1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهپاکستان

د پاکستان پولیسو په سلونو اعتراض کوونکې ښځې نيولي

۱۴۰۲ آذر ۳۰, پنجشنبه

د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ په سلونو اعتراض کونکې ښځې او ماشومان نیولي دي. په پلازمينه اسلام آباد کې د ښځو دغه اعتراض په بلوچستان کې د افرادو د جبري لادرکه کېدو او خپلسری قتلونو په غبرګون کې شوی دی.

https://p.dw.com/p/4aRLs
Pakistan Verhaftung Imran Khan
انځور: Arif Ali/AFP

پاکستاني چارواکي او فعالان وايي چې پاکستاني پولیسو همدارنګه پر اعتراض کونکو اوښکې بهوونکي ګاز وشيندل.

د اعتراض مشرې، ماهرنګ بلوچ، وويل چې په دغه اعتراض کې په بلوچستان ایالت کې د لادرکه شوو کسانو مېرمنو، خويند او لوڼو برخه اخیستې ده. هغې وويل په زرونو اعتراض کوونکي چې د پاکستان له مختلفو علاقو څخه دي پنجشنبه (د دسمبر ۲۰مه) وختي اسلام آباد ته ورسيدل.

د آرشیف انځور ـ  د پاکستان په بلوچستان کې د لادرکه شوو افرادو په خاطر د ښځو اعتراض
د آرشیف انځور ـ د پاکستان په بلوچستان کې د لادرکه شوو افرادو په خاطر د ښځو اعتراضانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د پاکستان د پولیسو ویاند، ضیا باجوه، په همدې ورځ وويل چې د پولیسو په شپني عملیات کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان نيول شوي دي. د پاکستان دننه او په نړيواله سطحه بشري سازمانونو چې په هغو کې د بشري حقونو د څار او د بخښنې نړېوال سازمان هم شامل دي، د سوله ایزو اعتراضونو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو زورزیاتی غندلی دی.

فعال، پيردهان بلوچ، وويل چې د نوو اعتراضونو لړۍ د دسمبر مياشتې له شپږمې د بلوچستان ایالت په تربت ښار کې د تروریزم ضد پولیسو له خوا د یو ځوان تر وژنې څو اوونۍ وروسته پيل شوي دي.

د آلمان خبري آژانس ليکي چې دغه اعتراضونه له تربته چې له اسلام آباده لږ تر لږه ۲۰۰۰ کيلومتره فاصله لري، پیل شول او تر اسلام آباده د لارې په اوږدو کې پراته ټول ستر ښارونه ېې هم تر پوښښ لاندې نيولي دي.

Pakistan  Baloch Yakjehti Committee sit-in-Protest in Quetta
انځور: Abdul Ghani Kakar

بلوچستان ایالت له لسیزو راهيسې د بيلتون غوښتونکو جنګیاليو او نورو ناامنیو څخه کړيږي، په مختلفو برخو کې ېې په زرونو نارينه لادرکه شوي او یا ېې په داسې حالت کې جسدونه موندل شوي چې د بدن غړي ېې قطع شوي دي.

فعالان او د قربانيانو کورنۍ د دغو قتلونو او لادرکه کېدو پړه د پاکستان پر ځواکمنه جاسوسي اداره، آی اس آی، او د دغه هېواد پر پوځ وراچوي.

پیردهان بلوچ، وويل چې د ماهرنګ بلوچ پلار د طب ډاکټر وو او هغه مهال چې مېرمن بلوچ ماشومه وه، برمته شو چې بیا وروسته يې مثله شوی جسد په یو بل ښار کې پيدا شو. ماهرنګ بلوچ له هماغه وخت راهیسې په بلوجستان ایالت کې د نورو لادرکه او وژل شوو نارینه و له مېرمنو، خويند او لوڼو سره اعتراضونه کوي.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل