1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او ازبکستان د مهاجرت تړون لاسلیک کړ

۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبه

آلمان او ازبکستان د مهاجرت په هکله یو تړون لاسلیک کړ. په پام کي ده چي دغه تړون به له ازبکستان څخه آلمان ته د کاري ځواک مهاجرت ته زمینه برابره کړي او ازبکستان به له آلمان څخه پرته له اقامې اتباع بیرته ومني.

https://p.dw.com/p/4kflP
Usbekistan Scholz bei Shavkat Mirziyoyev
انځور: Uzbekistan's Presidential Press Office via AP/picture alliance

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر، ازبکستان ته د خپله سفر په ترڅ کي د منځنۍ آسیا له دغه هیواد سره د مهاجرت په هکله یو تړون لاسلیک کړ.

د جرمني د حکومت یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي دغه تړون د یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ازبکستان په سمرقند کي، د دغه هیواد د ولسمشر شوکت میر ضیایف، په حضور کي لاسلیک سو.

د آلماند کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي دغه تړون کیدای سي له ازبکستان څخه آلمان ته د کاري ځواک قانوني مهاجرت ته زمینه برابره کړي، په عین حال کي ازبکستان خپل هغه اتباع چي په آلمان کي د پاته کیدو اجازه نه لري، بیرته مني. سربیره پردې په پام کي ده چي د آلمان او ازبکستان ترمنځ د مسلکي زده کړو په برخه کي همکاري پیاوړې سي.

شولڅ د مهاجرت تړون له لاسلیک کولو وروسته په سمرقند کي خبریالانو ته وویل، که څه هم دا داسي یو تړون نه دی چي د غیرقانوني مهاجرو په برخه کي ستر بدلون رامنځته کړي، خو هغه د داسي یوې طرحې ادامه ده چي له مخي یې«گام پرگام له نورو هیوادونو سره هوکړې» رامنځته کیږي.

شولڅ د هغي پوښتني په جواب کي چي آیا ازبکستان کولای سي له آلمان څخه افغانستان ته د پناه غوښتونکو اخراج آسانه کړي، وویل:«طبعاً د گډ کار په برخه کي په ډیرو ساحو کي پټې خبري اتري» موجودي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا له شاوخوا یونیم کال راهيسي، د دغه تړون له پاره تیاری نیول سوی دی. دغه خبري اتري د مهاجرتي هوکړو له پاره د جرمني د حکومت د ځانگړي استازي، یواخیم شتمپ له خوا پر مخ بیول سوي دي. د دغه تړون پلي کول به د یوه گډې کاري ډلې له خوا وڅارل سي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزر د نوموړي تړون تر لاسلیک کولو وروسته آلمانۍ ورځپاڼې »راینشه پُست« ته وویل چي د آلمان حکومت د »پناه غوښتنې په سیاست کي د نوي وضاحت« د رامنځته کولو په حال کي دي.

هغه وویل: «موږ هغه کاري مسلکي ځواکونه او متخصصین چي د صنعت، لاسي صنایعو، پالنې او ساتنې او ډیرو نورو برخو کي ورته اړتیا لرو، خپل هیواد ته راغواړو.» هغه زیاتوي: «له بلې خوا هغه کسان چي په آلمان کي د پاته کیدو حق نه لري، باید ژر تر ژره زموږ هیواد پریږدي.»

شولڅ د یکشنبې په ورځ د خپل درې ورځني سفر په پیل کي له یوه اقتصادي هیئت سره د ازبکستان سمرقند ته ورسید. فیزر هم د مهاجرت د تړون د لاسلیک کولو له پاره نوموړي هیواد ته سفر وکړ.

شولڅ به د دوشنبې په ورځ د ازبکستان د مدني ټولنو له استازو سره وویني او د آلمان ـ ازبکستان په اقتصادي ناسته کي به گډون وکړي. د دغي ورځي په بهیر کي به هغه قزاقستان ته هم سفر وکړي چیري چي په پام کي ده ډیر تړونونه لاسلیک کړي.

د جرمني صدراعظم د سې شنبې په ورځ د پخواني شوروي اتحاد د پنځو جمهوریتونو ، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له حکومتي مشرانو سره لیدنه کتنه کوي.

د جرمني حکومت د جمعې په ورځ له کینیا سره یو تړون لاسلیک کړ. مخکي له دې آلمان د ۲۰۲۲م کال په دسمبر میاشت کي له هند او د ۲۰۲۳م کال په دسمبر مياشت کي له گرجستان سره تړونونه لاسلیک کړي ول. برلین سربیره پردې له مولداویا، قرغزستان او فلیپین سره هم د ورته تړونونو په هکله بحثونه کوي.

له مراکش، کولمبیا او گانا سره هم د گډ کار د ښه کولو له پاره لومړنۍ هوکړي موجودي دي، خو تر اوسه پوري کوم جامع تړون نه دی رامنځته سوی.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

(AFP) GP/NZ