1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د غزې د ښار او د حماس د مرکزونو د کلابندۍ خبر ورکوي

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

د اسرائیل پوځ اعلان کړی دی چي د ترهګري ډلي حماس اصلي ځاله غزه يې په بشپړه ډول کلابنده کړې ده. پرهمدې مهال د امریکا ولسي جرګې له اسرائیل سره د ۱۴،۳ ميلیارد ډالرو مرستي لایحه تصویب کړه.

https://p.dw.com/p/4YLve
Gazastreifen | Bodenoperationen des israelischen Militärs
انځور: Israel Defense Forces/AP Photo/picture alliance

د نومبر پردوهمه د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چي په بشپړه ډول يې غزه کلابنده کړې ده.

پوځ د یاد خبر د اعلان سره زیاته کړه چي د حماسپه وړاندي عملیاتو په لړ کي يې په حومه ښار کي لا له وسله والو سره جګړه روانه ده.

په همدې حال کي د اسرائیل د پوځ ویاند ویلي دي: «اسرائیلي سرتیرو په غزه کي د حماس تروریسټي ګوند مرکزونه په بشپړه ډول کلابند کړي دي.»

دانیل هګاري ټینګار وکړ:«د اوربند هیڅ څرک نه ترسترګو کیږي.»

د اسرائیل چارواکي وايي، جګړې به د حماس تروریسټانو تر له منځه وړولو پوري رواني وي.

دا په داسي حال کي ده چي نړيوال هڅه کوي، ترڅو په منځني ختیځ کي د اوربند او سولي له پاره خپلي هلي ځلي رواني وساتي. 

د اسرائیل لوی درستیز هم منلې ده، چي د دوی له خوا ټوله غزه کلابنده ده او په دې حال کي يې واضح کړه چي «په نورو سیمو کي يې د هوايي ځواک پرسونل بریدونو ته چمتو دی.»