1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د چړې په حمله کې ۲ کسان وژل شوي او ۶ ټپیان دي

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د امريکا په لاس ويګاس کې یوه حمله کونکي د ښار پر یوه عمومي واټ د پخلنځۍ پر یوې لوېې چړې دوه کسان وژلي او شپږ نور ېې ټپيان کړي دي. پولیس وايي حمله کونکی نيول شوی او په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي وضعیت نازک دی.

https://p.dw.com/p/4Htfx
Attentat auf Salman Rushdie
انځور: Jorge Uzon/AFP

د لاس ويګاس پولیسو د پنجشنبې په ورځ وويل چې دوی ته د پېښې په اړه د ورځې شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د عاجلې شمیرې، ۹۱۱ له لارې خبر ورکړل شو. د چړې دغه حمله د یوه هوټل او قیمارخانې تر منځ د عموي واټ په اوږدو کې شوې ده. د شپږو ټپيانو له ډلې د درو روغتيايي وضعیت نازک ښودل شوی چې په روغتون کې بستر شوي او د درو نورو وضعیت د ډاډ وړ دی.

د لاس ویګاس رفيو ژورنال په نوم ورځپاڼې د وژل شوو کسانو هویت خپور کړی او ويلي دي چې قربانیان هر يو ۴۷ کلن برینت الان هالیت او ۳۰ کلن ماریس مارین دیګواني د لاس ویګاس اوسیدونکي ول. د هغو افرادو هویت چې په دغه حمله کې ټپیان شوي، ښودل شوی نه دی.

پولیس وايي د حملې په تور يې يو ۳۰ کلن سړی نیولی او دوی اوس د هغه د هويت د ثابتولو په اړه تحقیقات کوي. د ميتروپوليتن د پولیسو مرستيال مشر، جیمز لاروچیل، وويل چې حمله کونکی د لاس ويګاس اوسيدونکی نه دی.

تورن کس په دغه حمله کې د پخلنځي له يوې لوېې چړې څخه استفاده کړې ده. لاروچیل وویل لومړنۍ حمله چې دليل يې روښانه نه دی، د لاس ويګاس د لوي واټ په ختيځ کې د پياده رو په سر شوې چې تر هغه وروسته تورن کس د واټ په سويل کې پر نورو کسانو حمله کړې ده.

پولیس وايي د ۹۱۱ عاجلې شمیرې له طریقه ېې د پېښې په اړه خبر ترلاسه کړ او دوی حمله کونکی شخص چې د تېښتې په حال کې ونيوه. پولیس زیاتوي له تورن څخه ېې «يوه لويه چاړه او یو اوږد خنجر» موندلی چې ګمان کېږي په حمله کې ېې ورڅخه استفاده کړې وي.

عيني شاهدانو لاس ويګاس تلويزیون ته ويلي دي چې د پېښې ځينې قربانیان د لارو کوڅو په سر هنري نمايش ورکوونکې نجونې دي چې سيلانیان ورسره انځورونه اخلي. ېوې ښځې وويل چې تورن کس له ېوې نجلۍ وغوښتل چې له خپلې چړې سره ورسره انځور واخلي، خو سړي بيا پر خلکو باندې ګوزارونه پيل کړل.

پولیس وايي د حملې انګیزه تر اوسه روښانه نه ده او دوی په دې اړه تحقیقات کوي.