1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراییلو او فلسطیني وسله والو ترمنځ خونړې نښتو زور اخیستی

۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

د جمعې په ورځ، د اګست له پنځمې راهیسې، اسراییلو د غزې په تړانګه کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د اسلامي جهاد غورځنګ د یوه جګپوړي قوماندان په ګډون ۱۵ تنه فلسطیني افراطي وسله وال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FE73
Nahost-Konflikt | Israelische Luftangriffe in Gaza
انځور: Adel Hana/AP Photo/picture alliance

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په دې پوځي عملیاتو کې یوازې د وسلو د تولید مرکزونه، د توغندیو د توغولو مرکزونه، د وسلو ډیپو او نورې پوځي اډې په نښه او له منځه وړل شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي چې د ملکي تلفاتو په اړه رپوټونه څېړل کېږي. اسراییلو په لویدیځه غاړه کې د اسلامي جهاد یو شمیر فعالان نیولي وو.

اسراییلي ځواکونو د غزې نږدې پر پوستو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې  فلسطیني وسله والو هم پر اسرائیلو توغندي توغولي دي. تمه کیږي چې په سیمه کې د تاو تریخوالي زیاتوالی به د قربانیانو شمیر لا پسې ډیر کړې.

د اسرایلو د دفاع وزیر بیني ګیتنس دفتر د شنبې په ورځ د اګسټ پر ۶ دغه هیواد پوځ ته امر وکړ چې خپلو عملیاتي هڅو ته دې دوام ورکړي.

د آلمان د لومړي تلويزيوني چينل د خپرونې تاګس شاو خپرونې د خبر له مخې، اسرائيلي پوځ د شنبې په ماښام او د يکشنبې په سهار په غزې تړانګه کې د اسلامي جهاد د وسله والو پر مرکزونو بريدونه وکړل.

فلسطيني ملېشو د دغو بريدونو په وړاندې غبرګون وښود او د اسرائيلو عملياتو ته يې په پراخو راکټونو توغول کیدو ځواب ورکړ. د تاوتریخوالی کمولو لپاره د مصر منځګړیتوب هڅې د یکشنبې تر سهار پورې بې ځوابه پاتې دې.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرې جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اګست ۵) پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې د دوو ښځو او شپږو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې د اسلامي جهاد افراطي ډلې یو جګپوړی قوماندان هم شامل دی. دا یې هم ویلې چې د ټپیانو شمېر ۲۱۵ تنو ته رسیدلی.

اسرائیلي پوځ د تېرې جمعې په ورځ خپل بریدونه پیل کړل؛ په دغو بریدونو کې د اسلامي جهاد د نظامي څانګې د شمالي سیمې قوماندان، طیب الجباري چې په ابو محمود مشهور و، ووژل شو.

اسراییلي چارواکو ابو محمود د فلسطیني سیمو څخه د اسراییلو ساحلي سیمو ته د راکټي بریدونو مسول ګڼلی.

د اسراییلو د پوځ د عملیاتو د څانګې مشر تورن جنرال اودید باسیوک د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د اسلامي جهاد د نظامي څانګې یو بل لوړپوړی قومندان هم "بې وسلې" شوی دی.

د غزې په جنوبي سیمو کې د اسلامي جهاد د ملېشو د مشر خالد منصور د وژل کېدو خبر په لومړي سر کې د فلسطیني له لوري نه دی تایید شوی، خو د اسلامي جهاد ډلې بیا د اګست بر ۷ نیټې د منصور د وژل کیدو خبر تایید کړ.

اوسمهال د الاحرام ورځپاڼې راپور ورکړی چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی هڅه کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د تاو تریخوالي او شخړې د زیاتیدو مخه ونیسي. له غزې څخه داسې راپورونه ورکړل شوي چې ملګرو ملتونو او قطر هم په دې برخه کې د منځګړتوب هڅې کړې دي.

پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونه به د دوشنبې په ورځ د اګسټ پر ۸ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بحث موضوع وي.

دا غونډه چې د متحده عربي اماراتو، ایرلنډ، فرانسې، ناروې او چین په غوښتنه ترسره کېږي، د تړلو دروازو تر شا به  ترسره شې.

آ./ش.ا./ا.ا.