1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پاکستان: وسله والو بلوچستان کې شپږ کارګر وژلي

۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

وسله والو د شپې له خوا په بلوچستان کې شپږ کارګر وژلي. په نښه شوي کسان پنجابيان بلل شوي چې په بلوڅ مېشته دغه سيمه کې يې يوه شخصي مېنه آبادوله.

https://p.dw.com/p/4XXEL
 په دغه سيمه کې پخوا هم بلوڅ بېلتون پالو پر کارګرانو بريدونه کړي
په دغه سيمه کې پخوا هم بلوڅ بېلتون پالو پر کارګرانو بريدونه کړيانځور: Jamal Tarakai/epa/dpa/picture alliance

 بلوچستان د لسيزو راهيسې د بېلتون غوښتونکو پاڅون کوونکو او فرقه يي تاوتريخوالي له کبله تشدد تجربه کوي. بريد کوونکي ډېری وخت هغه کارګران په نښه کوي چې په دغه سيمه کې د پردو په سترګه ورته ګوري.

دوو ځايي چارواکو اوس ويلي چې بريد د تُربت په ښار کې شوی چې د ايران له پولې سره ۱۲۰ کیلومتره ختيځ لوري ته پروت دی. په دغه ځای کې پنجابي کارګرانو يوه شخصي مېنه جوړوله.

سعيد احمد عمراني چې يو ځايي چارواکی دی، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې »وسله وال تر کار لاندې مېنې ته ننوتل او پر اتو ويدو کارګرانو يې بريد وکړ.« نوموړي زياته کړه چې »شپږ تنه سملاسي مړه او پاتې دوه په حساس ټپي حالت کې دي.« حسين جان، يوه بل ځايي چارواکي، دغه تلفات تايئد کړل او ويې ويل چې په سيمه کې »چاپې لګول شوي څو قاتلان وموندل شي.«

بلوڅ توکمه نيمه پوځيان په بلوچستان کې د زيات کنترول په موخه جګړه کوي. دغه آيالت د پاکستان تر ټولو بې وزله خو له طبيعي سرچينو ډک آيالت بلل کيږي. دغو پاڅون کوونکو پخوا هم پنجابي او سيندي توکمه کسان په نښه کړي چې د پاکستان له نورو برخو بلوچستان ته راغلي ول. بلوڅان په دې اند دي چې د نورو سيمو او بهرني کارګر او همداراز د انرژۍ شرکتونه د سيمې شتمني لوټ کوي بې له دې چې له ځايي اوسېدونکو سره يې ووېشي.