1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهترکیه

د ترکیې او یونان ترمنځ پر پوله بې نوم او نښانه مړي

۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

ډیری پناه غوښتونکي چې د کډوالۍ په لاره مري پرته له نوم او نښانه ښخول کیږي. ډیری وختونه یې کورنۍ د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه ترلاسه کوي. په یونان کې د عدلي طب یو ډاکټر د دغو کسانو د اټوپسي په اړه خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/4Nmga
آرشیف: یونان ته څیرمه د یو نامعلوم شخص مقبره
آرشیف: یونان ته څیرمه د یو نامعلوم شخص مقبرهانځور: DW/O.Gill

پروفسیور پاولوس پاولیدیس د «الکساندروپولیس» پوهنتون کلینیک د اټوپسي خونې ته ننوځي. پولیسو د یوه پناه غوښتونکي مړی موندلی چې پاولیدیس ېې باید د څارنوالۍ په غوښتنه اټوپیسي يا د جسد معاينه ترسره کړي. هغه د یونان او ترکیې ترمنځ د سمندري پولې په اوږدو کې د اوروس سیند ته څیرمه کومه چې د اروپايي ټولنې بهرنۍ پوله هم ده، د عدلي طب ډاکټر دی.

پاولیدیس چې په ۲۰۲۲ کال کي د ۶۳ مړو جسدونه معاينه کړي، وايي چې تر اوسه یې په یوه کال کې هیڅکله د دومره مړو جسدونه نه وه اټوپیسي کړي.

پاولیدیس لومړی د مړي انځور اخلي. د هغه په وينا، تر ډیره بریده د یادو کسانو د مړیني لامل په اوبو کي ډوبیدل دي، که څه هم دا سیندونه ډېر پراخ نه دی خو ډیری کډوال ښه لامبو نه شي کولای او قاچاقبران په کښتیو کي ډیر کسان باروي چې په آسانۍ سره کښتۍ ډوبیږي. خو ډیر کسان چې پر ځمکه وچو پولو ته نږدې په ځنګلونو کې موندل کیږي د پاولیدیس په وینا د مړینې لامل ېې تر ډیره د یخنۍ، جسمي ضعف، ستړیا او رنځورتیا له امله وي.

د ترکيې او يونان له سرحدونو تيريدل «د ژوند او مرک سره لوبه» ده

پاولیدیس وايي: «په ۲۰۲۲ کال کې مې شاوخوا ۶۰۰ مړي لیدلي دي. په تیوریکي او فرضي توګه ویلای شوو چې د ترکیې لوري ته هم یو لوړ شمیر شتون لري خو موږ له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ کسانو خبرې کوو.»

ډیری موندل شوي پناه غوښتونکي هیڅ ډول هویتي اسناد له ځان سره نلري نو ځکه خو پاولیدیس هڅه کوي د طبي معایناتو له لاري یې هویت معلوم کړي.

د دې کار لپاره، هغه په مړي کې ځانګړي نښې او ځانګړتیاوې لټوي او«ډي ان اې» ازموینه یې ترسره کوي. د عدلي طب دا ډاکټر د وژل شوو کسانو شخصي وسایل هم راټولوي. د هغه د کار تر میز لاندي دوه لوی کارټنونه پراته دي چې د شمیرو او کڅوړو څخه ډک شوي په دې کارټنونو کې د نامعلومو مړو ساعتونه، زیورات او نور شیان راټول شوي دي.

آرشیف: مدیترانه کي د کډوالو ژغورنې د عملیاتو انځور
آرشیف: مدیترانه کي د کډوالو ژغورنې د عملیاتو انځورانځور: Reuters/Marina Militare

پاولیدیس وايي: «په دې هرې کڅوره کې یو ژوند پروت دی خو موږ نه یوو توانیدلې چې دا جسدونه د هغوې خپلوانو ته وسپاروو.»

د ترکیې او یونان ترمنځ د اوروس پوله په کلکه ساتل کیږي. له ۲۰۲۰ کال راهیسې د دې پولې په اوږدو کې ۳۸ کیلومتره اغزن تار او موانع لګول شوي.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تېر کال له درېیمې برخې ډېر پناه غوښتونکي، یعنې ۶۰۰۰ کسان د ځمکې له لارې یونان ته رسېدلي دي. له همدې امله پر پوله د اغزن سیم غځول د کډوالو د تګ مخه نه ده نیولې، بلکې د هغوی لاره یې بدله کړې ده. خو پوښتنه دا ده چې د پولو پر مخ د کټارو او اغزن تار لګولو د کډوالو د تیښتې لاره خطرناکه کړې ده؟

فرانسه ۱۰ زره مهاجرو ته د قانوني ورتګ زمينه برابروي

د یونان د کډوالو وزیر نوټیس میتارکیس دا ګنګوسې ردوي او د اروپا په ملاتړ پر پولو د اغزن تار د غځولو غوښتنه کوي. هغه وايي: «موږ دې کټارو ته اړتیا لرو ځکه دا د بهرنیو پولو د ساتنې لپاره د ستراتیژۍ یوه برخه ده.»

په داسې حال کې چې سیاسي بحثونه دوام لري، خو پاولیدیس د جسدونو په معاینه کولو او مړو بوخت دی.

په ترکیه کې د ګمنامه افغان مهاجرو هدیره

د عدلي طب دا ډاکتر چې له یوه ځنګله څخه ېې د یو ځوان مړی موندلی او پرې څیړنه کوي وايي، لومړی اټکل مې دا دی چې هغه به یو ۲۰ کلن ځوان وي خو موږ د هغه د سر کاسه نلرو یواځي یې ځینې هډوکي موجود دي، موږ د هغه د مړیني په لامل هم نه پوهیږو.

پاولیدیس د مړو «ډي ان اې» ثبتوي، ترڅو پولیس وکولای شي د خپلو پلټنو د پایلو سره سمون ورکړي خو هغه د خپل کار په اړه وايي: «زما لپاره هیڅ مورد کومه سخته قضیه نه ده، خو کله چې مړی ماشوم وي دا بیا زما لپاره ډیره دردونکې ده.»

رودیگر کرونتهالر/ عتیق الله مطمئن

زموږ له آرشيف څخه:

ترکیه کې د نومورکو مهاجرو هدیره