1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائيل په غزه کې د حماس نور سنگرونه هم په نخښه کړي

۱۴۰۲ آبان ۵, جمعه

د اسرائيل پوځ په غزه تراډه کې د محدود پرمختگ په ترڅ کې د حماس وسله والې ډلې پر يو شمير سنگرونو بريدونه کړي دي. په دې منځ کې د مصر په طابا سيمه کې يو ډرون لگيدلی دی.

https://p.dw.com/p/4Y7Fm
د اسرائيل اف - ۳۵ جنگي جټ
د اسرائيل اف - ۳۵ جنگي جټانځور: Jack Guez/AFP/Getty Images

د اسرائيل د پوځ د معلوماتو په حواله، ځمکنيو ځواکونو يې د غزې تړاډې پر مرکز يو «هدفمند بريد» کړی دی. پوځ زياته کړې ده چې پنجشنبه د شپې دا عمليات د جنگي جټ او بې پېلوټه الوتکو په مرسته شوي دي.

د اسرائيل د پوځ په حواله له دې ځمکنيو عملیاتو سره هممهاله د دغه هېواد هوايي ځواکونو پر مرکز او «ټوله غزه تراډه» کې د حماس پر سنگرونو بمبار کړی دی. په دې ترڅ کې د حماس د قوماندې مرکز تخریب شوی او يو شمیر غړي یې وژل شوي دي.

د مصر په طابا سيمه کې ډرون لگيدلی

د مصر د پوځ په حواله د دغه هېواد په طابا سيمه کې چې له اسرائيل سره پر سرحد پرته ده، د يوه ډرون د سقوط په پایلې کې شپږ کسان ټپيان شوي دي. زياته شوې ده چې يو «ډرون چې په نامعلومه توگه کنترول کیده» د جمعې په ورځ د طابا سيمې يوه روغتون ته څېرمه رالوېدلی دی.

د مصر د القاهره نيوز په نوم دولت ته نږدې تلویزیوني شبکې تر دې مخه د يوه راکټ خبره کړې وه او د ممکنه غبرگون امکان یې نه وو رد کړی.

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې دا بې پېلوټه الوتکه «سره سمندرگي ته له نږدې پرتې سيمې» څخه راغلې ده. د رسنيو په حواله د اسرئيل د پوځ وياند دانيل هاگاري، ويلي دي چې د اسرائيل جنگي جټونه د دغه سيمې پر لور استول شوي دي.

د رسنیو له خوا زياته شوې ده چې د ډرون په تړاو شک پر حوثي ياغيانو کيږي چې د عربي نيمه ټاپو له جنوب څخه احتمالاً په اسرائيل کې هدفونه په نخښه کوي. حوثيان د ايران له ملاتړه برخمن دي.

د ملگرو ملتونو ۵۷ کارکوونکي وژل شوي

د ملگرو ملتونو د فلسطيني مهاجرو د مرستو آژانس ويلي دي چې پر غزه تراډه د اسرائيل د بريدونو له پېل راهېسې یې ۵۷ کارکوونکي وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د فلسطينی مهاجرو د مرستې سازمان مشر فليپ لازاريني
د ملگرو ملتونو د فلسطينی مهاجرو د مرستې سازمان مشر فليپ لازارينيانځور: Mostafa Alkharouf/Anadolu/picture alliance

د دغه آژانس عمومي منشي فيلیپ لازاريني، په يوه خبري غونډه کې د دې شمیر په اعلانولو سره وويل چې په غزه کې «بې له وقفې» مرستې ته اړتيا ده.

د اروپايي ټولنې مشران پر يوې اعلامیې توافق ته رسېدلي

د اروپايي اتحادیې د غړيو هېوادونو مشران په بروکسل کې په خپله ناسته کې تر لانجمنو بحثونو وروسته بالاخره د اسرائيل او حماس جگړې په اړه د يوې نهايي اعلامیې پر سر توافق ته رسېدلي دي.

دغو مشرانو په دې اعلاميه کې په جگړه کې د وقفو او غزې تراډې ته د لومړنیو مرستورسولو له پاره د يوه خوندي او امن دهلیز د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

په دې سند کې راغلي دي چې په غزه کې بشري وضعيت ډېر د اندیښنې وړ دی او اروپايي اتحاديه به په سيمه کې د خپلو شريکانو سره په جوخته همکارۍ د ملکيانو د ساتنې، د مرستو رسولو، سوند توکو او سرپناو د تامين او خوړو، د څښاک اوبو او روغتيايي خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې د آسانتياو رامنځته کولو له پاره هلې ځلې وکړي.

د امريکا د ملي امنيت شورا ویاند جان کیربي
د امريکا د ملي امنيت شورا ویاند جان کیربيانځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

زیاته شوې ده چې په عين حال کې باید دا ډاډ هم ترلاسه شي چې «ترهگریز سازمانونه» له دې مرستو ناوړه گټه پورته نه کړي.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د اروپايي ټولنې د مشرانو د اوربند او د مرستو رسولو له پاره د يوه خوندي دهلیز د رامنځته کولو غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

امريکا د «بشر دوستانه وقفې» غوښتنه کړې

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن، حکومت هم اروپايي اتحادیې ته ورته څرگندونې کړي دي. د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کربي، ويلي دي چې هېواد یې د غزې په جگړه کې له «يوې محدودې بشردوستانه وقفې» څخه ملاتړ کوي.

نوموړي د «اور بند» خبره ونه کړه. کربي په واشنگټن کې وويل: «د دې وقفې موخه چې په جگړه کې ښکیلو ځانگړو سيمو پورې به محدوده وي، دا ده چې اړمنو ته بشري مرستې ورسيږي او د دې زمينه برابره شي چې خلک په نسبي امنيت کې له سيمې ووځي.»