1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليیونان

د کښتۍ پېښه، مړو شویو کې ۷۸ افغانان او پاکستانیان دي

۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبه

په روم کې د افغانستان سفارت ويلي دي چې د یونان په سواحلو کې په ډوبه شوې کښتې کې چې له ۴۰۰ تر ۷۵۰ پورې کسان سپاره ول، په مړو شویو کې یې ۷۸ افغانان او پاکستانيان دي.

https://p.dw.com/p/4SsAx
ایټالیا/ د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو د ژغورنې عملیات
ایټالیا/ د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتانځور: Emilio Morenatti/AP/dpa/picture alliance

د ایټالیا پلازمینې روم کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یونان په سویلي څنډو کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د مړو شویو له ډلې ۷۸ یې افغانان او پاکستانيان ول.

د آټکلونو له مخې، په دې کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ کسان سپاره ول چې د سلهاوو کسانو برخلیک یې څرګند نه دی.

ياد سفارت د یونان، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او یوشمېر نادولتي موسسو څخه مننه کړې چې تردې دمه یې ۱۰۴ کسان ژغورلي او هغوی ته یې روغتیاي مرستې رسولي. خو دا لا تراوسه پوري څرګنده نه ده چي په ژغور شوو کسانو کې افغان هم شامل دي که نه.

اړوند مطالب:د کښتۍ ډوبیدو پېښه؛ پاکستان کې د انساناني قاچاق په تور لس کسان نیول شوي

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: «همدا راز، موږ د یونان موقت حکومت څخه هم مننه کوو چې د دې غمیزې په وجه یې درې ورځنۍ ملي ماتم اعلان کړی.»

په روم کې افغان سفارت له افغانانو غوښتي دي چې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره دې د انساني قاچاق په نړېوالو شبکو باور نه کوي.

د یونان په یوه ساحل کې د کب نېونې دغه کښتۍ چې کډوال پکې سپاره ول، د شپې له خوا د یونان د سویلي پيلوپونز سیمې سویل لویدیځ لورې ته د تېزو بادونو له امله چپه او ډوبه شوه.

ویل کیږي چې په دې کښتۍ کې سپارل تر ۷۰۰ ډېر کسان د لیبیا توبروک بندر ته له ورڅېرمه سیمې، ایټالیا ته لېږدول کېدل.