1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

یونان غواړي له ترکیې سره د مهاجرت نوې موافقه لاسلیک کړي

۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

د مهاجرو د راتگ مخ پر ډیریدونکي شمیرو په پام کې نیولو سره یونان له ترکیې سره د مهاجرو په برخه کې د یوه نوي تړون رامنځته کیدو غوښتنه کړې. په دې وروستیو اونیو کې له ترکیې څخه یونان ته غیر قانوني مهاجرتونه ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4W93J
Migranten an der griechisch-türkischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

دیوناند پناهندگۍ او مهاجرت وزیر دیمیتریوس کاییریدس، د «بيلډ» المانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې دغه موافقه باید د برلین په مشرۍ پراختیا ومومي.

کاییریدس وویل: «تر هغې اندازې چې مونږ یې کولی شو خپل د شمالي پولو ساتنه کوو، خو مونږ باید په گډه له لومړنۍ سرچینې پيل وکړو، یعنې اصلي منبع چې ترکیه ده او په دې برخه کې د المان رول واقعاً ستر او ډیر مهم دی.»

هغه دې ته اشاره وکړه چې ټول په دې پوهیږي چې المان په اروپا کې یو مهم لوبغاړی او له ترکیې سره نږدې او متنوع اړیکې لري او پر دې هم پوهیږي چې انقره په اروپا کې د نورو ټولو پلازمېنو په پرتله د برلین خبره ډیره اوري.

د یونان د مهاجرت او پناه غوښتونکو چارو وزیر واضحه کړه: «مونږ غواړو چې برلین له خپل دې نفوذ څخه د ټولو په گټه له ترکیې سره د یوې صادقانه موافقې په رامنځته کولو کې استفاده وکړي، څو د دې موافقتنامې په اساس له لویدیځ او اروپا سره د ترکیې اړیکې یو وار بیا پراخې شي.»

کاییریدس وویل چې ترکیه د غیر قانوني مهاجرت له پاره یوه اصلي منبع ده، ځکه د مدیترانې سمندر ختیځه لاره کنترولوي او له دې امله اړینه ده چې یوې نوې موافقتنامې ته لاس رسی پيدا شي.

د ترکیې او اروپا ترمنځ په ۲۰۱۹م کال کې یوه موافقتنامه لاسلیک شوې وه چې په هغې کې ترکیې ژمنه کړې وه چې اروپا ته به د غیر قانوني مهاجرتونو د مخنيوي په برخه کې اقدامات کوي.

خو کاییریدس د «بيلډ» ورځپاڼې ته وویل: «ترکیه دغه موافقتنامه نه عملي کوي او د ۲۰۲۰م کال له فیبرورۍ را په دیخوا یې د غیر قانوني مهاجرتونو د بیرته ستنونې ټول موارد، چې د کووید-۱۹ په دلیل ځنډول شوي وو او نور شتون نه لري، درولي دي.»

د هغو مهاجرو شمیر چې په دې وروستیو کې لهترکیې څخه په غیر قانوني ډول یونان ته اوښتل غواړي یو وار بیا لوړ شوی دی.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو مرستندویه ادارې (UNHCR) په حواله د سپټمبر میاشتې تر لومړیو پورې ۱۹۶۷۶ کسان له ترکیې څخه د ځمکې یا سمندر له لارې یونان ته رسیدلي دي. دغه شمیر تر هغې لوړ دی، چې یو کال مخکې تر دې یعنې ۱۸۷۰۰ مهاجر په ټول کال کې دغه هیواد ته رسیدلي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص