1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکزي آسیا ته د آلمان د صدراعظم سفر؛ په اجندا کې څه دي؟

۱۴۰۳ شهریور ۲۵, یکشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، مرکزي آسیا ته د خپل درې ورځني سفر لومړی دمه ازبکستان کې کوي. ټاکل شوې چې په دغه درې ورځني سفر کې به شولڅ د مرکزي آسیا د پنځو قدرتونو له مشرانو سره ملاقاتونه ولري. د سفر اجندا کې څه شامل دي؟

https://p.dw.com/p/4kdc5
ټاکل شوې چې شولڅ به له ازبکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د اخراج په تړاو هم بحثونه ولري.
د آلمان صدراعظم نن مرکزي آسیا ته خپل درې ورځنی سفر پیلوي چې پکې د کډوالۍ اړوند موضوعات به هم اجندا کې شامل وي.انځور: Offenberg/picture alliance/Zoonar

ټاکل شوې چې نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر میاشتې ۱۵مه) د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅمرکزي آسیا ته خپل درې ورځنی سفر پیل کړي. د دغه درې ورځني سفر په لومړۍ ورځ به شولڅ د ازبکستان په سمرقند ښار کې له خپل ازبک سیال شوکت میرزیایوف سره ملاقات ولري. د معلوماتو له مخې، له ازبکستاني لوري سره به تر ډیره د خبرو او بحثونو تمرکز د کډوالۍ اړوند وي.

د شولڅ په دغه درې ورځني سفر کې قزاقستان ته هم رسمي سفر شامل دی، چیرته چې ټاکل شوې هغه د پخواني شوروي اتحاد د پنځو غړو هیوادونو په یوه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د آلماند صدراعظم اولاف شولڅ دغه سفر داسې مهال کیږي، چې جرمني غواړي د مرکزي آسیا هیوادونو ته ځان نیږدې کړي، داسې هیوادونو چې تر ډیره د روسیې او چین تر اغیزې لاندې دي.

کډوالي او مهاجرت د اجندا اصلي موضوع

د معلوماتو له مخې، په ازبکستان کې به د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ له خپل ازبک سیال شوکت میرزیایوف سره د کډوالۍ اړوند یو لړ تړونونه لاس لیک کړي. په دغو تړونونو کې یو هم آلمان ته د ازبک مسلکي کارګرو د راتګ په برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي. سربیره پر دې، په دې تړونونو سره د آلمان لوری غواړي چې ازبکستان ته د هغو ازبک کډوالو بیرته ستنیدل هم اسانه کړي، چې په آلمان کې د پاتې کیدو اړتیا ورته نه وي.

سربیره پر دې، په دغو تړونونو کې ښايي یو تړون د ازبکستان له لارې د رد شویو افغان کډوالو د اخراج تړون هم شامل وي. آلمان په دې وروستیو کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د لومړي ځل له پاره افغانستان ته په مستقیم ډول لسګونه مجرم افغان کډوالو اخراج کړل، داسې اقدام چې له غبرګونونو سره هم مخامخ وو.

سیمه ایزه سرمشریزه

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ به د آلمان صدارعظم قزاقستان ته سفر ولري چې په سیمه کې یو تر ټولو ستر اقتصاد شمیرل کیږي. د سه شنبې په ورځ به نوموړي په دغه هیواد کې د پخواني شوروي اتحاد د پنځو هیوادونو ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان هیوادونو د مشرانو په یوه غونډه کې هم ګډون وکړي. آلمان تیر کال له دغو هیوادونو سره یو لړ ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړل چې تر ډیره پورې پر اقتصادي موضوعات، انرژۍ سکتور، اقلیم او چاپیریالي موضوعاتو راڅرخي.

له قزاقستاني چارواکو سره د آلمان د صدراعظم په ملاقات کې ښايي آلمان ته د ګازو او نفتو د انتقال پر سر هم خبرې وشي. سربیره پر دې، پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته پر روسیه باندې لګول شوي بندیزونه هم ښايي په دغو خبرو کې شامل وي. پر قزاقستان تور دی چې دغه هیواد له روسیې د بندیزونو د تیښتې په برخه کې له دغه هیواد سره مرسته کوي.

خ.ح / ا.و.آ