1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: چین له پیکینګ څخه د بلینکن د لیدنې مخه نیولې

۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبه

د یوې رسنۍ د رپوټ پر بنسټ چین امریکا متحده ایالاتو ته اطلاع ورکړې ده چې پیکینګ ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سفر له پاره یې نوې نیټه نه ده ټاکلې.

https://p.dw.com/p/4Q87l
Belgien I  Antony Blinken
انځور: Virginia Mayo/AP/picture alliance

د «فایننشیل ټایمز» ورځپاڼې له موضوع څخه د څلورو خبرو اشخاصو په قول د شنبې (د اپریل میاشتې ۱۵ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د چین چارواکي غواړي انتظار وباسي چې آیا د چین د احتمالي جاسوسۍ د بالونونو په اړه د ولسمشر بایډن حکومت، د (اف بي آی) یا د امریکا د داخلي استخباراتو ادارې د څیړنو پایلې خپروي او که نه؟

چين امريکا ته د احتمالي «شخړې او ټکر» څخه خبرداری ورکړ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو، په هغه صورت کې چې شرایط مناسب وي غواړي له چین څخه لیدنه وکړي. خو زیاته یې کړه البته د دې لیدنې موخه به دا نه وي چې چین تر کنترول لاندې راوستلی شي او یوه نوې سړه جګړه په لاره واچول شي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

امریکا متحده ایالاتو د فیبرورۍ میاشتې په ۴ نیټه ویلي وو چې د سویلي کېرالاینا ساحل مخې ته یي د چین د جاسوسۍ یو بالون را نسکور کړی دی. دې پيښې د دغو دواړو هیوادونو اړیکې لا زیاتې خړې پړې کړې او په پایله کې یې انتوني بلینکن پیکینګ ته خپل سفر لغوه کړ.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا