1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

جو بایدن د چين ولسمشر ديکتاتور بللی دی

۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د امريکا ولسمشر جو بايدن ويلي دي چې د هغه چينايي سيال له دې کبله اندېښمن وو چې نه پوهيده چې د امريکا په فضا کې پرواز کوونکی بالون له منځه وړل شوی دی. نوموړي وويل دا څه «ديکتاتورانو ته د شرم وړ وي.»

https://p.dw.com/p/4Ss2P
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدنانځور: Jim Watson/AFP

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن دا تبصره په داسې حال کې کړې ده چې يوازې دوې ورځې تر مخه يې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د دواړو هيوادونو ترمنځ د ترنګلتيا د راکمولو په موخه پينکنګ ته سفر کړی وو او هلته یې پر نورو لوړپوړو چارواکو سربیره د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره هم کتلي.

بايدن څه ويلي؟

د سه شنبې په ورځ په کاليفورنیا کې د مرستې راټولو په يوه غونډه کې د وينا پر وخت ولسمشر بایدن، وویل چې شي جين پينګ هغه وخت يو څه د شرم احساس وکړ کله چې د امريکا په هوايي قلمرو کې پرواز کوونکی چينايي بالون را وغورځول شو.

اړونده موضوع: پنتاګون: د امريکا په فضا کې د چين يو «جاسوسي بالون» ليدل شوی

بايدن وويل: «شي جين پينګ هغه وخت ډېر اندېښمن شو، کله چې ما بالون چې د دوو موټرو په اندازه جاسوسي ابراز پکې ځای پر ځای شوي ول، راوغورځاوه. دی [شي جين پينګ] نه پوهيده چې بالونونه هلته [په امريکا کې] دي.»

بايدن زياته کړه: «دا د ديکتاتورانو له پاره ډېره د شرم وړ ده کله چې هغوی نه پوهيږي چې څه پيښ شوي دي. هغه هيڅ نه پوهیده چې داسې هم کيدلی شي. خو هغه [بالون] مو بالاخره ویجاړ کړ.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د احتمالي جاسوسۍ د بالون پېښې او د تایوان په تنګي کې د امريکا مخ پر زياتيدونکو فعاليتونو د امريکا او چين د اړيکو په خرابيدو کې ډېر مهم نقش لوبولی دی.

بایدن په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې دمګړۍ چين له «حقيقي اقتصادي ستونزو» سره مخامخ دی.

په پيکنګ کې د بلینکن هلې ځلې

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن، چين ته دوې ورځنی سفر درلود چې دا په تېرو پنځو کلونو کې چين ته د يوه لوړ پوړي امريکايی چارواکي لومړی سفر وو.

د چين له ولسمشر شي جين پینګ او نورو لوړپوړو چينايي چارواکو سره په ملاقاتونو کې بلینکن په اوکراين کې د روسیې پر جګړې او د چیپونو په صنعت کې د امريکا او چين د سيالۍ په څېر يو شمير موضوعګانو خبرې اترې وکړې.

اړونده موضوع: بلینکن چین ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې پیکنگ ته رسیدلی

بلینکن د خپل سفر په پای کې وویل چې «دواړه خواوې هم نظره دي چې د اړيکو باثباته کولو ته اړتيا ده.»

نوموړي شي جين پینګ ته ډاډ ورکړ چې امريکا دا هڅه نه کوي چې د سيمې کنډکتر توليداتو پر وارداتو د بشپړ بندیز په لګولو سره د چين اقتصاد ته زيان ورسوي، بلکې واشنګټن يوازې د خپل ځان [خپلو ګټو] د حفاظت هڅه کوي.

د دې په بدل کې چين ژمنه کړې وه چې پر اوکراين د حملې له پاره به روسیې ته وسلې نه ليږدوي.

خو د چين لوړپوړي ديپلومات وانګ اي دا هم ويلي ول چې د تايوان په مسئله کې د هیڅ ډول جوړجاړي او يا تیريدنې امکان نشته.

ولسمشر جو بایدن د دوشنبې په ورځ په کليفورنيا کې خبريالاتو ته وویل چې چين ته د بلينکن له سفر سره د امريکا او چين اړیکو بيرته «سم لوري» ته مخه کړې ده. نوموړي د خپل لوړپوړي سفارتي چارواکي د هڅو ستاينه وکړه او ویې ویل چې بلينکن په پينکنګ کې خپله دنده «ښه» سر ته رسولې ده.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)