1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په چمن کي احتجاجي پرلت

۱۴۰۲ آبان ۵, جمعه

له پاکستان څخه د غير قانوني افغان کډوالو بيرته خپل هېواد ته د اخراج د پريکړې پر ضد په بلوچستان کې د سرحدي پښتنو قبایلو احتجاج ډېر زور اخيستی دی. په چمن کې په زرونو کسانو د پاکستان د حکومت د دې پريکړې پر ضد پرلت وهلی دی.

https://p.dw.com/p/4Y6Mn
په چمن کې احتجاجي پرلت
په چمن کې احتجاجي پرلتانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

دغه احتجاج کوونکي وايي چې په افغانستان کې وضعيت ښه نه دی او له همدې کبله دې د کډوالو د بيرته ستنولو پر پريکړه له سره غور وشي.

له پاکستان څخه د غير قانوني افغان کډوالو بيرته هېواد ته د ليږدولو له پاره ټاکل شوې ضرب الاجل د نومبر پر لومړۍ نيټه ختميږي چې تر اوسه یې د غځولو په اړه کومه پريکړه نه ده شوې.

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې له ټاکل شوې مودې وروسته به غير قانوني مهاجر د پاکستان د خارجي اتباعو د قانون پر اساس نیول کیږي او اړونده مقررات به عملي کیږي.

د رسمي شمېرو په حواله په تېرو دريو اونیو کې تر لسو زرو ډېر افغان کډوالد پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه په خپله خوښه بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو د بيرته استولو په اړه د پښتنو د ملتپال گوندونو اندېښنې

په دې منځ کې د افغانستان او پاکستان پر پوله سرحدي قبايلو چې د پاسپورت د مکلفيت او شرط د ختمولو له پاره له څو ورځې راهېسې احتجاج کوي، ويلي دي چې د پاسپورت د شرط تر ختميدو پورې به پرلت ته دوام ورکړي.

په چمن کې روان دې پرلت کې د سيمه ایزو قبایلو ترڅنگ د بلوچستان د ملتپالو سياسي گوندونو غړيو هم برخه اخيستې ده. د پښتونخوا ملي عوامي گوند يوه مشر او د بلوچستان پخواني ايالتي وزير عبدالرحيم زياتوال، وويل چې برحاله حکومت د افغانستان او پاکستان پر پوله د پرتو پښتنو قبايلو د ویش هڅه کوي چې له کبله یې د سيمې د امنيتي وضعيت د لا خرابیدو اندېښنه موجوده ده.

د دويچه ويله سره په خبرو کې عبدالرحيم زيارتوال وويل: «پښتانه قبايل په پاکستان کې تل د دولتي تگلارو له کبله د ستونزو ښکار شوي دي. د حکومت د دې تازه پریکړې له وجې تر ټولو زيات زموږ خلک اغیزمنيږي. د افغانستان او پاکستان پر پوله میشت قبايل غواړي چې دوی ته د ماضي په څېر د تگ راتگ په برخه کې آسانتياوې ورکړل شي.»

ننګرهار کې له پاکستانه راستنیدونکو کډوالو ته پنډغالی جوړیږي

زيارتوال په خپلو خبرو کې زياته کړه: «حکومت چې د نومبر له لومړۍ نېټه څخه د تگ راتگ له پاره د پاسپورت او ویزې کوم شرط ايښی دی، له هغه څخه د سرحد د دواړو غاړو خلک ډېر سخت اغیزمنیږي. موږ د ډيورنډ کرښه هيڅکله نه ده منلې او نه به یې هم په راتلونکي کې ومنو.»

زيارتوال وويل چې »د پاکستان د حکومت د افغان کډوالو تگلاره ضد او نقيض ده او په دې برخه کې له بيړې کار اخيستل کیږي چې له کبله یې د هېواد وضعيت د ښه کیدو پر ځای لا پسې خرابيدلای شي.»

د پرلت گډونوال څه غواړي؟

د افغانستان او پاکستان پر پوله د دې احتجاجي پرلت يو تن گډونوال او قومي مشر دارو خان اڅکزی، وايي چې د پرلت گډونوال به له خپلو غوښتنو تېر نه شي.

له دويچه ويله سره په خبرو کې نوموړي زياته کړه: «د پاکستان او افغانستان پر پوله دا احتجاجي پرلت د دې اوږدې پولې دواړو لوريو ته میشتو پښتنو قبایلو کړی دی. موږ حکومت ته واضح ويلي دي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله به د اميگريشن دا نوی سیسټم په هيڅ صورت کې ونه منو. دلته د سرحدي شخړو يو لوی علت همدا حکومتي اقدامات دي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «له هندوستان سره پر پوله خلکو ته د تجارت اجازه ورکړل شوې ده خو موږ اوس له دې [له پولې بلې غاړې سره له تجارته] هم بې برخې کوي. له تېرو څو اونيو راهېسې کاروبار بند دی او پښتنو سوداگرو ته د ميليونو روپو تاوان اوښتی دی.»

دارو خان اڅکزي، دا هم وويل چې د افغان کډوالو بيرته ليږدلو په هکله حکومتي پريکړه له سره ارزول کیدو ته اړتيا لري تر څو د افغان کډوالو ژوند لا پسې خراب نه شي.

نوموړي وويل: «حکومت بې له کوم دليله د گډوډۍ رامنځته کولو هڅه کوي. افغان کډوال چې دې له دې ځايه وشړل شي نو چېرته به ځي؟ افغان حکومت هم د هغوی د بیرته ځای پر ځای کولو له پاره رضامندي نه ده ښوولې. زما په آند کله چې حکومت داسې پریکړه کوي نو په دې اړه له پېله د افغان حکومت سره خبري اترې بايد وکړي تر څو ورته مناسب اقدامات په نظر کې ونيول شي.»

د پرلت کوونکو غوښتنو ته لا مثبت ځواب نه دی ویل شوی

په بلوچستان ایالت کې د پوځ د سويلي قوماندې مشر ډگر جنرال آصف غفور، هم پرون، پنجشنه چمن ته سفر او د پرلت له مشرانو سره یې وليدل.

د پرلت گډونوالو له نوموړي سره د روان وضعيت په اړه خپلې اندیښنې شريکې کړي. د سرچینو په حواله ډگر جنرال آصف غفور، د احتجاج کوونکو د غوښتنو منلو ته هیڅ ډول چمتووالی نه دی ښوولی چې له کبله دا خبرې اترې په ټپه دريدلي دي.

د چهار شنبې په ورځ د بلوچستان د موقت حکومت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي، هم له احتجاج کوونکو سره ليدلي ول خو دا ملاقات هم بې نتيجې وو.

په دې منځ کې د پاکستان د نورو سيمو په څېر په بلوچستان ایالت کې هم د مهاجرو د نيولو لړۍ زور اخیستی دی. د سرچينو په حواله په بلوچستان کې د نیول شويو په سونو مهاجرو څخه یې اکثريت هغه افغان کډوال دي چې بې له اسنادو په پاکستان کې ميشت دي.

د پاکستان د قوانينو پر اساسنيول شوي کسان زندان ته ليږدول شوي دي. ويل شوي چې د نومبر تر لومړۍ نیټې وروسته نيول کيدونکي کسان به وار په وار د افغانستان سرحدي چارواکو ته سپارل کیږي.

دوې ورځې تر مخه د بلوچانو د «بي ان پي مينگل» ملتپال گوند له خوا په کويټه کې يو احتجاجي مارش ترسره شو. په دې ترڅ کې د وينا پر مهال د بي ان پی گوند مشر اختر مينگل، د حکومت پر دې اقداماتو سختې نیوکې وکړې. دې گوند د اکتوبر پر ۳۰مه نیټه په سلام آباد کې د حکومت پر ضد د پرلت اعلان هم کړی دی.

عبدالغني کاکړ، کويټه

زموږ له آرشيف څخه: