1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امريکا: پر مسلمانې کورنۍ بريد کې شپږ کلن هلک وژل شوی

۱۴۰۲ مهر ۲۴, دوشنبه

د امريکا په شکاګو کې يوه سړي پر يوې فلسطينۍ ښځې او د هغې پر شپږ کلن زوی د چړې بريد کړی دی چې په نتیجه کې یې ماشوم وژل شوی دی. بريد کوونکی د قتل او کرکې له کبله د جرمونو په تړاو نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4XZWa
آرشیف انځور: شکاګو ته څېرمه يوه مسلمانه کورنۍ په نخښه شوې
آرشیف انځور: شکاګو ته څېرمه يوه مسلمانه کورنۍ په نخښه شوېانځور: Max Herman/REUTERS

په امریکا متحده ایالاتو کې يو ۷۱ کلن سړی هغه وخت ونيول شو چې پر يوې فلسطيني توکمه مور او د هغې پر شپږ کلن زوی یې د چړې بريد وکړ. په دې برید کې دغه شپږ کلن هلک وژل شوی او ۳۲ کلنه مور یې سخته ټپي شوې ده.

د شکاګو په څنډه کې د پرتې پلاينفيلډ سيمې د «ول کاونتي» پوليسو دفتر د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې «پلټونکی افسر د دې خبرې په معلومولو توانيدلی دی چې په دې خونړي بريد کې شکمن کس اغیزمن شوي کسان له دې کبله په نخښه کړي، ځکه چې هغوی مسلمانان ول.»

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې پر هلک د پوځي ډول يوې چړې ۲۶ واره شوي دي. زياته شوې چې ۳۲ کلنه ښځه هم سخته ټپي ده چې روغتيايي حالت یې د انديښنې وړ دی خو تمه کيږي چې ژوندی به پاته شي.

د ول کاونټي پولیسو دفتر دا هم ويلي دی چې دا کسان د حماس او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له کبله په نخښه شوي دي. د دې اعلامیې په حواله د شنبې په ورځ پولیسو ته د همدې ښځې له خوا د يوه بيړني تماس له لارې خبر ورکړل شو چې د کور مالک یې پرې بريد کړی دی.

د ول کاونټي پولیسو دفتر ويلي دی چې دا کسان د حماس او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له کبله په نخښه شوي دي.
د ول کاونټي پولیسو دفتر ويلي دی چې دا کسان د حماس او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له کبله په نخښه شوي دي.انځور: Cheney Orr/REUTERS

په اعلامیه کې د ښځې له قوله راغلي دي چې «هغې تشناب ته منډه وکړه او له بريد ګر سره یې مبازره وکړه.» د پېښې ځای ته د پوليسو تر رسېدو پورې د هلک او ښځې سينه او د بدن نورې برخې په چړې زخمي شوې وې.

په شکاګو کې د اسلامي اړيکو د کمېټې اجرايوي مشر احمد ريحاب، د ټولنیزو رسنیو له لارې ويلي دي: «موږ غمجن يو او دغه ښکلي ماشوم او د هغه مور ته دوعا کوو.»

دې سازمان ويلي دي چې اغیزمن هلک يو فلسطيني توکمه امريکایي دی چې همدا څو ورځې تر مخه شپږ کلن شوی وو او د مور نوم یې حنان شاهين ښوول شوی دی.

دې ټولنې ويلي دي: «موږ د سيمه ایز چارواکو د رسمي پلټنو نتایجو ته انتظار باسو. تر دې دمه موږ یوازې دا خبره تائيدولی شو چې يو شپږ کلن ماشوم چې څو اوونۍ تر مخه یې خپله شپږمه کلیزه لمانځلې وه او مور یې چې اوس شديده زخمی ده، دواړه بې شمیره وارې په چړۍ وهل شوي دي.»

د يادې ټولنې په حواله دا کورنۍ له تېرو دوو کلونو راهېسې د دې ودانۍ په لومړي منزل کې ميشته وه او د معلوماتو په حواله شکمن قاتل د دې کور څښتن وو.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP,afp)