بندیزونو او د جاسوسۍ د تورونو په اړه هم اختلافات شته.  د ۲۰۲۳ کال به فبرورۍ میاشت کې د جو بایډن حکومت اعلان وکړ چې د چین د جاسوسۍ یو بالون یې له منځه وړی دی.

دغه راز د چین پر ضد د امریکا د بندیزونو په وروستیو مواردو کې دغه هېواد چین ته د «نویدیا شرکت » له لارې د ځینو مصنوعي ځیرکیتیا آلو لیږل منع کړل.په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ امریکا اندیښمنه کړې.