1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس د يرغل په ځواب کې اسرائيل په سلګونه اهداف په نښه کړي

۱۴۰۲ مهر ۱۷, دوشنبه

تر اوسه پورې د حماس په سختو بریدونو او د اسرائیل د غچ اخیستونکو او یا متقابله بریدونو کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4XHz2
 اسرائیلو د حماس سلګونه اهداف په نښه کړې
اسرائیلو د حماس سلګونه اهداف په نښه کړې انځور: Jack Guez/AFP/Getty Images

ښايي د قربانيانو شمېر لا پسې زيات شي. د ملګري ملتونو په وینا د غزې شاوخوا سيمه کې تر ۱۲۳ زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

پر اسرائیل باندې د حماس له بې ساري بریدونو دوې ورځې وروسته لا هم نښتې دوام لري. د اسرائیل دفاعي ځواک د دوشنبې په سهار په خپل ټیلیګرام چینل کې اعلان وکړ چې د اسرائیل هوايي ځواکونو په غزه کې د حماس اهداف بمبار کړي دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، امنیت شورا د یکشنبې په ورځ په یوه بېړنۍ غونډه کې په دې ونتوانیدل چې د حماس د غندلو په اړه یوې موافقې ته ورسیږې.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات د شخړو په ځواب کې د الوتکې وړونکې «یو اس اس جرالد ار فورډ» او نورې جنګي بېړۍ ختیځې مدیترانې بحیرې ته لیږدولې دي. په ورته وخت کې یې سیمې ته د هوايي ځواکونو د یوې قطعې د استولو له پاره هم ترتیبات نیولي دي.

د دې تر څنګ لويډ آسټن ويلي دي چې د اسرائيل امنيتي ځواکونو ته به اضافي وسلې او مهمات ورکړي.

د اسرائيل د دفاعي ځواکونو ویاند د دوشنبې په شپه وویل چې اسرائیل په جنوب کې شاوخوا سل زره احتیاطي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. د دوی دنده به دا وې چې د جګړې په پای کې به حماس نور ونه شي کولای په پوځې ډول اسرائیل وګواښي.

د هغه په ​​وینا په ورته وخت کې به دا یقیني شي چې حماس نور نشي کولای پر غزې واکمني وکړي.

د اسرائيل دفاعي ځواک اعلان کړی دی چې هغه ودانۍ یې په نښه کړي چې د حماس غړي پکښې ول.

دغه راز یې د حماس د قومندې څو مرکزونه هم په نخښه کړي دي. د دې تر څنګ د جبالیه ښار په یوه جومات کې د حماس د عملیاتو یو مرکز هم په نخښه شوی دی.

حماس د شنبې په سهار د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل راکټي بریدونه پیل کړل. دغه راز وسله والو فلسطینیانو د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د اسرائیل پر لور روان ول او د سرحدي سیمو په څو ښارونو کې یې پر خلکو بریدونه وکړل.

د اسرائیل د پوځ یوه ویاند اعلان کړی دی چې د دوشنبې په شپه اسرائیل ته د ننوتو فلسطینیانو شمېر شاوخوا زر تنه دی.

ملګري ملتونه: د غزې په تړانګه کې تر ۱۲۳ زره زیات کسان بې ځایه شوي دي

ملګري ملتونه وايي چې پر اسرائیل د حماس د سختو بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې تر ۱۲۳ زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر اوچا د دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې له ۲،۳ میلیونو اوسېدونکو څخه په ټولیز ډول ۱۲۳،۵۳۸ زره کسانو د وېرې او اندېښنو له کبله خپل کورونه د خپل ژوند د ژغورلو له پاره پرې ایښې، ویل کیږې تر ۷۳ زرو زیات کډوال ښوونځیو ته انتقال شوي دي.

د فلسطیني کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې د ویاند د معلوماتو پر بنسټ چې د UNRWA په نوم پیژندل کیږي، احتمال لري چې د پناه غوښتونکو شمیر زیات شي.

د دې ادارې په وینا کډوال هغو ښوونځیو ته لیږدول شوې چې برېښنا پکښې سته.