1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د ازبکستان برېښنا قطع او ایران را کمه کړې

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د کابل او هرات ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي. د دوې په خبره طالبان د برېښنا د ستونزې په حل کي پاتې راغلې. بله خوا په هیواد کي د برېښنا د کمښت له امله د ډیرو تولیدي فابریکو فعالیت درول شوی.

https://p.dw.com/p/4MawN
آرشیف: د کابل د ارغندۍ د بریښنا سب استیشن
آرشیف: د کابل د ارغندۍ د بریښنا سب استیشنانځور: DW/G. Adeli

د طالبانو حکومت د چارواکو په خبره، ازبکستان پر افغانستان خپله برېښنا قطعه کړې او ایران بیا د وارداتي برېښنا اندازه تر نیماېې زیاته را کمه کړې ده.

د کابل او هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، د سړې هوا په را رسېدو سره د برېښنا پارچاوي ډېره شوې ولټاژ یې ټیټ شوې چې له امله یې په ورځني ډول دوی یو تر دوه ساعته زیاته برېښنا نه لري.

فضل احمد د کابل اوسېدونکی وايي: «د برېښنا د نشتوالي له امله سخت ژوند تیرو. هوا دومره سړه ده چې طاقت نه کیږي د شپې او ورځي دوه درې ساعته هغه هم ضعیفه برېښنا به زموږ کوم درد دوا کړي غوښتنه لرو چې په ژمي کي مو دا ستونزه حل شي»

 بله خوا د ایران برېښنا د کمښت له امله په هرات کي سوداګریز فعالیتونه کم شوې.

د هرات د صنايعو او کانونو خونې چارواکي وايي، د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا د سخت کمښت له امله تر نیماېې د زیاتو تولیدي فابریکو فعالیت ځنډول شوی.

د دې ولایت د صنايعو او کانونو خونې مشر حميدالله خادم دویچه ویله ته وويل:« موږ په ۲۴ ساعتونو کي دوه شیفت کار کوو د شپې شیفت په بشپړ ډول بند شوې. له ايران څخه هرات ته د وارداتي برېښنا سخت کمښت په تکلیف کړي یوو او که دا بهير دوام وکړي صنعت کارانو ته سخت زیانونه اوړي»

خو د هرات والي ویاند حميدالله متوکل دویچه ویله ته وویل: «ایران ته یو پلاوی ځي هلته به د برېښنا پخوانی تړون وکتل شې او د هغه پر بنسټ به له ایران څخه وغوښتل شي چې ولي يي د تړون خلاف برېښنا کمه کړي، هیله مند یوو دا ستونزه ژر حل شي.»

آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟

افغانستان د خپل اړتیا وړ یواځې شل سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو تولیدوي، چې ډېره برخه یې اوس مهال د نغلو، کجکي، سلما، ماهیپر، سروبي او درونټې په لویو بندونو کې پوره کېږي خو لاهم د دې هیواد د برېښنا شاوخوا ۸۰ سلنه برخه وارداتي ده.

د کندهار ولایت اوسېدونکی او ملي سوداګر حاجي احمد شاه خان وايي هره ورځ چې پر موږ بریښا قطعه کیږې موږ د اقتصادي پلوه زیان وینو اوس پر ټول افغانستان توره تیاره ده خصوصاً پر جنوب غربي حوزې:

«موږ د سکرو ډبرو ډیر کانونه، پرېمانه اوبه او په کال کي تر ۳۰۰ ورځو زیات لمر لرو لاس تر زنه کښېناستل مو همداسې په تیاره کي پاتي کوي حکومت باید شپه او ورځ کوښښ وکړې چې د هرې ممکنه لارې د خپلې برېښنا خاوندان شوو»

د افغانستان د برېښنا د کمښت ستونزه به څه وخت حل شي؟

هاخوا تیره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي یوې غونډي ته د وینا پرمهال نیوکه وکړه چې تاشکند په سختو شرایطو کي خپله برېښنا قطعه کړې.

هغه له ازبکستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته د برېښنا د لېږد په برخه کې د شوې هوکړي پر اساس عمل وکړي.

د متقي په خبره: «ازبکستان له برېښنا شرکت سره هوکړه کړې وه چې افغانستان ته به تر ۴۰۰ میګاواټه زیاته برېښنا ورکوي خو له بده مرغه اوس ېې په ډیرو سختو شرایطو کي پر افغانانو برېښنا قطعه کړې.»

د ویلو ده چې افغانستان دا مهال خپل د اړتیا وړ برېښنا ډېره سلنه برخه له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوې چې ډېر وختونه د یادې برېښنا په قطعه کیدو سره خلګو او سوداګرو ته زیانونه اوړي.

په افغانستان کي د سولر بریښنا لومړۍ پروژه پرانیستل سوه